Categories

اعلان

Loading…

د نا اشنا خبرو شاعر | ګل رحمن رحمانی

   که له یوې خوا دا خبره کېږي چې شاعر د کلمو د لښکر بې تاجه پاچا دی او د خپلې ژبې هر ډول کلمې او لفظونه يې په لاس کې ویلي کېږي او په خپل زړه ترې هر څه جوړولی شي، خو بلې خواته بیا دا خبره هم کېږي چې شاعر د کلمو غلام دی او له ځانګړو کلمو ها خواته قدم اېښودل ترې خپل شاعرانه هویت اخلي.

 په دې حساب فرید باراني داسې شاعر دی چې ښايي لومړۍ خبره يې تر ډېره حده په اړه صدق وکړي. هغه د ځانګړو کلمو له غلامۍ ځان خلاص کړی، ازاد نظمونه او شعرونه يې له نوو خبرو او خيالونو مالامال دی.  دی په شاعرۍ کې ازادۍ ته حتی تر دې حده ژمن دی چې خپلو ازادو شعرونو ته نوم هم نه ورکوي، ځکه چې نوم هم ډېر ځله له شاعر غواړي چې د ټاکلي نوم په محتوا کې دې خپل ټول شعر وړاندې کړي چې دا کار د هغه له پاره یو ډول محدودیت رامنځته کوي.

 ما یو وخت دده شاعرۍ ته د انځورو زرین البم نوم ورکړی و، هغه وخت يې تر ډېره تصویرونو ته ځير وم، خو په خپله نوې شاعرۍ کې يې تر ډېره پورې نوې خبرې را باندې ولوستې. ځینو يې بیخي جادويي او وېروونکې ترکیب درلود. لکه څوک چې د لومړي ځل لپاره یوه نوي ښار يا کلي ته ننوځي او هرڅه ورته نا اشنا خو ډېر جالب وي.

په دې اړه به خپلې خبرې (د سکوت سندرې وايي) ټولګې له شعرونو په ځینو بېلګو وغځوم:

یوازې ته نشته یې

او په دې نشته کې دې

ما د کیهان او فلسفې ته سوالیه اېښې ده؟

ماته به اوس ستا د معراج د سفرونو لګښت څوک راکوي؟

او په دې نشته کې دې، سوالیه اېښې ده، د معراج د سفرونو لګښت او په ټوله کې دغه سوالیه او ترکیب بیخي نوي دي، ځواب موندل يې هم لوستونکی په لا نورو نوو ماناګانو او خبرو اړوي.

بله بېلګه:

ته رانه ځې

او په پخلي باندې مې

د دنیا اور او اوبه

ټولې کاسې او حتی ټول دیګونه

کټ کټ خندا کوي، ملنډې وهي

په پخلي پورې خندا په عامه محاوره یا ټولنیز ژوند کې مروجه ده، ښايي نوی والی  او نا اشنايي ونه لري، خو کله چې په پخلي پورې خپله اړوند یا اړین توکي لکه اور، اوبه، کاسې او دېګونه وخاندي، موږ د خندا پر ځای په خپله حیران او حیرت کې ورکېږو، د شاعر نوښت ته مو پام اوړي.

حسن امیزي او پاراډاکسي خاصیتونه د باراني په شعر کې په پراخه اندازه وجود لري، خو په ټولو کې بیا هم شاعر بېل لاری پاتې شوی او د نوښت لارې يې نه ده پرېښې.

لانده کالې مې د تناب په سر ګډیږي راته

تیارې مې غېږ کې نیسي

د تاک له ذهن نه پيالې تشېږي

ونې شیدې کوي او پسونه ورته پاڼې شلوي

زما د لاس تیږه اوبو ته لویږي

 ددې تر څنګ شاعر تر ډېره د ماضي پر ځای راته د حال او يو څه  د راتلونکې خبرې کوي، زموږ ډېر شاعران له اوسني حالت نه شکایت لري، په وطن کې روان ناورین يې روح او روان ځپلی، خو دغه تريخ حالت يې نه دی انځور کړی. باراني وايي:

که حالت وغځېږي

زمونږ خیاطان به بیا له سره څخه

دا د محشر په وينو سور

دا ګنهکار او بې ګناه ملت ته

سپېن کفنونه ګنډي

بیا به په هر کلي

په هر ښار کې سلګونه کسان

سلګونو نورو ته قبرونه کېني

خدای مکړه دا ځلي به

زمونږ له کورونو نه د مړو هدېرې زیاتېږي

ښه ده چې زه د افغانانو دې بې شرمه تاريخ

دېرش کاله وړاندي دې دنیا ته راویستلی نه یم

یا هم دا بېلګه:

تر زنګنو د خپل لحد په هدیره کې خښ یم

ستونی مې ډک دی د فریاد له چیغو

هرڅوک د خپل حال په شېبو کې ورک دی

څوک مې د سوي زړه فریاد نه اوري

چې ورته ولولم د خوب تعبیر

زړه بي بي مې هم د خوب او د تعبیر نه مخکې

د بې پیلوټه الوتکو په بمبار کې مړه شوه

که ووایم چې باراني ځان خوښی و، نو موخه مې دا نه ده چې هغه په ځان مین و، انزوا کې يې ژوند خوښېده، بلکې هغه خپلو ډېرو پوښتنو ته په یوازېتوب او اوږده چوپتیا کې ځوابونه موندل، ددغه لټون تر څنګ به يې خپل حالت هم په شعر کې انځوراوه او ډېر وختونه به يې محصول يو ښکلى او حيرانوونکى شعر و، زه به چې ډېر ځله د هغه بې کړکۍ کوچنۍ خونې ته ورغلم، دېوال ته به يې ډډه وهلې وه، کمپيوټر به يې مخې ته روښانه پاتې و، ما به فکر وکړ چې ويده شوى، خو غږ به يې وکړ، راځه، وګوره، څه مې ليکلي؟ دی وايي:

یوازي ناست یمه په خپل اتاق کي

زه

کمپیوټر مې

د اتاق بې ګڼه ګوڼې چوپتیا

ښکلي څېرې ته دي شعرونه لیکم

دا ډول بېلګې او نا اشنا خبرې د فرید په شاعرۍ کې بيخې ډېرې دي، حتی ویلی شم چې د هغه شعر ټول یوه نا اشنا نړۍ ده چې نوې خبرې او کلمې په کې کارته پورته کېږي، خو داسې نړۍ چې په بیا بیا ورتګ او ننداره ارزي.

له دې ټولو راته څرګندېږي چې شاعر د ژوند ډېرې عادي او د ځینو په نظر کم ارزښته شېبې هم شاعرانه کړې دي، یا په بل عبارت د ژوند په هره شېبه کې يې یو ځانګړی او عالی شعر لټولی دی چې دا د سترو او نوښتګرو شاعرانو ځانګړتیا ده.

یو بل ټکی هم چې زه ورته د هغه په وروستیو شعرونو په ځانګړي ډول له هېواده بهر د کډوالۍ پر مهال لیکل شوو شعرونو کې ځير شوم، له خپل مخاطب سره د شاعر یو ډول خدای پاماني ده، ناهيلي نه شم ورته ويلى، وياړلې خداى پاماني ده، لکه يو چا چې خپل ورسپارل شوى ماموريت تر سره کړى وي او بېرته ځي.  مثلا وايي زه به نه وم، مخه ښې ته راغلی یم، چې زه نه یم ته به داسې وې. لکه دا څو بېلګې يې:

شمال د باغ له څانګو څانګو ځینې

زما د هیلو تار تار شوي ګرېوانونه راوړل

بازار زما د افسانو له لاسه خوب نه لري

ته وا د مرګ په دریابونو کې نڅا کومه

ته وا ورکېږمه نور

ته وا اروا مې نور د باغ له پاڼې پاڼې تبسم ځینې کیږدۍ ټولوي

سږکال پروسږ نه دی

چې لمر د غرونو په کنډو ویده کړم، بیرته راشم

یا:

خدازده زما په دې نازک پدرنالت زړه باندې څه وشوله

چې د سړک د ګڼه ګوڼو خوبولې سترګې

لاهم د ښار له رڼا ګانو نه

زما د مرګ پوښتنه کوي

بله بېلګه:

د خپل وجود په شاوخوا ګرځمه

را لویوم دې

غټوم دې

مګر نه پوهېږم

چې زمانه به مو د کومې خځلنۍ په مینځ کې وغورځوي

د یوه بل ازاد شعر وروستۍ برخه يې داسې ده:

ځینې کسان خو به موسکي شي درته

چې ته تراوسه لا زما د شعر په ژبه باندې نه پوهېدې

او ښار به ټول خبر وي

زه به یا ورک یم

شپه او ورځ به مې احوال نه لري

ارتباطات به مې له دې فاني نړۍ سره له سره پرې وي

او یا به هم څوکاله مخ کې

د شېبو سره د جنګ په خاطر

پروت یم تر خاورو لاندې

د هغې توري شېبې حال دې راته اوس ووایه

ته به زما د ستړې ورکې پسې

پر ځمکه څومره ستړي منډې وکړې؟

د قبر سر ته به مې څومره ژاړې؟

يا:

د قبر خوله مې د شعرونو په کتاب وتړئ

چې مې د خاور پر ځاى واخلي ټول مزار غزلې

باراني د بېلابېلوعلومو پراخه مطالعه درلوده، ژبې یې زده کړې وې، طب او انجنیري يې مسلکونه وو، خو ژورناليزم او ادبیات يې د کار ساحه وه، خو تر څنګ يې فلسفه، تصوف، فزیک او بالاخره قران کریم هم په ژوره توګه لوستي وو چې په بېلابېلو شعرونو کې یې اغېزهم لیدلی شو.

کله چې ما ددغه شعري ټولګې د را ټولولو او چاپ نیت وکړ، د هغه څو په شمار نوي شعرونه مې په واک کې وو، خو دده ټول مستعار اکونټونه، ویبپاڼې او خپل ارشیف مې پسې چاڼ کړ، له ۴۰ تر ۵۰ شعرونه مې وموندل چې ښايي کوم یو يې لومړۍ شعرۍ ټولګه (زه د ناکامه تصور په لوري) کې هم راغلی وي.

ددې شعرونو اکثره برخه ازاد شعرونه دي، خو یو څو غزلونه هم لري، دري شعرونه هم په کې شته. په پای کې مې د هغه دوه ژباړل شوي شعرونه او یوه في البدیهه مشاعره هم راوړې ده. ښايي ځینې شعرونه يې په دې ټولګه کې له چاپ پاتې وي، ځکه چې له ډېرو پلټنو وروسته مې هم ونه موندل، خو پوره باور لرم چې ډېر نه دي.

۲۰۱۸، د فبروري۶مه

109 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *