Categories

اعلان

Loading…

ډېر لږ شاعران نوې خبرې کوي

ګل رحمن رحماني || 

 د فريد باراني شعر له نوو خبرو او ترکيبونو جوړ دى، ده په ازاد شعر او غزل دواړو کې داسې خبرې کړې چې تقريبا هرڅوک فکر کوي چې مخکې يې نه دي اورېدلې. استاد اسدالله غضنفر د ازادۍ راډيو په ادبي خپرونه (راډيويي مجله) کې چې ټولو ليکوالو ته يې د يوه ادبي بهيرهومره ارزښت درلود. د باراني په دغه ځانګړتيا بحث کړى او دا مرکه يې د ١٣٩٤ کال په سلواغه کې کړې او د مجلې له ارشيف نه مو ليکنۍ بڼې ته اړولې ده چې دلته يې په بشپړ او کټ مټ ډول لوستلى شى. رحماني

د استادغضنفر مقدمه:

په دې خپرونه کې مو له ځوان شاعرفريد باراني سره  چې د شعر په اړه نوي نظرونه لري، مرکه کړې. که څه هم له شاعره غوښتنه کیږي چې نوې خبرې دې وکړي؛ خو په عمل کی وينو چې ډېر لږ شاعران نوې خبرې کوي، د نویو خبرو کول نه یوازې سخته دي، بلکې یو لوی رسک هم ورسره غوټه دی، ځکه نویو خبرو ته اکثره خلک او آن د ادب ماهران ممکن د شک په سترګه وګوري او په اسانه یې منلو ته تیار نه شي.

  فرید باراني چې نوې خبرې کولاى شي، دغه رسک ته غاړه ايښې ده. دغه ځوان شاعر په بادغیس کې زیږېدلی او په هرات کې اوسیدلی دی. نن سبا په کابل کې اوسي، همدلته مو مرکه ورسره کړې.

  د فريد باراني مقدمه: زه د خپلې  شاعرۍ په اړه دومره ویلی شم چې له دوو شیانو اغېزمن شوی یم، یو الهام او بل خپله تاثر دی، هغه اغېز چې د طبعیت له سکون نه نیولی بیا یې تر حرکته، هر څه چې ما لیدلي دي، که ساکن و يا متحرک، زه یې اغیزمن کړی یم، حتی که هغه یو مچ وي چې راغلی زما د خوړو په کاسه ناست دى او له ما سره یو ځای ډوډۍ خوړلې، زه د هغه حرکت ته ځير شوی یم او حرکت مې یې لیدلی دی، همدې خبرې په ما اغېز کړی او زما لپاره شعر لري، یا هم په کوټه کې د یوې پشې حرکت هم ماته شعر لري.

زما لپاره طبعیت که  د سکون یا هم د حرکت حالت کې وي، ټول شعر لري. زه فکر کوم چې زه باید شاعر و اوسم په ځير ورته وګورم، شاعرانه فکر وکړم او ډېر ژور و اوسم.

پوښتنه: باراني صاحب! پخوا د شعر په اړه داسې یو نظر و چې دا موضوع شاعرانه ده او دا نه ده،  ګومان کوم پخوا دا خبره په کلکه هم منلې وه ، عشق د شعر موضوع وه، وصال، هجران، د معشوق د حسن ستاینه، هجوه، مدحه، مرثیه، دا ټول د شعر موضوعات وو، حدود يې لرل؛ خو ستاسو له خبرو دې نتيجې  ته ورسیدم چې شعر ځانګړې موضوع نه لري او ټول ژوند شعر کېدی شي او د شعر په موضوع بدلېدلاى شي، څنګه همداسې څه غواړئ؟

بلکل، په نني عصر کې زه خپله همداسې فکر کوم، کومه  تجربه چې ما ترلاسه کړې، زه فکر کوم دغه موضوعات چې تاسو یې یادونه وکړه، دا هم راتلی شي،  خو په نوي انداز کې؛ خو ژوند د شعر لپاره ډېر څه لري، ، فکري بوختیاوې ډېرې شوي دي، تولید، صنعت، هر څه ډېر شوي، په دې ټولو کې شعر شته دى،  ما یادونه وکړه چې موږ باید شاعرانه ژبه او ژور فکر ولرو، په هغو کې شعر ولټوو او پيدا یې کړو.

پوښتنه: شاغلى باراني، اورېدونکي  که دا خبرې اوري، نو تلوسه به يې هم  ډېره وي چې ستاسې يو شعر واوري چې د خپلو دې نظرياتو په رڼا کې مو څه ويلي دي.

_ياني بايد يو شعر ووايم

_هو، که يو څه ولولى، ښه به وي.

_زما يو ازاد شعر دى، همدا وايم

_ارشاد

خپګان اوږه راکړې

بس ته وايې چې د ستر بابا ادم مړی مې

ان له جنت نه په اوږه کوز کړی

سګرټ مې لاس کې مړ شو

پېچلی دود یې لا هم

زما د ستړۍ خاموشۍ له وجې

په توره شپه کې ورک ګوګرد لټوي
نور به تر څو ټپروم لاسونه

پرې مې ږده پرې مې ږده چې غرق ویده شم

یوې سودا او یو قمار لره مې زړه شوی دی

چپه پښتۍ مې په قران خالي ده

ولې دې لاس راته اوږه کې کېښود؟

پرېږده چې خپل د بخت تندی ازمایم

اه!

یاره کیلي رانه د کلپ د ننه ماته شوله

دا پرېشاني به اوس په چا وپلورم

دلته انسان او بازار

دواړه له خامو وروستو خښتو جوړ دي

غضنفر: ډېر اعلى، دلته انسان او بازار

باراني: دواړه له خامو وروستو خښتو جوړ دي….

خبرې مو نوې وې، دلته انسان او بازار دواړه له خامو ورستو خښتو جوړ دي. زما لپاره مو ټولې جملې نوې وې یو ځای مو ویلي چې چپه پوښتښۍ مو په قران خالي ده په دې پوه نشوم؟

باراني: زه فکر چې دا به یوه اسطوره وي ، عموما د ادم او حوا خبره چې په اسلامي ټولنه کې شته ده،  دا په اسلام کې نشته، په قران کريم کې حتى د حوا نوم یو ځل هم نه دی راغلی، خو دا اسطوري له تورات یا یهودیت نه  راغلي، هغه وخت کې کله چې یهودان مسلمان کېدل، دا اسطورې به یې راوړلې او په مسلمانانو کې خپرې شولې، خو دا اسطوره زموږ په ټولنه کې عامه ده، زه به هم اړ شوى وم چې شعر کې مې راوړې وي.

استاد غضنفر: هغه حقیقت چې په تاریخ او ساينس  کې دی او هغه حقیقت چې په شعر او هنر کې دی، توپيرسره  لري، موږ په هغې بحث نه کوو، ستاسو منظور دا دی چې د خلقت په باره کې له موجودو روایتونو او افسانو سره سم  حد اقل زموږ په دې اسلامي حوزو کې يا سامي حوزه کې، دلته وايي چې بي بي حوا د ادم (ع) له چپې پوښتۍ پیدا شوه، نو ته وايې چې له چپې پښتۍ پيدا شوه، هغه چپه پوښتۍ اوس خالي ده، همداسې څه وايى؟

باراني: همداسې يو څه مې انځور کړي دي، هو.

استاد غضنفر: کېداى سى يو بل څه هم راته ولولې؟

باراني : سمه ده

دلته د شپو په تن کې

د یوه ستړې زړه غوغا ویده ده

زه لا د خونې د کړکۍ سره خواله کومه

سکوت سندرې وایي

لانده کالې مې د تناب په سر ګډیږي راته

تیارې مې غېږ کې نیسي

د تاک له ذهن نه پيالې تشېږي

ونې شیدې کوي او پسونه ورته پاڼې شلوي

زما د لاس تیږه اوبو ته لویږي

سپوږمۍ خوځېږي، د دنیا په یوه بل سر کې

ګرمي ډېرېږي او ستا زړه ډوبېږي

استاد غضنفر: ډېر عالي، ډېر عالي، دې نظم نوم درلود ؟

باراني: نوم مې متاسفانه نه دی ورته ټاکلی .

استاد غضنفر: څنګه؟ يو غزل وي، له پخوا دا رواج و که غزل نوم هم  ونه لري، پروا نه کوي، نظمونه څنګه، نوم بايد ولري که نه؟

باراني: زه فکر کوم چې ويې لري ښه دى، خو زما نظمونه يې نه لري.

استاد غضنفر: نوم خو داسې نقطه وي چې نظم تمرکز پرې پیدا کوي، لوستونکي ته وايي چې زما موضوع له دغه محوره را چورلي، څنګه  له لوستونکي سره يا اورېدونکي سره يو کمک نه کېږي؟

باراني: ښه وي، ما مخکې يادونه وکړه، چې د نظم لپاره عموما نوم ښه دى چې ويې ټاکي، خو زه د خپل شعر او نظم تر يوه ټکي لاندې نه شم را ټولولى چې ټول شعر دې په کې را غونډ شي، دا کار نه شم کولى، شايد نور شاعران يې وکولى شي.

استاد غضنفر: په شلمه پیړۍ کې د ادبیاتو په اړه د فورمولیږم په اړه یوې نوې نظریه ده، د دې نظریې یوه مهمه خبره د ژبې ماتېدا ده، یانې شاعر هغه څوک دی چې خبره نا اشنا کوي، که زه ووایم چې یخني مې کیږي، ژمی دی، دا جمله اشنا ده او که ووایم چې مثلا د ژمي یخني کیږي، نا اشنا خبره ده،  په دې جمله بیا د شعر کېدلو چانس شته، دوى دا خبره کوي، ستاسې ټولې جملې چې دي، نا اشنا شوې دي، تاسې جملې هغسې نه استعمالوى څنګه چې عادي حالت لري، څنګه دغسې طرز مو د فورمالېستو نظريو ته په پام سره خوښ کړى دى او که نه خپل طبعيت دې همدا درته وايي؟

باراني : دغه اصطلاح چې تاسې وکاروله، يادونه مو ترې وکړه، ما د لومړي ځل لپاره واورېدله، ما فقط مطالعه کړېده، هغه که  د فلسفې او کیهان پيژندنې په اړه ده، که د علومو په اړه وه، يا که شعر کې وه، زه فکر کوم دا به دهماغه مسايلو تاثر وي، ما دلته په هغه شعر کې چې مخکې مې ولوستى، يادونه کړېده چې:

سپوږمۍ خوځېږي د دنیا په یوه بل سرکې

ګرمي ډېرېږي او ستا زړه ډوبیږي

په کوانتوم فزيک او ټوله کې په معاصر فریک کې یوه مسئله ده چې هغه ته پروانه يي اثر وايي، پروانه يي اثر خپله د دې یادونه کوي که چېرته کابل کې احتمالا یوه مرغۍ والوزي ،امکان لري د همدې الوت له امله په امریکا یا واشنګتن کې یوه زلزله ،یا توپان رامنځته شي. دوی وايي چې په عموما په طبعیت کې ټولې پیښې یو له بل سره اړوندې دي، ما خپله دا اثر لوستی و او  د فزیک د مطالعي تاثير و چې ماته يې الهام راکړى او هم يې تاثير و چې دغه موضوع مې په يوه ډول شعر کې ځاى پر ځاى کړې ده.

استاد غضنفر: دا د کانتوم فزیک اثر وبولو که زموږ پخوانۍ شاعرۍ کې داسې تمایل ډېر دی چې انسان او کاینات ټول، بلکې سره یو بولو. ای عبدالرحمانه جهان ټول عبدلرحمان دی. نو که ټول جهان عبدالرحمن وي د دنیا په بل کونج چې مرغۍ والوځي، عبدالرحمن باید متاثر شي ځکه چې دا واحده سلسله ده وحدت په کې دی، داسې تعبیر نشو کولی ؟

باراني : دلته چې ما څه راوستي وه، هغه څه و، په فزيک کې مې لوستي و.

پاى

91 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *