Categories

اعلان

Loading…

په مکه کې د اسلامۍ نړۍ عالمانو د افغانستان جګړه ناروا وبلله

تاند- د اسلامي همکارۍ سازمان د افغانستان په اړه خپل دوه ورځینی کنفرانس نن په مکه مکرمه کې په یوې اعلامیې پای ته ورساوه.

د ۴۳ هیوادونو ۱۱۰ سترو دیني عالمانو په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او له ښکېلو خواوو یې وغوښتل چې جګړه پای ته ورسوي او د سولې او پخلاینې لپاره خبرې بیل کړي.

دوی په خپله اعلامیه کې ویلي هغه کسان دوژخیان بللي چې ځانوژونکي حملې او چاودنې  کوي.

«د انفجار او انتحار عاملان په جهنم محکوم دي.»

د سعودي عربستان او د اسلامي همکارۍ سازمان په کوربه توب د کنفرانس برخوالو د افغانستان له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې بیا اوربند وکړي.

د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د سولې او پخلاینې لپاره د افغانستان د ولسمشر د وړاندیزونو ملاتړ کړی دی.

د افغانستان ولسمشر هم د دې کنفرانس هرکلی کړی او له سعودي عربستان، د اسلامي همکارۍ سازمان او د نړۍ له دیني عالمانو یې مننه کړې ده.

د اسلامي نړۍ د عالمانو په غونډه کې د ایران او پاکستان دیني عالمانو ګډون نه دی کړی. ویل کېږي چې له پاکستان څخه یوازې یو دیني عالم د خپل هیواد استازیتوب کوي.

د سعودي عربستان له کنفرانس سره په یو وخت د پاکستان د جمعیت علمای اسلام امیر او د پاکستان د دفاع شورا رييس مولانا سمیع الحق په یوه اعلامیه کې د پاکستان او نورې نړۍ پر دیني عالمانو ږغ کړی چې د ده په وینا په افغانستان کې د روان جهاد پر ضد د امریکا او لوېدیځوالو دسیسو ته متوجه واوسي او ناکامه یې کړي.

وسله والو طالبانو هم مخکې تر مخکې د سعودي عربستان غونډه رد کړې او هغه یې د امریکا له لوري د طالبانو پر ضد هڅه بللې وه.

د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو اعلامیه.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. سلیمان Reply

    نو اوس که افغانان ځانونه مسلمانان ګڼي او یو زره ایمان او غیرت لري باید څه چې په لاس لري راوایې خلي او ددې جاهلو خوارجو او وحشي ترهګرو په مقابل کې د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ودریږي. او تر هغې یې وځغلوي چې بیا یې د خپل تور پنجابي بادار په غیږه کې هم ځای نه کیږي.

  2. حیات الله نیازی Reply

    کاش چې دغه ډول کانفرانس د جګړې په لومړیو کلونو کې جوړ شوی وای ترڅو وینه تویدنه او په هېواد کې د هر ډول ناخوالو مخه نیول شوي وای. په دې کې شک نشته چې
    دغو عالمانو د قران او احادیثو په رڼا کې فتوا صادره کړه په رښتیا چې اسلام هر اړخیز اوجامع دین دی الله دې وکړی چې هغه کسانو ته ژر تر ژره ورسیږی کوم چې غواړی د .ځان وژنی او چاودنو له لارې جنت حاصل کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *