Categories

اعلان

Loading…

سردار جي | هیله پسرلی 

د ۱۳۵۱ کال د حمل په ۲۴ مه په زرګونو سیکان ښاد او ډاډه د سلطان پور د باغ په خوا روان ول. په هغه ورځ د جلال اباد سړکونه له سکانو ډک وو. دوی د وطن له هرې خوا را ټول شوي وو چې خپل مذهبي جشن ویساک ولمانځي.

یو ګلپوښه موټر په کراره روان و. په دې موټر کې د سیکانو مذهبي کتاب  ګرنت لیږدول کېده. راچاپېرو خلکو پرې ګلونه شیندل. د موټر مخکې ته  څو تنه روحانیون لوڅې پښې روان ول. دوی سپینې جامې اغوستې وې. شنې لونګۍ یې په سر وې او مذهبي ترانې یې ویلې. د دوی په مخکې بیا د موسقي پلي ډله وه. لاریوني له یو څه مزله وروسته  په موټرونو کې سپاره شول.

کله  چې د سلطان پور باغ ته ورسیدل، پیاده شول. دوو تنو سپین ږیرو ګرنت په سر کیښود او راغلي کسان له اتڼونو، رقصونو، ترانو، چوب بازیو او موسیقي سره د  درمسال په خوا روان شول. هلته یې بیا د دعا مراسم شروع کړل. ګرنت ۱۴۳۰ مخه دی او لوستل یې ۴۸ ساعته غواړي. په دې مراسمو کې هر څوک ګډون کولای شي. سیکانو مخکې تر مخکې په باغ کې خیمې درولې وې او په یوه کونج کې یې لوی پخلنځی جوړ و. هلته  یې وریځې، دال، ترکاري او وچه ډوډۍ پخوله او په ټولو یې ویشله.

کوچینیانو د خپل کلچر په غیږ کې ارامه ساه اخیسته. هغوی چې نوې دنیا ته راغلي وو د ویساک دویمې ورځې ته او خپلو نومونو ته انتظار ول.

دا خبرې مې د  ۱۳۵۱کال د ژوندون مجلې په پینځمه ګڼه کې لوستې وې. دې مجلې د ویساک په هکله اوږد راپور خپور کړی و چې داسې پیلیده: سږ کال د ویساک په مراسمو کې پينځه ویشت زرو کسانو ګډون وکړ.

د پاسنیو کرښو له لوستو وروسته مو ښايي په ننګرهار کې پر سیکانو وروستۍ حمله سترګو ته ودریږي او ووایاست جنګه ورک شې. د وحشي جګړې منګولې چې هر چیرته رسیدلي غم یې پریښی او بس. جنګ لوی غم دی  خو خدای مه کړه دومره پکې ډوب شو چې ښه ارزښتونه مو له یاده ووځي.

د سرطان څوارلسمه، کابل

10 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *