Categories

اعلان

Loading…

سعودي عربستان د افغانستان په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د کنفرانس نېټه اعلان کړه

تاند- د سعودي عربستان حکومت نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې په افغانستان د سولې او ثبات په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو کنفرانس به د جولای په ۱۰ مه او ۱۱(د شوال په ۲۶ او ۲۷) په جده او مکه مکرمه کې جوړ شي.

دا کنفرانس، چې د اسلامي هیوادونو د سرمشریزې او د اسلامي همکارۍ موسسې (OIC) د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د غونډې د پرېکړې پر اساس په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګېدو او د تشدد او سختدریځۍ د نفي کېدو په هدف جوړېږي.

د کنفرانس برخوال به په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د اسلام له نظره بحث وکړي او ممکن د افغانستان روانه جګړه ناروا او غیرشرعي اعلان کړي.

سږ کال په اندونیزیا کې هم د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا دیني عالمانو د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

35 total views, 4 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. dawud Reply

    د خلاصه کیدانی، قدوری او منیې ډاکټران او متخصصین نه شي قانع کولای او نه به یې ومني، ځکه چې د دوی عملي سویه تر نړیوالو علماوو څو چنده لوړه ده

  2. سلیم Reply

    هی هی ارمان چې موږ به څه وخت سړي زامن کیږو، د کورګډې مفکورې و دکورورانو ملایانو د کولمو بخار
    پرځای خپل عقل ته کینو چې څه مو په ګټه او څه مو په زیان دي

    له موږځناورو پرته ټول ملتونه له (عقل خان) کار اخلي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *