Categories

اعلان

Loading…

د سولې روانې هڅې او افغان جګړه

سید خالد سادات

“د نړیوالو حقوقو استاد”

د افغانستان جګړه د بین المللي مطالعاتو له منظره د نړۍ یو له اوږدو کورنۍ جګړو څخه شمېرل کېږي. له ۱۳۵۸هـ ل کال راهیسې افغانان د کورنۍ جګړو شاهدان دي. دوه کم څلوېښت کاله یعنې یو نسل مخکې د افغانستان جګړه پیل او او تر ننه یې لوګي خېژي. لکه افغانستان چې د لسیزو جګړو کوربه‌توب کوي، په نړیواله کچه کورنۍ جګړې تر لسیزو نه اوږدېږي. د شوروي اتحاد پر مهال افغانانو د کمونیسټ او مجاهد تر منځ جګړه وکړه. دواړو جناحانو یعنې ښي‌ګرا او چپ‌ګرا د خپلو ایډیالوژیو په افراطي استعمال د افغانستان خاوره د خپلې جګړې ډګر وګرځاوه.

که په افغانستان کې د جګړې ایډیالوژیک اړخ ته نظر واچوو، دا په اثبات رسېدای شي چې د کمونیسټي ایډیالوژي طرفدارانو افغانستان د مسکو او کرملین تر سیاستونو لوړ باله. همدارنګه د اخوان المسلین طرفدارانو یا په بله اصطلاح د کمونیسټ ګوند مقابله کوونکيو د مصر له الازهر څخه الهام اخیستونکو لوبغاړيو تر عربي سیاست په لوړه کچه خپل سیاست تمیثلاوه. د نړۍ د سیاسي ایډیالوژیو په منظر کې د کمونيسټ ګوند مرکز چې مسکو دی، د افغانستان په برخليک اخته نه‌شو.

همدا رنګه د اخواني سیاسي ایډیالوژۍ مرکز قاهره د خپلې ایډیالوژۍ په تمیثل د افغانستان په برخليک اخته نه‌شوه. په سیاسي نړیوالو جګړو کې د ایډیالوژيو اختلاف او ټکر یو طبیعي عمل دی چې له پخوا په نړیواله سیاسي مستوی کې شته، مګر په افغانستان کې د ایډیالوژیو تمثیلوونکي تقابل یو بل ته په دایمي دښمنۍ کې سره کېنول. دوی د ایډیالوژي د تطبیق پر ځای انساني دښمنۍ ته اړ شول. د ایډیالوژیک اختلاف او تقابل پر ځای یې خپل وطن د نورو لپاره په کنډواله بدل کړ. دوه طرفه «کمونيسټ او اخوان» په خپل ایډیالوژک تقابل کې څلوېښت کلنه جګړه وزېږوله.

د افغانستان په روانه جګړه کې د سیمې له هېوادونو سره سره د نړۍ لوی قدرتونه هم ښکېل شول. څه د پاسه پنځه لکه افغانان له تېرو لسو کالو راهیسې د دې جګړې قربانیان دي. اوس اوس طالبان چې د جګړې اصلي لوری دی غواړي په خپل ټول قوت سره د امریکا او ورسره مل راغلي هېوادونه وننګوي چې افغانستان د نویيمې لسیزې په شان یو ځل بیا دوی ته د سیاست میدان پاتې شي.

دا باید ومنو چې طالبان د دې هېواد بچیان دي. هغه څه د طالب په نوم يې روانه جګړه توده ساتلې، ښه تعامل نه و. طالبان باید د سیاسي پروسې برخه اوسي. اما که د افغانستان د جګړې روان وضعیت ته وګورو طالبان د بهرنیو ځواکونو د جنایت په تقصیر کې موازي حرکت کوي. د طالبانو جګړه ظاهراً له بهرنیانو سره اعلان ده، اما د جګړې بیه افغانان پرې کوي، نه بهرنیان. که طالبان له بهرنیو د افغانستان د نجات خبره کوي؛ نو د طالبانو جوړښت هم تر سوال لاندې دی، خو په هر حساب طالبان د دې خاورې بچیان دي او له افغانستان سره د مور او بچي تمه ترې لرو.

له شپاړلس کلنې جګړې وروسته سږ کال د کوچني اختر په ورځو کې د دولت او طالبانو تر منځ اعلان شوي اوربند وښووه چې د طالبانو او افغان دولت تر منځ د سولې خبرې له کنګل حالت څخه راوتونکې دي. اوربند په شکلي ډول ثابته کړه چې طالبان هم له جګړې ستړي دي او د سولې او مذاکراتو برخه ګرځېدای شي.

تر اوربند له مخه افغان دولت د ولسمشر اشرف غني په مدیریت د افغان جګړې د کمزوري کولو لپاره په ملي کچه، سیمه‌یزه کچه او بالاخره په نړیواله کچه سټراټېژیک ګامونه پورته شول. د روان مېلادي کال ۲۰۱۸ د فبروري میاشت د کابل پروسې په دویم نړیوال کنفرانس کې افغان حکومت تر توقع لوړ طالبانو ته په ډېره نرمه توګه د مذاکراتو زمینه مساعده کړه، په دغه کنفرانس کې افغان ولسمشر په ډېر وضاحت وویل چې طالبان د سیاسي جریان په توګه خپل جوړښت ثابتولای شي، د نړۍ په هر ګوټ کې ورته د تګ راتګ او سیاحت زمینه مساعدولای شي، د طالبانو شته مالي امکانات باید له کنګل حالته راوایستل شي، خو چې طالبان د سولې او مذاکراتو لپاره چمتووالی ونیسي.

د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې طالبان چيلنج شول او د افغان حکومت د څرګندونو په مقابل کې یې هیڅ رنګه غبرګون و نه ښوو. د طالبانو غلي پاتې کېدل د دې مانا ورکوي چې ممکن طالبان له خپلو مشرانو سره په خبرو اترو بوخت وي چې د افغان دولت څرګندونو ته ځواب ومومي.

تر دې وروسته افغان دولت په سیمه‌یزه کچه د افغان جګړې ختمولو او د جګړې د داعیې کمزوري کولو لپاره ډيپلوماټیکې هڅې پيل کړې.

د ۲۰۱۸ م کال په مارچ کې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغان سولې اړوند نړیوال کنفرانس وشو چې افغان جګړه د سیمې د ناامنۍ لامل پکې وګڼل شوه او افغان ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو  د خبر او مذاکراتو غږ وکړ.

په تعقیب یې د افغان جګړې د مذهبي اړخ له نظره تضعیفولو په خاطر د افغانستان،  پاکستان او اندونیزیا هېوادونو علماوو په ګډه د افغانستان روانه جګړه ناروا وګڼله او له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې د جګړې او خشونت پر ځای د سولې لاره غوره کړي.

د مذهبي اړخ له نظره د سعودي عربستان د حرمینو ملا امامانو د جون میاشتې د جمعې ورځې خطبې د اهمیت وړ دي چې د مکې مکرمې او مدینې منورې ملا امامانو له طالبانو او افغان دولته وغوښتل چې د افغانستان روانې کشالې او جګړې ته د سولې له لارې د پای ټکی کېږدي.

په دې مانا چې د افغانستان اوسنۍ جګړه له مذهبي او اسلامي نقطه نظره د جهاد له چوکاټ څخه ووتله او یوازې د بې‌مانا جګړې تر عنوان لاندې  پاتې شوه. د روژې مبارکې میاشتې په دویمه لسیزه کې څه دپاسه درې زره علماء د هېواد له بېلابېلو برخو څخه راټول شول او د کابل ښار په زړه کې يې د لویې جرګې په خېمه کې د روانې جګړې پر مذهبي اړخ ګډه فتوا صادره کړه چې د افغانستان اوسنۍ روانه جګړه په هیڅ مفهوم د جهاد نوم نه‌شي اخیستلای.

د فتوا اصلي متن له قران او احادیثو څخه جوړ شوی و، د جګړې د زیان او ګټو تر منځ په تفکیک د اسلامي ارشاداتو په رڼا کې روانه جګړه باطله او د اسلام ضد جګړه تعریف شوه.

افغان دولت له ټولو پورته هڅو سره سره نن د جولای پر ۱۰ او ۱۱مه په عربستان کې د اسلامي هېوادونو نړیوال سازمان له لوري د جدې او مکې مکرمې په ښارونو کې د هغه نړيوال کنفرانس ګډونوال دی چې د اسلامي امت ۳۲ هېوادونو يې پکې ملتيا کوي.

د افغانستان د جګړې په هکله په تېر شپاړلس کلن تاریخي بهیر کې د اسلامي هېوادونو اجماع په لومړي ځل جوړېږي چې د افغانستان جګړه نفې کړي. ټول اسلامي هېوادونه به د افغانستان جګړه و اروزي چې پر طالبانو غږ وکړي چې د افغانانو د غوښتنې تر څنګ د اسلامي هېوادونو او اسلامي امت غوښتنه هم همدا ده چې د افغانستان جګړه له اسلامي اړخه مشروعیت نه لري او له هرې ممکنه لارې باید طالبان له افغان دولت سره د سولې پروسه پر مخ یوسي.

د مکې مکرمې کنفرانس اوس مهال د افغان جګړې د ختمولو لپاره یو سټراټېژيک اهمیت لري، طالبانو او د دوی جنګیالي به د خپلو جګړه‌یزو نظریاتو د مشروعیت له خلا سره مخ شي. کله چې د مکې او مدینې امامان، په مصر کې د اسلامي امت د نړیوالې ټولنې مشر دوکتور یوسف قرضاوي او د اسلامي امت نور جید علماء د افغانستان جګړه مردوده ګڼي، بې له شکه چې طالبان به د خپلې جګړې د مشروعیت تر ستر سوال لاندې راشي.

پر پاکستان د امریکا، سیمې او نړیوال فشارونه د جګړې د مهارولو لپاره بل اړخ دی چې پاکستان باید له طالبانو سره پر اړیکو له سره غور وکړي.

په خړ ليسټ کې د  پاکستان داخلېدل او په نړیواله کچه د پاکستان د دولت نوم د ټروریسټانو د ملاتړيو ليسټ ته داخلېلدل د پاکستان لپاره له تدریجي مرګه پرته بله مانا نه لري.

په ټوله کې د افغانستان د خلکو رواني او ذهني اړخ ډېر مهم دی چې د اوربند په جریان کې ټول ملت په ګډه ملي اجماع د سولې او له طالبانو د خبرو اترو غوښتنه وکړه. د سیمې هېوادونه او حتا د امریکا په شمول ګڼو هېوادونو د طالبانو او افغان دولت تر منځ د اوربند ملاتړ څرګند کړ چې تر دې مخکې يې له امریکا غوندې هیواده توقع ناممکنه وه.

په سوله کې د ملت اجماع له هلمنده د سپی‌نږیرو په شمول د بېوزله افغانانو ۷۰۰ کیلو مټره زیاته فاصله وهل ښکاره بېلګه ده. د ملت اجماع د هغې زړې سپین‌سرې مور په اوښکو کې ښکېل ده چې خپل یو زوی یې د طالب تر عنوان لاندې او بل یې د پولیس په نوم قربانی کړی.

د ملت اجماع د اوربند په جریان کې له طالبانو سره د دوی د مېلمه‌پالنې او يو ځای‌پالنې ښکاره څرګندېږي چې دا ملت د سولې څومره تږی دی. د ملت اجماع د هغه پولیس په شونډو کې په  ښه توګه ښکاري چې تر لس کال زیاته موده یې د سولې په نوم هره ورځ روژه نیولې. په ټوله کې اوس د افغان دولت لپاره د سولې شته فرصتونه چې را منځ ته شوي او موجود دي، د حیات او ممات زېری دی. د امریکا او نورو بهرنیو ځواکونو وتل باید د سولې پروسې او مذاکرتو برخه وګرځي. که افغان دولت او طالبان د سولې له روانو هڅو سالمه ګټه وا نه خلي، له دې د زیاتو فرصتونو د را منځ ته کېدو هڅې خیال او محال دی.

سرخط ورځپاڼه

181 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *