Categories

اعلان

Loading…

سرخط؛ په بلخ او فارياب کې لس قرارګاوې له جګړې پرته سقوط شوې

د حکومت له خوا د پخوانيو جنګي قوماندانانو او جهادي توپکوالو تر نيولو وروسته اوس په شمال کې جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي ډلو بيا د حکومت پر ضد لاره يوه کړې او غواړي له بېلابېلو لارو پر حکومت فشار راوړي چې د زورورو جګړه‌مارو له نيولو لاس واخلي.

په شمال کې له سيمه‌يزو پوليسو نيولې، د خيزش مردمي په نامه تر ناقانونه وسله‌والو پورې ټول يې د همدې دوو ډلو پخواني جهادي توپکيان او بړېڅي دي چې په خپلو سيمو کې يې د خلکو ژوند سخت کړی او د حکومت ټولې پرېکړې ننګوي.

په دې سربېره، په شمال کې د طالبانو بېلابېلې کړۍ هم د همدې دوو ډلو جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي په سيمه‌يزو زورورو قوماندانانو پورې تړلې دي چې وخت ناوخته پر اوردو او سرتېريو بريدونه کوي، په قاچاق، درنو غلاوو او سړي تښتولو کې پراخ لاس اخلي او په دې سربېره، په خپلو سيمو کې د دغو زورورو ګټې ساتي.

څه موده وړاندې په ښه حکومتولي کې د ولسمشر پخواني ځانګړي استازي او د جمعيت ګوند سرلاري احمد ضيا مسعود په يوه غونډه کې په ښکاره وويل چې په شمال کې د نظام پر ضد د پخوانيو جهادي تنظيمونو جمعيت او جنبش هغه کسان جنګېږي چې مشرانو ته يې په حکومت کې برخه نه ده ورکول شوې.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې جمعيت اسلامي او جنبش اسلامي ډلې د پخوانيو جهادي قوماندانانو او اوسنيو خپل سرو وسله‌والو پر نيولو حکومت ته غوسه شوې او دواړو د حکومت پر لاره يوه کړې ده.

دوی د شمال په بېلابېلو سيمو کې خپلو وسله‌والو، خيزش مردمي او نورو ډلو ته تر غوږ ورتېره کړې ده چې سيمې طالبانو ته خوشې او سقوط کړي.

په فارياب کې د جنرال دوستم د ښي لاس «نظام الدين قيصاري» تر نيول کېدو وروسته، دوستم هم په خپله يوه اعلاميه کې ګواښ کړی و چې که قيصاري ژر خوشې نه کړي، په شمال کې به ناامنۍ لا ډېرې شي.

اوس وروستي مالومات دا دي چې يوازې په تېرو دوو شپو کې په بلخ او فارياب ولايتونو کې لس قرارګاوې له جګړې او دفاع پرته يو په بل پسې سقوط شوې او د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

قيصاري په فارياب کې د اووه زره په شا و خوا کې وسله‌وال کسان درلودل او ټولو يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو او ورڅېرمه ولايتونو کې د سيمه‌يزو پوليسو او خيزش مردمي په نامه وسلې ګرځولې.

د وړمې شپې له ماښامه راهيسې د دغه ولايت له المار څخه تر ميمنې ښار پورې، د المار، قيصار او ميمنې اړوندې شپږ لويې پوستې او قرارګاوې له جګړې پرته سقوط شوې دي.

د دغو ټولو پوستو واک له سيمه‌يزو پوليسو سره و چې مشري يې نظام الدين قيصاري کوله.

د فارياب قومي مخور حاجي مبين وايي، د جنرال دوستم په مشري د جنبش اسلامي ډله غواړي په دې توګه پر حکومت فشار زيات کړي چې قيصاري بېرته خوشې کړي.

دی وايي، د جنبش مشرانو په فارياب او ورڅېرمه ولايتونو کې خپلو پلويانو ته چې د سيمه‌يزو پوليسو او خيزش مردمي په نامه وسلې ګرځوي، ويلي دي چې ټولې سيمې دې له مقاومت او جګړې پرته خوشې کړي چې سقوط شي.

هلته بيا د بلخ په چمتال ولسوالي کې له پرون راهيسې څلور لويې پوستې او قرارګاوې له جګړې پرته يو په بل پسې طالبانو ته سقوط شوې دي.

د دغو لويو پوستو واک بيا د جمعيت اسلامي له سيمه‌يزو پوليس او ناقانونه وسله‌والو سره و.

دوی هم د جمعيت او جنبش د ايتلاف له امله چې د حکومت پر ضد يې لار يوه کړې ده، خپلې سيمې طالب وسله‌والو ته خوشې کړې دي.

د چمتال قومي مشر حضرت ولي خان له سرخط ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل چې په دغه ولسوالي کې د امنيت ټولې چارې د جمعيت ګوند له پخوانيو جهادي توپکوالو سره دي او مشري يې هم د همدې ګوند پخواني قوماندانان کوي.

دی هم وايي، د سيمو سقوط او د ناامنيو ډېرېدل د حکومت پر ضد د جنبش او جمعيت ګوندونو نوی تاکتيک دی او غواړي په دې توګه حکومت پر هغو پرېکړو پښېمانه کړي چې د سيمه‌يزو زورورو د نيولو په اړه يې کړې ده.

وړمه ورځ د چمتال د سقوط شويو سيمو د بيا نيولو په موخه د بلخ په ولايت مقام کې يوه امنيتي غونډه هم شوې وه چې د جمعيت ډېری پلويانو برخه پکې اخيستې وه او بې‌پايلې پای ته ورسېده.

په بلخ کې ځينې امنيتي سرچينې وايي، په شمال کې په دې ورځو کې شاهين قول اردو په بېلابېلو برخو کې په عملياتو بوخته ده او د حکومت سياسي مخالفې ډلې غواړي د سيمو په سقوط سره پر دغه قول اردو هم فشارونه زيات کړي او سرګردانۍ ورته جوړې کړي.

د دغو سرچينو د مالوماتو په اساس، په دې ورځو کې شاهين قول اردو په بغلان، کندوز، فارياب، سرپل او د شمال په ځينو نورو سيمو کې پر يوه وخت د ترهګرو پر ضد په عملياتو بوخته ده چې پخوانۍ ناامنې سيمې له وسله‌والو پاکې کړي، خو وايي، که نوې پوستې او قرارګاوې سقوط کوي، قول اردو به ستونزو سره مخ کړي.

د شمال امنيتي سرچينې اندېښمنې دي چې ښايي د جمعيت او جنبش ګوندونو د دغه پلان او تاکتيک له مخې د فارياب د جمعه بازار، د جوزجان د درزاب، قوش تيپې او د شمال په په بېلابېلو نورو سيمو کې لويې پوستې او قرارګاوې همداسې له جګړې پرته سقوط او د طالبانو لاس ته ولوېږي.

سرخط ورځپاڼه

587 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

4 comments

  1. اختیار Reply

    د لستوني ماران اوس شاماران شوي دي، لستون كي هم نه جاييگي. د حل لياره داده چي د شامار سر پري شي.
    ولسمشره مه بيريژه او شاته نه شي.
    افغانان د وزو وژني دير ليدلي دي. غويان درنه خطا نه شي.
    ملت در سره دي

  2. Shinwari Reply

    له دوی نه خو طالبان ښه دی چه ورته سقوط شی

  3. سلیمان Reply

    دا د ګران افغانستان قسم خوړلي دښمنان ډير فریبکاره او چل باز دي، دوی د خدای پاک نه دومره ویره نلري لکه د طالب نه یې چې لري. هغوی هیڅکله نه غواړي چې د طالب پښې شمال ته اوږدې شي، نو زه پوره یقین لرم چې دوی کوم چال وهلی او دا پوستې یې فریبکارانه خپلو وفادارو کسانو ته د طالب په نوم پریښي تر څو په دولت او نړیوالو فشارراولي. نور ددوی زروال راغلی او عملنامې یې دوی اوخلکو ته معلومې شوي اوپدې پلمو ځانونه د حساب کتاب نه خلاصوي.

  4. حسن Reply

    غم همدا دي چې ټالیب او جمعیت له پخوا یو وو، دا سیاسي لوبې دي ، یو څو ورځې به سره ملګري وي او بیا به بېرته جمعیت ، جنبش او نورې منحوسې او خبیثې ارواوې سره یوځای او د هېواد د تجزيې لپاره به سره متحد شي. خو پاته د نه وي دا لنډپارې به له یوڅه مودې وروسته لکه د ګور چینجي سره وخوري.
    افسوس د دې ښکلي هېواد د باتورو زامنو په حال چې د اسې بېغرته او خبیثه ارواو په لاس کې یو دبل په مقابل کې استعمالیږي.
    خپله هوښیاري له لاسه مه ورکوئ ، پراحساساتو غالب شئ د خپل محبوب ولسمشر په شاوخوا راټول اوپه ټول همت له خپلو ملي ارزښتونو او هېواد نه دفاع وکړئ.
    دا تورې ورېځې به زمونږ د افغانستان له آسمانه لرې شي خو ستاسو باتوري ، شهامت ، غیرت او مېړانه به پاته او په تاریخ کې به ثبت شي.

Leave a Reply to اختیار Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2