Categories

اعلان

Loading…

لنډۍ زموږ د ژوند رڼه هینداره

اسدالله بلهار جلالزی ||

لنډۍ د پښتو د فلکلور یوه برخه   

دا حقیقت له هیچا څخه هم پټ نه دی چې لنډۍ دپښتو ادب ترټولوشتمن شعر دی.اودفلکلور زیاته برخه په همدې شعر کې بیان شوی. لنډۍ زموږ په ادب کې هم تاریخ بیانوي او هم زموږ داجتماعي ژوندانه بیلابیل اړخونه راته روښانه کوي.خوکله چې موږ غواړو دلنډیو په اړه څه ووایو نولازمه ده چې  لومړی دفولكلوردكلمې په هكله رڼا واچوو. اوپدې وپوهیږو.چې داکلمه څه وخت اوڅنګه راپیدا شوه.

دغه كليمه دلومړي ځل لپاره په نولسمه پېړۍ كې دانګليستان پېژندل شوي تاريخ ليكونكي اوبشرپيژندونكي ((ويليام جې توماس)) په (۱۸۶۳م) كال كې وكاروه ، له نوروسرچينوڅخه داسې څرګنديږي چې (۱۸۸۵م) كال كې (امبروازرتن) هم دغه اصطلاح كارولې ، دفولكلورلومړنۍ ټولنه په (۱۸۷۸م) كال جوړه شوه . همدا ډول په (۱۸۸۶) كال كې په فرانسه كې دملوزين په نوم لومړنۍ فولكلوري مجله خپره شوه اوپه (۱۸۸۶م) كال كې دفولكلورنړيواله كنګره جوړه شوه ، دفولكلوردكليمې په باب له ټولې تاريخچې، څخه به تيرشواودلته به دفولكلوردكليمې دلغوى مانااوتعريف په باب دپوهانو نظريې له دوو تورو(فولك)او (لور) څخه جوړه شوې ده، چې (فولك)دپرګنو،او(لور) دپوهې په ماناده،له همدې امله ورته دخلكو،د دودونوانګيرنو رسمونو، رواجونو،ادبياتو،كيسواووګړنيزوتصنيفونودعلم په توګه ګڼل كيږي ،د(سن تيو)دتعريف له مخې فولكلورپه پرمختللواومتمدنوهيوادونوكې دعامو خلكو ژونداو ادبيات ترمطالعه لاندې نيسي، خودعوامودادبياتوپه مقابل كې ،رسمې او استادانه كلتور هم موجود دى چې دهمدې رسمي او استادانه كلتور اصلي سرچينې همدا عاميانه كلتور جوړوي ، زموږپه هيواد كې دمعاصر ادب له غوړيدوسره په يوه مهال دفولكلورپه هكله ليكنې وشوې چې همدې ليكنودرسمي كلتور په بشپړيدوكې هم دپام وړ ونډه درلوده كه موږ دفولكلور دتوري لپاره په خپله ژبه كې دفولكلورته ورته مفهوم اوماناته يې نږدې توري كاروومجبور يوچې ورته دخلكودخبرتياوو، ټولګه، پرګنيز معلومات ولسي پوهه ،ولسي كلتور، دعواموپوهه اوداسې نور توري كارولاى شو.(سې اس برن) د فولكلورڅه شى دى،ترسرليك لاندې مقاله كې لېكي ،فولكلورپه حقيقت كې داومي انسان دنړۍ ليداو ارواح پيژندنې،دينى فلسفي،پوهي،ټولنيزو بنسټونو جشنونو او مراسمو، شعرونواو ترانو،عاميانه انګينواو شفاحي ادبياتويو ډول دى، كه چيرته موږ دفولكلورپه باب خپلې ليكنې ته پسې دوام وركړوزماپه اند چې دا اوږد بحث به پاى ته ونه رسيږي ځكه چې په حقيقت كې د ادب تومنه له همدې بډايه زېرمې څخه بشپړه شوېده ، دفولكلورلغوي ماناته په پام سره په دغه كليمې كې هغه پوهه نغښتې ده چې ديوې ټولنې دوديز اړخونه ترڅيړنې لاندې نيسي، نوله همدې كبله هم نشو كولاى چې په دغې لنډه ليكنه كې ديوې ټولنې ټول دوديزاړخونه وڅيړو،هره ټولنه بيلابيل،رسمونه رواجونه،دودونه اوعنعنات لري موږ پدې ليكنه كې دغزني دځينوسيمودخلكوپه دودونواو رواجونودرسره وغږيږو.دخلكوګروهنې اوانګيرنې دانګيرونوپه هكله ګروهنې يوپوه وايي: (( انګيرنې هغه جملې او پديدې دي چې په هغوكې دعلت اومعلول ترمنځ كومه علمي اړيكه موجوده نه وي. او زياتره منفي ،غيرمنطقي اونامطلوبه وي همداراز په بل ځاى كې وايي، انګيرنې هغه عقيدې دي چې په منطقي دلايلوعيني واقيعتونوعلمي معلوماتواو اسنادوباندې ولاړې نه وي اوبې له دې چې عيني،حقيقي،منطقي اوعلمي اساس اوبنست ولري ، دې وهم ، ډار، وېرې اوخطر سره مل وي ځينې وخت ورسره دخوښۍ احساس هم پيداكيږي.

كه څه هم انګيرنې كومه حقيقي،عيني منطقي اوعلمي اساس نه لري خوبياهم دې پاتووګړوپه منځ كې ورته په درنه سترګه كتل كيږي.هره ټولنه اوهر قوم بيلابيل خصوصيات لري اودهغووئ دځانګړنوپه پيژندلوسره يې ترمنځ كله ناكله ډيرزيات توپيراوبيل والۍ هم پيداكيږي اوكله ناكله بیا ډيرزيات نږدې والی اویووالي هم پيداكيږي اوكله كله پياداسې هم پيښه وي چې دغه خصوصيات اوځانګړنې د ډيروليروپرتوسيموخلك هم سره نږدې كوي. اوهم يي سره لیري کوي.

په هرحال موږپه فولكلورخبرې كوو، او د هغه څه په اړوندغږيږو كوم چې په ټولنه اوقام كې د ډيردرنښت او قدر وړ دى. كه رښتياوايوفولكلورديوه قام دژوند،كړو وړو،عقايدو،منلواونامنلوافكاروپه هكله انځورباسي اوهغه ځليدونكي اوصافه هينداره ده چې دقام هرڅه پكې ليدلاي شو، زما په انددهرملت اوقام دژوندپه هكله دمعلوماتودحاصلولولپاره لازمه ده چې دقام فولكلوري ادب

وڅيړل او وكتل شي ځكه د معلوماتودحاصلولولپاره لازمه ده چې د قام فولكلوري ادب وڅيړل اووكتل

شي ځكه فولكلورهغه رښتنې تاريخ دى كوم چې دخلكوله عقايدو،كړو،وړواو افكاروڅخه بحث كوي،كه چيرته موږ غواړوچې ديوقام له فولكلورڅخه بشپړ معلومات ولروموږ بايد دخپل فولكلوري ادب ،تاريخي مطالعه اوڅيړنې ته اهميت وركړواو هم ورته زيات كاروكړواوځان پرې وپوهوو ځكه پوهان وايي كه تاريخ موږ ته ديوه ملت وجودراپه ګوته كوي خوفولكلوربيادهغه ملت له روح سره موږ اشناكوي كه چېرته موږ نن دخپل افغانیكلتور رسم اورواج دودونواوكږنوانګيرنو تاريخ ته په ځيرسره وګورو وينوچې پدغوپاڼوكې دپرون هرڅه ترسترګوكيږي اودا راته جوتيږي چې په تېروخت كې دټولنيز ژوندانه طريقه څه ډول وه همدا تاريخي پاڼې موږد دوي له هرڅه څخه خبرولای شي ديوه قام فولكلور دهغه قام دكركېښ تهذيب تمدن، كړو وړو،ناستې ولاړې كړونو، ادب هینداره ده.زموږپه پښتني فولکلوریک ادب کې ډیرڅه په معناداروکلیموکې بیان شوي.په تیر بیا زموږد لنډیو،سروکو،سندرو،برخه، دژوند دټولواړخونوبشپړه ترجماني  اوانځورګري كوي

د لنډیو هندسی جوړښت.

لکه چې روښانه ده لنډۍ په پښتو شاعري کې تر ټولو کوچنی شعری فورم اوچوکاټ دی. خوپه عین حال کې بیا دمعنا قوت اوپیغام رسولو په برخه کې نه داچې په پښتوشاعري بلکې په نړیواله شاعري او ادب کې يي ساری نه شو لیدلای اونه هم ترسترګوشوی دی.دلنډې کمال ،مهارت دادی چې په تولیز ډول په دوه ویشتو څپو یا دوو مسرو کې ډیر دروند مانیز بار او ښکلا ته اوږه ورکوي.

اولیږدوي يي. دلنډۍ لومړنۍ مسرۍ ۹ او دویمه هغه يي ۱۳ څپي لري،لنډۍ قافیه نه لري،خو ددویمي مسري په پای کې یو موسیقی لرونکي یا اهنګینه کلمه لري، چې دلنډۍ تول اهنګ بشپړوي.هره لنډۍ دزور(ه) په واول پای ته رسیدلي وي. او چیرته يي په پای کې دا زور (ه) رانه شي نو اهنګ يي نیمګړی پاته کیږي. لنډې دپښتو ژبې دفونولوزیکې غږیز جوړښت تابع ده او دهغې پر اساس جوړیږی.استاد محمداسمعیل یون په خپل کتاب (دپښتوشعر هندسی جوړښت )کې زیاتوي په نورو ژبوکې ددې ډول شعر البته په همدې وزن اواهنګ څرک لیدل  شوی نه دی او نه نوروژبو ته دلنډۍ په ژباړه کې ددې اهنګ ساتل شویدی. هغه وايي په ټولو لنډیو باندې یو قانون دتطبیق  وړ دی. یعنی دا چې دهرې لنډۍ لومړۍ مسره باید حتمي ۹ او دویمه يي ۱۳ څپی وی دهرې لنډۍ دلومړۍ مسرې څلورمه او اتمه څپه او

د دویمي مسري څلورمه اتمه  اودولسمه څپه ،خجنه وی .خو په دې نابرابرو مسریوکې چې زموږ دوطن غرونو، درو، تړو، پرښو، کمرونو اودښتو بیابانونو، کږو وږولارو، کلیو اوبانډو راهستولي دي د انسان دژوند میني او هستۍ حیرانوونکي ښکلا اوشایست پروت دی،ساده ښکلا،رښتني ښکلا، له تیارواوګړنګونو نه خالي ښکلا ،سپیڅلي اوځلانده ښکلا دعشق ښکلا او داناویلو رازونو ښکلا او دانسان دپاک زړه ښکلا لیدای شو.دفلکولوري اثارو دغه ډول اختصار طرافت دلفظ اوفورم نفاست او داصلي مفکوري دبیان او داد پوره اوسم قدرت لري.پښتانه ځلمیان اوپیغلي چې دمیني لومړی څرک حس اودرک کاندې.نو دمیني تپاک لومړی ځل دلنډیو په ویلو ماتوي.اوخپل ځان په زیاتي رښتینولۍ سره دغو ولسي سندرو ته تسلیموي.لکه په دې لنډۍ کې چې یوه پیغله خپله مینه اولومړی ملاقات داسي انځوروی.

زمالالی سنګ پاروس دی

که ورپه غاړه شم د سرو زرو به شینه

لنډۍ د ولس هنر دی، دا هنر داسې مثال لري لکه بله ډیوه چې ځای يي معلوم نه وي.چې چیرې ده اوخت يي معلوم نه وی چې له کله راهیسي روښانه کړل شوې.خوپښتانه نسلونه يي له پیړیوپیړو راهیسي یو بل ته سپارې.

 اویا لکه په دې لنډۍ  کې

امانتي مې ګورکې کیږدئ

که یار خبر شي مابه خپل وطن ته وړینه

یادونه باید وکړو چې د دې لنډۍ څپیزـخجیزـ جوړښت داسي دی.

U_UUU_UUU

U_UUU_UUU_UUU

۱۱

 له مانیز پلوه لنډۍ پربیلابیلو ډولونو ویشل کیدی شي.دپښتني ټولنې دژوندانه دهر اړخ انځور په کې لیدل کیږي. یوه خبره هغه همدا چې دبڼي اوجوړښت له مخي لنډۍ همدا یوټاکلی شکل لري.لنډۍ ته ټکۍ، مسرۍ،ټپه،اواز،بدله اوسندره هم وايې چې دامختلف نومونه دبیلابیلوسمیو اوځایونوپه اعتبار دی.یعنی داچې دپښتنوپه یوه سیمه کې ورته لنډۍ اوپه بله کې ټپه وايي اوکله چې لنډۍ په سروکواویانیمکیو کې راشي نوبیا په دغسي حالت کې ورته ټیکۍ وايي.فولکلوریستان وايي: په سندروکې لنډۍ اوپه نثرونو کې نقل(نکل) دملی اثاروترټولوزیات مشهور ډولونه دي دلنډیو څوبیلګي

جانانه راشه ځان اوبه کړه

زما په زنه خولې ډنډ ولاړې دینه

**************

زما به ته یادیږي یاره

که دجنت په منارو ولاړه یمه

************

ولي به نه زاړم عالمه

ترګل نازک جانان مې خاورو ته ورځیني

*************

مساپر ته شوي زیړه زه شوم

خویندو دوخوړم په ډیرو منتونه

***********

زما دلیری وطن یاره

دیدن له باد سره شامل کړه چې راځینه

************

چیرته سړی ولاړ دی

ساړه ساړه اسویلی کړې باد یی راوړینه

*************

په ملا نرۍ په ولیو کوړنګي

دسپیني خولې خریدار راغلي دینه

***********

که دیدن کړې تلوار راوکړه

دنړیدلي پاڼ په زۍ  ولاړه یمه

*********

لنډۍ ترټولو خوږ اومفهوم لرونکی شعر

لنډۍ دپښتوژبی اوپه پښتو ادب کې هغه خوندور او له معنا ډک شعردی .چې په دوه فرده کې ډیر عالی مفاهم خوندې کولای شی.که څه دلنډیو ویونکي معلوم نه دي.او دملي ادبي پانګې برخه جوړوي.خو له ډیرې پخوا زماني راهیسي زموږ دولس دژوند  زرین او ګرانبیه بڅري په لنډیو کې چڼ شوی اوصیقل شوی. له همدې امله په پښتني ټولنه او ادب کې دسروزرو په څیر ارزښت هم لري.خوله دې حقیقته هم سترګي نه شو پټولای چې زیاتره يي دښځواوپیغلو له خوا ویل:شوي. اوددوئ دنازکواولطیفواحساساتو محصول يي ګڼلای شو اودي.چې تاثیر اواغیزه يې هم زیاته ده. په لنډیو کې داولس احساسات، دردونه،اوغمونه په ژوندي اوطبیعی ډول منعکس شوي.په دوئ کې دعشقي پاریدنو (هیجاناتو) له قهره ډکې غندني ټوکې ،ټکالي اوخورا ژورفلسفي افکار پراته دي.دشهیدانواودازادی دلارې د سرتیرو ستایني پکې زیاتي دي او دهغوو غندنه هم پکې لیدله کیږي چې دښمن ته دګر خوشی کوي.که هرڅومره ژور اوفلسفي فکر وی په یوه لنډۍ کې رانغښتل کیدای اوتمامیدای شی.چې بلې لنډۍ ته اړتیا نه پیدا کیږي. په همدې اساس هر لنډۍ ځانته مفهوم او ځانته شعر دی.ترکومه چې روښانه ده لنډۍ په نورو ژبوکې نشته .دایوازې اویوازې دپښتنوخاصه اومال دی.نوله همدې امله پکې هر رازعشقي،ټولنیز،فلسفي،حماسي،اومذهبي مضمون لیدل کیږي. داهم څرګنده خبره ده چې لنډۍ دپښتنو په سیمه کې وویل شي نوبلې سیمې ته ژرځي اولکه مهاجره مرغۍ یا کوچیان په یوه ځای نه پاته کیږي.له یوې سیني بلې ته انتقالیږي موږ مخکې هم وویل چې لنډۍ دولس هنر دی.داچې دولس مال دې نوځکه هم سوچه،کره اوله هرډول مصنوعی لاس وهنو څخه په امن کې هم دی.

لنډۍ دولسونو د ذهنیت، کلتور، او تمدن هنداره او د هغو ودذهني اوبهرنیوشرایطو،تصوراتو،اجتماعی روابطو اوهر ډول ګډوخصوصیاتو انعکاس دۍ.لنډې دبشري افکارواوتجربوزیرمه چې په زرګونو کلونو کې دلنډیو په زریعه راټوله شوي. اوله نیکه مرغه په قالبي اوخوږوالفاظوکې خوندې اوساتل شوي ده.داولس فکر،هوشیاري،ملی تاریخ،ټولنیزجوړښت،ژوند،جهانبیني،کړه وړه اوعادتونه په لنډیو کې په ښکاره اوقوي ډول څرګند شوي دي.پښتو ژبه چې له بارکیو اواستعاروڅخه ډکه ده دلنډیو خوايي خورا غني اوبډایه ده. دپښتون چاپیریال اوژوند زیاتره اوکه ووایوټولې پیښي په لنډیو اوسندرو کې ځای شوي دي.لکه چې دژوندپیښې اوړیکې زیاتي دي. همداسې دلنډیوډولونه هم بې شماره دي. دلته هم دبیلګې له پاره څوبیلابیلې لنډۍ وړاندې

لومړي دمیني لنډۍ چې یوه پښتنه يي دخپل مین دښخیدوپه مهال له ساندو سره یوځای وايي:

مین پرلوړه غونډۍ کیږدئ

چې پسرلي شي دی به ګل راوخیژینه

اویا هم له منیي څخه دنه انکار په وخت کې وايي:

مینه یم منکره نه یم

که شینکی خال مې دچړو په څوکووړینه

اویا هم دا

مین له هیڅ شي نه ویریږي

تیره خنجرپه سترګو ویني پرې ورځینه

اویا هم کله چې یوځلمي دمساپرې په نیت له کوره وځي اوخپله معشوقه په کورکې پریږدي نو دبیلاوالي اوهجران په دغه وخت کې  يي معشوقه چې زیاته خپه ده وايي

تادسفرڅپلۍ په پښوکړې

دزیړوګلووباغ په چا سپارې مینه

دسفر اوتګ وخت خورا سخت وي خو مین يي دهغې دډاډیني په خاطرپه ځواب کې ورته وايي:

ما دسفر موزې پښوکړې

دزیړو ګلووباغ په خدای سپارم مینه

اویاهم کله چې زموږکوچیان وروڼه چې زیاتره وخت يي په سفرونو تیریږي. له یوه ځایه بل ته کوچ کوي.لیږدي. او ټول عمر يي په همدې سفرونو کې وخوړ شي.له دې سفرونو زیاتې خاطرې لري اوداخاطرې تر ډیره په لنډیو کې خوندې .سفرله دې سره سره چې تریخ هم دی خوځیني ښیګنې هم بیاله ځانه سره     لري.دښکلوسیمو،غرونو،درو،دښتو،بیدیاوو،سیندونو اونیزونوسیل اوننداره کوي.نوځکه خو یوه پیغله خپلې مور ته وايي:

مورې کوچیانو ته مې ورکړه

چې تور پیکی مې دهلمند شمال وهینه

اویادا

موري کوچیانوته مې ورکړه

کنډک کنډک مستي به خورم مزي به شمه

اویا

سبابه بیاکډې باریږي

په زنګنو به ماتوو ژیړې ګلونه

ما دکوچی ترعمره ځار کړې

دپیشمی اوريي بلیږي دوۍ ترې ځینه

اویاهم کله چې یوې بوډۍ اوعمر خوړلې ته دخپل پیغلتوب شپي ورځي وریادې شي.نو پسي ارمانونه کوي. ژاړې او دهغووشپوورځو یادونه په یوه لنډې کې داسې را اخلي.

چې پیغلتوب مې راپه یاد شي

لکه وړه لیلا په لاره وژاړمه

چې پیغلتوب مې راپه زړه شي

دبیغلتوب قدر په سپین سر کې کومه اویاهم کله چې یوځوان جګړې ته روان وي.له دین وطن اوناموس څخه ددفاع سنګر ته ځان رسوي نو معشوقه يي ورته وايي:

چې جنګ ته ځي خولګۍ مې واخله

چې تږی نه شي دجګړې په میدانونه

اویادا

چې جنګ ته ځي ما درسره کړه

تشي ګولۍ به دې په جنګ کې ډکومه

اویاهم کله چې داشنا له ناکردو اوبې وفايي اوجفا خبره کیږي. په نیمه لاره کې دمیني اومحبت سفر ته دپای ټکي کیږدي نو په داسې وخت کې ورته وايي:چې نورزور خو نه

لرم خو داخیرت په ورځ به ستاله لاسه لوی الله ته شکایت کوم

په اخیرت چې خدای قاضی وي

داستاله لاسه به فریاد هالته کومه

چې خدای قاضی شي میزان راشي

ستا دجفاکاغذ به هالته غوړومه

اویاهم کله چې طبیب دمین په رنځ پوه نه شي درملنه يي یوازې داوې چې که تر معشوقي ورسیږی نو روغ به شی کنه نودطبیب منډې ترړي هسي دوخت ضایعه کیدل دي اوبس

چې په مرض مې نه پوهیږي

طبیبه مه ګوره زما دلاس رګونه

اویاهم کله چې خپل مین ته وايي راشه اودیدن وکړه.

په سترګو ړوند شي راته ګوره

په ښایسته اوربل مې ایښي دي لاسونه

اویا

په سترګو ړوند شي راته ګوره

په تش کاته به دې څوک نه حلالوینه

اویاهم کله چې له یوه سپین ږیری سره دکومی پیغلې واده وشي اویا هغه ترې دمیني تمه ولري. نوبیا ورته وايي:

په سپینه ږیره دومره مینه

په سترګو ړوندشي دلمسۍ په ځای دې یمه

اویادا

په سپینه ږیره دومره مینه

په تورپیکی مې لاس وهي خندا راځینه

اویاهم کله چې ددیدن په مهال مین یو له عادته خلاف کارکړی وي په سپین رخسار يي ورته دغاښونو داغ لګولی وي نو ورته داسې وايي:

په سپینه خوله مې  دې داغ کیښود

اوس به ظالمي مور ته څه ځواب کومه

اوس که شه ځیر شو دا راته جوته شوه چې لنډې دپښتني ژوندټول اړخونه اغیزمن کړي اوهرڅه يي په خورا ښه انداز سره په لنډو کلیمو کې بیان کړي دي.موږ په څو یادوشویو لنډیو کې ولیدل چې دجګړې، وصال،هجران، میني ،سفر،حالتونه یادکړل اوروښانه شوه چې په څومره هنرې اندازکې خورا لوړ مفاهیم بیان شوي ول.

لنډۍ په پښتو فلکلوریک ادب کې لرغوني شعر

سپوږمیه کړنګ وهه راخیژه

جانان د ګلو لو کوی ګوتي ریبنه

استاد حبیب الله رفیع د لنډیو د تاریخ په اړه په خپله یو مقاله کې کاږي.چې وايي یومهال دیماپاچادواکمنۍ په مهال دبلخ په غرونو او دښتو کې دسوما ګلونه زیات ول . دسوما ګلونه معمولا دشپی مهال ریبل کیدل ځکه چې دا ګلونه دلمرله راختو او وړانګودخوریدو سره سم مړاوي اورژیږي.داچې له دغه ګل څخه خورا ښه عطر اوپه عین حال کې شراب هم جوړیدل نو اړتیا هم ورته ډیره وه .ځکه به ځوانانو هغه دشپی په مهال ریبل اوپه دې توګه به يي ترې کار اخیست.هغه وايې چې دلنډۍ لرغونتوب تر میلاد هم مخکي دي. یما  هغه پادشاه دی چې دبلخ دنوبهاریانواویهارلوی اورتون دده په واسطه جوړ شوی. یما لومړنی پادشاه و .

چې 1600 کاله له میلاد مخکي يي داوبهاربلخ یا نونوبهارا اورتون اباد کړچې دزردشت یانو له خوابه يي پرښتش کیده.خواوس داځای یوه دخاوره ډیرۍ ده اوبس. نوهغه مهال به پیغلو دالنډۍ ویله

سپوږمیه کړنګ وهه راخیژي

جانان دګلو لو کوي ګوتي ریبنه

اوبل ځای هم لوی استاد رفیع وايي: چې لنډۍ دغزنویانو په پیر کې هم دپشتنو دنامتو قوماندانانو دراتګ په مهال هم ویلې شوی لکه دالنډۍ

دګومل لاره ورته نیسم

زما د خالو لښکرې تللې رابه شینه

وايي: کله چې پښتنو ملکانو اومشرانو دهند دنیولو اوپه هند دبریدونوپه وخت دغزنویانو په لښکرکشیو کې مهم رول

درلود.نوځکه به بیا پیښتنو پیغلو دخپلو نومیالیو اوتوریالیو زلمیانو لاره څارله او دڅار دغه حالت اوخپل احساسات به يي په لنډیو کې شکاره کول.دلته ویلای شو. چې دپورته یادوو شویو لنډیو په وړاندې کولو سره لنډۍ زموږ دادب لرغوني برخه او پانګه ده.په یادولنډیو څه دپاسه یوزراوسل کاله تیریږي. خولاهم زموږ په فولکلوریک ادب کې ځای لري. همدا ډول ویلای شو. دافغان اوانګلیس په جګړه کې هم دپښتني جنګیالی اومجاهدې میرمنه ملالي له خولې  دمیوند دجګړې پر ډګرراوتلي دالنډۍ چې دجګړې په مهال يي افغاني جنګیالیو اوغازیانو ته چې نوريي نو کابو دمقابلي توان له لاسه ورکړی وو. اونږدې و .چې دشمن بری مومي.خو هغې دهمدې لنډیوپه ویلو سره دهغووۍ احساسات په جوش راوستل او دبیرته مقابلې لوري ته يې وهڅول

که په میوند کې شهید نه شوي

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دساتینه

اویادا

خال به دیار له وینو کیږدم

چې شینکې باغ کې ګل ګلاب وشرموینه

په پورته لنډیو هم کابو یونیم سل کاله اوړي.موږته دوطن دتاریخ یو مهال راښیی.اوداچې اغیزيي څومره و. هغه هم څرګنده اوپرې سترګي نه شي پټیدای. همدالنډې وې چې افغانان يي په وجد راوستل اوددښمن ګولیو ته یي سینې سپر کړې خومیدان يي ترې یووړ.

اویاهم دالنډۍ چې کله دانګریزانو دلښکرو سر دچترال سیمې ته رارسیږي. اوکاروان يي په کلیو اوبانډوکې دتیریدوپه حال کې لیدل کیږی نوپه دغه وخت کې دیوې باحساسه پښتنې پیغلې  له خولې دالنډۍ راوزي.اوځوانانو ته دپیغور په ډول

وایې: دهغووۍ احساسات راپاروي. دننګ اوغیرت میدان ته يي رابولې

چیرته لندن چیرته چترال دی

بې ننګې زورشوه انګریزان چترال ته ځینه

موږ ته په پورته لنډۍ سره هم جوتیږي چې لنډې دتاریخ په بیلابیلو مرحلو کې خلق شوي. او دالړۍ لاهم دوام لري. لنډې دپښتون قام له هستیدوسره سم ورسره ګام په ګام سفر کړی. ځکه خو ویلای شو.چې دلنډیوعمرزرګونو کلونوته رسیږی.اوداسې لنډۍ هم شته چې دولس له خواپه وروستیو کلونو کې پینځیدلي.اوځان يي دتاریخ په پاڼو کې خوندې کړی دی.لکه دالنډۍ چې دروسانو دتیرې په مهال ویله شوي.

توپک راواخله ‌ډزپرې وکړه

په کوراوکلي شورویان راغلي دینه

اویادا

دشوروي لښکرې راغلې

جانانه پریږده نور دسره پالنګ خوبونه

اویادا

تر راکټي جانان مې جار کړې

پر سړک وینم دروسانو وران ټانګونه

اویادا

ترراکيټي جانان مې جارکړې

زه تر مورچله نمبر دو ورسره ځمه

نجیبه ډیرې زارۍ مه کړه

مجاهدینو قسم کړی جنګ ګټینه

همداسې چې موږ مخکې وویل: په لنډیو کې دټولنې ټول جریانات بیان شوي اوبیانیږي. دهروخت اوشرایطوپه بدلیدو سره لنډۍ هم بدلون مومي اوهغه حالت اودهغه وخت شرایط پکې انعکاس مومي.یعنی دوخت له ایجاباتو سره سم هم ایجادیږي. لکه په دې لنډیوکې چې اوس دامریکا په مشري ګڼ شمیر غربي هیوادونه راغلې او دهغوۍ ناوړه کړه وړه پکې بیان شوي لکه دالنډۍ

جانانه سمه امریکه يي

هم ملامت یی هم زارۍ درته کومه

دامریکا عسکرو ورک شۍ

جانان مې نه کوي په غیږه کې خوبونه

په نیمه شپه طیارې ګرځي

الله دې خیرکړې چې چاپه به چیرته وینه

کرزیه راشه حال مې واخله

په موږ راتاوو شو د امریکې خړکې ټانګونه

لکه چې وویل شول لنډۍ ولسي هنر دي موږ ته په پورته لنډیوکې هم دپیښو هم دظلمونو،هم دمظلومیت او هم دوطن ددفاع حال بیانیږي نوویلای شوچې لنډۍ زموږ دټولنې دتاریخ یوه برخه هم جوړوي.اودا داسې تاریخ رښنتی له هرډول سیاسي لاس وهنو پاک تاریخ دی چې په تاریخونو کې يي ساری يي نه لیدل کیږي. دلته دی چې زموږ دا ادعاپه ا ثبات رسیږي چې لنډۍ دپاک تاریخ پاڼه ده.له هر ډول توپیر اوتبعض څخه سپیڅلې. اوخوندې ده. ولي زیاتره لنډې دښځمنو له خوا ویل شوي

لنډۍ او دیني ارزښتونه

له دې سره سره چې لنډۍ دپښتنۍ چاپيریال اوپښتنو دذهن محصول دی.خو داخبره هم له پامه نه شوغورځولای چې پښتنو سیمو ته داسلام دمقدس دین په رارسیدوسره دیني ارزښتونو دخلکوپه کلتور ،دود اودستور هم اغیز ښندلی اوډیرهغه ناسم دودنه يي یومخیزه له منځه وړي دي کوم چې په هغوو دودونو سره مسلماني ټولنه او وګړې له ستونزو سره مخ کیدل.داسلام په راتګ سره خلکو دارام ساه اخیستي.اوپه تولنه کې دعدل، انصاف،برابري،ورورولي، محبت،نیکواخلاقو، صبراواستقامت توغ رپیدلی. هیڅوک هم تریوبل غوره اوبهتر نه دي بلل شو مګرد تقوا په درلودلوسره په یوه خبره چې داسلام مقدس دین دظلم ،ناروا،اومعتددو خدایانو پرستش ته دپای ټکي کيښود اوخلک يي دیوه خدای (ج) عبادت اواطاعت ته راوبلل.لکه چې یادونه وشوه دین زموږدانساني ټولنې په ټولو اړخونوکې بدلون راوست دا بدلون په ادبي ډګر کې هم ريښي وځغلولې. موږ وینو چې په لنډیوکې هم داغیز جوت دی.ځیني لنډۍ دقراني ایاتونو. اویاهم دحدیث شریف په استناد ویلې شوي.لکه دا لنډۍ

صبر کوه صبر صابر دی

خدای په قران کې صابرین لیکلي دینه

دلته موږ دالله(ج) دکلام دایت «ان الله مع الصابرین» سترګو ته دریږي چې په هغه کې انسانانوته دصبرسپارښتنه شوي. له هغوو سره په سختیو کې استقامت.اوصبر کوي. دالله ج له دااومرومني اجر يي هم الله ورکوي.ځکه له داسې کسانوسره خدای (ج) وي اوچې دغه ایات شریف عالی پیغام لري.نوولس هم په اسانه طریقه بیان کړې

اویا داچې

مساپري دې ډیره وکړه

راځه راځه روزې به خدای رارسوینه

نو ویلای شوچې دالنډۍ هم له  دغه مبارک ایت(والله خیرالرازقین) څخه اغیزمنه اوویونکی هم خپل اشنا ته ډاډ ورکوي چې روزي رسونکی له الله دی. نولازمه نه ده چې له حده زیاته مساپرې کړې.

اویا دا:

په کسب ګرجانان نازیږم

دی خو د لوی الله دوستانو کې راځينه

چې دالنډۍ هم دغه حدیث شریف «الکاسب حبیب الله»ته اشاره ده چې ویونکی له دغې لارې هم غواړې هم خپل جانان ته ډاډ ورکړي چې په تا ځکه نازم اوویاړدرباندې کوم چې ته کسب ګراودخدای دوست يي. اویاهم داچې موږ باور لروچې الله تعالی د کرالامکاتبین  په نوم ځیني ملایکې شته او دالله تعالی له خوار مامورې دې .چې دالله (ج) دبنده ګانو ترمنځ دقلم وهي اویالیکي چې که هرچا دیوځایوالي قلم دهمدې ملایکوله خوا ولیکل شو نو بیا

دالله تعالي په اراده سره رسیږي.اوکه قلم ونه وهل شوبیا ناشوني ده چې سره ورسیږي.په دغه وخت ځکه یوه پیغله هغه ځوان ته درسیدو په مقصد ورته په لاره کې ژاړې وايي:

قلم د خدای وهلی نه دی.

ماته په لویه لارکې مه ژاړه مینه.

یا داچې:

 طالب جانان ته خپه نه یم

په هرقدم يې ملایکې وزرږدینه

داهم هغه حدیث شریف څخه رااخیستل شوي چې حضرت محمد(ص) فرمایلی

(……………………) هرهغه څوک چې دعلم دحصول په خاطر له خپله کوره وزې نوملایکې يي ترقدمونو لاندې وزر غوړوي. دلته  دطالب معشوقه له دې امله چې جانان يي په درس پسي وتلی دی. اندیښمنه ځکه نه ده چې په لاره کې ملایکې ورته ترقدم لاندې وزر ږدي.

بایدیادونه وکړم چې که پدې برخه کې یوازې هغه لنډې چې پکې ددین څرک لیدل کیږي اوراټولې يي کړو نوباوردی چې شمیر به يي تر زرګونو واوړې.دا هم څو بیلګې.

ولي زیاتره لنډې د ښځمنو له خوا ویل شوي؟

 تراوسه پورې چې دلنډیو په برخه کې څیړنې شوي پایله يي دا راښيي چې ډیری لنډۍ دښځو له خواویل شوي.اوپه ډیرو کې دښځو دزړه اواز،احساسات،عواطف اوپیغام لیدل کیږي.چې یوازنی دلیل يي هم داکیدای شي چې تریوه بریده لاهم ښځو ته دنارینه وو له خوا دخدای تعالی له لورې ورکړل شوي حقوق نه دې ورکول شوي. اویاهم دناپوهۍ له امله دغلطواوناوړه  دودونو تر اغیز لاندې دي. اوترډیره يي دهغوئ دخوښیو،تعلیم،اوپرمختګ مخه نیولې.  اوکه پخپله ټولنه کې دې ځیر شوچې دپلارتوب حق.خصوصي شتمني او دمیراث حق هغه څه دي چې زموږپه تولنه کې له نیکه مرغه ورته په درنه کتل کیږي. نوله همدې امله دااړتیا رامنځ ته کیږي چې ښځه په نارینه پورې اړه ولري.اوکله ناکله هم بیا نارینه هم له یادو مقامونو څخه دناوړې استفادې له لارې دجبر اوخپلو غوښتنو دترلاسه کیدوپه غرض دکبرپه نیلي سپور شي اوبیا هغه ده چې دخپلي خور حقوقو ته هم درناوي نه کوي. دوینزې په سترګه ورته ګوري.دژوندانه دکارونوپه اړه يي دخپل غرورد درلودلو له کبله نه پوښتي. د ا اوس اوس هم زموږپه دودیزه اوعنعنوي ټولنه کې ډیری نارینه دنوروپه مخ کې دښځي دنوم له اخیستوڅخه ډډه کوي.اوپه نوم يي شرمیږي. په داسې حال کې چې ښځي اوږه په اوږه اوګام په ګام له نارینه سره دژوند دغه له پیچومو اوکږلیچونوډکه لاره په دې هیله وهلي چې دخوښۍ اوسعادت ساحل ته انسان

ورسوي.خوافسوس چې په هیلويي خاورې اوایرې انبار شوي. اوورته یوازې دشهوانی غرایزو دپوره کیدودمتاع په سترګه کتل شوي. په داسې حالاتوکې يي بیا زوند يي تریخ شوی.رټل شوي. وهل شوي ،په څلورو دیوالونوکې تړل شوي ،خرڅه شوي.اوان وژل شوي هم ده. چې دنارینه له داسې کړو وړڅخه ځوریدلی بیا له نهیلیو،اومایوسیو سره مخ شوي هغه مهال  ده چې بیا د مور،خور، اوښځي دزړه له تله دحق اوعدالت نارې پورته شوي اوخپل اوازيي دلنډیوپه ډول اوچت کړی.دهغوۍ دزړه اواز بیرون ته راایستلو بیا دکلماتوپه قالب کې ځانته شکلا پیدا کړې. موږپه لنډیوکې دښځي دمحکوم اوذلیل اجتماعی ځای ځایګی څخه را ولاړشوي فریادونه اونارې اورو.چې لکه نری رنځ له یوه نسله يي بل ته اوله بله يي بل ته انتقالوو،خو دا اوازونه هغوو مرغلروته هم ورته دي.چې  ارزښت اوبیه يي له لویو لویو سوداګرو سره هم نشته دامرغلرې به دپښتودادب په پراخ سمندر کې تل ځلیږي. او دهر چاپام به ځانته  وراړوي. اوداجوتوي چې ښځي څنګه په هنر سره دنارینه په وړاندې داعتراض غږپورته کوي لکه دا

درنجوګودی مې ساتلی

دموزیګي په مرګ به سترګي تورومه

اویا دا

نصیبه څه درسره وکړم

زماپه برخه دي موزی ورساوونه

یا دا

موزی په مینه څه پوهیږي

په نس يي موړکه تر سبا کوي خوبونه

که مې نصیب دبدو نه وای

چیری موزی چیري دګلوصورتونه

خاونده بیا دماخوستن کړ

د ګلولښتي دموزیانوغیږته ځینه

دموزیګي له زوره نه یم

دلاس بنګړې مې خرڅوي ژړا راځینه

ستونی دوچ شه موزی چرګه

چې په مړوند يي وم ویده ویښه دې کړمه

موږپه لوستل شویولنډیو کې دموزيګي په وړاندې یو اعتراض،غندنه،بغاوت اومقاومت ولید.چې په حقیقت کې دښځمنو زړه له تله راپورته شوی و.موږته په ډاګه ده چې موزی اوموزیګی سمبولونه په لنډیوکې دبې غیرت،بیحیثیت،نامرد،بي شرم،بي شرم، ډارن، بي پښتو، سوګت، بي انصافه، دسیسه کار، شیطان، او چغل نارینه له پاره کارول کیږي.په دغولنډیوکې چې په زرګونو نورې يي هم داسې دي

یوپراخ اعتراض اوپاڅون وینو.داپاڅون معمولا دهغوونارینه وو په وړاندې وې چې ښځه يي ورسره روحي توافق ونه لري.

په لنډیو کې د انسان  د دردنو انعکاس

انسان معمولادخپل ځان دهوسایني په مقصدهڅه کوي څوپه خپل چاپیریال کې ځانته مناسب شرایط برابرکړې.انسان دخدای تعالی  ترټولو زیات حریص اولټوونکی اوهڅاند مخلوق دی. ترډیره هرڅه دځان له پاره غواړي خوچې داڅه بیاپه اسانۍ سره په لاس ورنه شي نوبیا اعتراض

کوي.اودهغه چاله لاسه شکایت کوي کوم چې په ده يي ظلم ،تیری،اوناروا کړي وي.دی يي له لاسه ځوریدلی اوکړیدلی وي که دانسان وی که حیوان یادخدای دبل هر مخلوق.داشکایت اودردونه په لنډیوکې ښه تره لیدی شوو.

لکه دا

په بیلتانه زه روغه نه یم

بیلتون ظالم دی اشنایان جدا کوینه

په تن مې تورچینجي اخته شول

زړه ترې ساتم چې په کې ستا مینه لرمه

په ځای داوښکو ویني ژاړم

دبیلتانه په تیغ زخمي دجانان یمه

په سفر ځم ته راته ګوره

ترشا دې پاته په خنجر وهلی زړونه

په لنډیو کې د میني اظهار

که چیرته دمینی ارام خو له سوزه ډک جهان ته وروګورو نو وینوچې دخدای تعالی ټول مخلوقات دمیني له سوزه خلاص نه دي.اشرف المخلوقات اودتصوف لاریونې هم حقیقي میني ته رسول دمجازي میني له لارې په سفراو یون کې ویني. موږپه پښتوادب کې دقلندراومیرا،کیسه وینو،په فارسي ادب کې دمولانا روم اوشمس کیسه لرو،دسنايي اودقصاب دزوی داستان موترسترګوتیرشوی دپښتني ټولنې ډیري ځوانان بیا دیار،جانان اوصنم مجازې مینه دومره کړولې چې چیغې يي اسمان ته پورته شوي.ژړلې يي دي،سختۍ اوبدې ورځي يي ګاللي.چې دغوسختیوبیاپه لنډیوکې انعکاس موندلی لکه دا

په طبیبانوبه روغ نه شم

جانان په غشودبڼو ویشتلی یمه

دلته وینو چې مین باڼه له غشوسره پرتله کوي اوددغه ګذار له امله دی نهیلی دی اودروغتیا امیديې هم له لاسه تللی.

یادا

په غم پیداپه غم کې لوی شوم

په غم مین په غم به توری خاوري شمه

خلک دټول راګومانی کړل

چې ترمنګي لاندې دې وخوړل چرخونه

خلک دوايي تومتونه

مادتومت پیټي په سر نیولي دینه

خلک مکې ته ځي حاجیان شي

۴۵

زه دلالي کوڅي ته تلم اجاڼۍ شومه

په غم شریک جانان مې ولید

دخوږزړګي زخم مې بیرته ناسور شونه

خلک تمامه شپه ارام کړې

زه په ګولۍ ویشتلی زړه ټکورومه

په لنډیوکې اغیزمن پیغام

لکه دمخه چې یادونه وشوه لنډې ترټولوکوچنی شعري قالب دی. خودپیغام اومفهوم له اړخه بیا ډیر غنی اوبډایه شعر هم ورته ویلای شو.نوځکه هم په رسا

ډول له یوه مین څخه بل ته پیغام رسول کیږي.داچې دلنډیو ژبه دولس ژبه ده له رسمی اودفتری ژبو سره يي توپیرډیر دی. نوځکه  دا ژبه هم خوږه اوهم معنا داره ده.هره ژبه چې ساده ،خوږه اومعنا داره وي نوبیايي پیغام هم عام فهمه اودمنلو وړ وي.موږبه دلته دهغوو لنډیو بیلګې درته وړاندې کړو چې په ډیره اسانۍ سره په کې پیغام لیږدول شوی دبیلګي په توګه

خلکو سنګسار راباندې وکړئ

مرګ مې لیده اشنا مې نه پخلاکاونه

په دغې لنډۍ کې وینوچې یوپیغله له دې امله چې اشنا يي ترې خپه و.اودې داتوان هم لاره چې پخلايي کړې خوداکار يي ونه کړ.خوکله چې بیا هغه ترې نه مرګي جدا کړ.دې ځان ملامت وګاڼه چې ولي يې هغه پخلانکړ.نوله ځانه سره پریکړې کوي چې ملامته خوشوم نوخلکوته په خطاب کې وايي چې داملامتي یوازې په دې توګه جبیره کیدای شي.چې سنګسار شم.داټوله اوږده کیسه په یوه لنډي کې راځای شوي اوپه رسا ډول رسول شوی.یادا:

خندا له تا سره ښاییږي

ماته پراته دي په ځولۍ ځولۍ غمونه

په دې لنډۍ کې هم وینوچې ویونکي خپل یوه بې پروا دوست ته وايی: چې که خاندې نوته خانده زه نه شم خندلای ماته ځولۍ ځولۍ غمونه پراته دي. داغمونه چې وي نوزه خندلای نه شم.اونه هم په داسې حالاتوکې چې یا وطن اور اخیستی، یا خلک له لوږي سره مخ دي. اویاهم یار یاري نه کوي.خندل راسره نه شايي .

یادا

د تا د زلفو یو تار راکړه

چې پې پیوند کړم د زړګي نري درزونه

دلته هم وینوچې هردرز په تارونوګنډل اوپیوند کیږي. عاشق له خپلې معشوقي څخه دزړه ددرزونو دګنډلو له پاره بیا دزلفو تار غواړي.اووینوچې پیغام په اسانۍ سره رسول شوی دی.هغه خپلې معشوقي ته وايي چې که چیرته دتا دزلفوپه تار باندې زما دزړه درزونه وګنډل شي نو روغیدا به ژر اواسانه وشي.

په لنډیو کې د وطن مینه

له اره خودلنډیودښیرازه کرونده دوطن له پاکې مینې خړوبیږي. همدا مینه ده چې دلنډیو ګلشن يي لاله زار اوښایسته کړی دی،که ووایو چې دلنډیو سم نیمايي دوطن له مینې راټوکیدلي نومبالغه مو نه ده کړې دایومسلم حقیقت دی چې وطن اودخاپوړوځای هیڅکله هم نه هیږیږي. اونه هم دامینه له زړه وځي.دوطن مینې که له یوې خوا په لنډیوکې ډيرانعکاس موندلی نوله بلې خوا د پشتوژبي هیڅ داسي شاعرنه شومو ندلای چې دامینه يي لرلې نه وي اوپه شعرونوکې هم ځای نه وي ورکړی.داچې زموږ دبحث موضوع دلنډیو دبیلابیلواړخونو باندې خبرې دي نو دلته به وګوروچې په لنډیوکې دمینه څومره ځلیدلي دبیلګي په ډول

وطن جنت ډاګ يي ګلونه

زه بدنصیب یم له وطنه جدا شومه

په دې لنډۍ وطن له جنت سره تشبه شوي اوان هغه سپیره ډاګونه يي هم له ګلونوسره.په لنډۍ کې راته ښکاره شوه چې څوک له وطنه لیري شي نوبدنصیب شي.

یادا:

وطن زما دتن جامه ده

د تن جامه به لکه ګل غوندې ساتمه

بیاهم راته څرګنده شوه چې وطن دتن له جامي سره پرتله شوي. او دغه جامه بیالکه ګل چې هغه بیا نازک هم دی ساتني

ته اړتیا لري. دلته دګل دنوم اخیستل په دې معنی هم راغلي چې دوطن خیال باید زیات وساتل شي.او که ورته کوچنۍ ناغیړې هم وشي وطن يي بیا نه بښي.

یا لکه دا

وطن مې بڼ دی دسروګلو

زه يي بلبل دګل پربڼ نارې وهمه

وطنه زه درته دوعا کړم

رب دي په تالري ترعمره بهارونه

*********

زموږپه ټولنه کې د لنډیو اهمیت

په دغې برخه کې به موږ اوس خپلي اصلي پوښتني ته ځواب مومو.لنډۍ لکه دمخه چې وویل:شول هغه شعر دی چې

۵ – دولس دزړه له تله راپورته شوی اودولس په زړه پریوتی دی.همدايي وجه ده چې ژر منلې شوې اوعام شوې هم ده د لنډیو اهمیت کولای شوداسې په ګوته کړو

۱ – لنډۍ عامه فهمه لنډ اوترډیره مینه ناک شعر دی. دهمدې ساده والي له امله په خلکوکې عام اومنله شوي.

۲ – لنډي یوملی شعر دی .یعني دټولو ګډادبي میراث دي.هرڅوک يي په ویاړونو اومعنویاتوکې شریک دی.اوهغه رڼه هنداره ده چې ولس پکې خپل تصویر ویني.اوپکې دولس دهیلواوافکارو ښه تصویرلیدلی شو.

۳ – داچې لنډۍ په چاپوري مختص کیدای نه شي نوټول داهڅه هم کوي.دیوې ملي شتمنۍ په توګه يي له ځان سره په خپلو سینو کې وساتي

۴ – لنډۍ هغه شعر دی چې پکې پیغام په رسا خولنډ ډول رسول شوی نوځکه يې له اهمیته سترګي نه شوپټولای

۵ – داچې دلنډۍ ژبه ولسي ده نوله همدې امله نګه اوسوچه هم دی.چې همدې دسوچه والي اودوۍ دژبني تړاوپه اساس يي ولسونه هم سره نژدې کړي.

۶ – دلنډیوپه قالب کې دخلکو دودونه،رسمونه،افکار،نازک خیالی،غوښتني، هیلې،ارزوګانې،ګډویاړونه،اوباالاخره نهیلۍ، لوږې منډې ،ژړاوې،اوخنداوې،هرڅه اوهرڅه ځای شوی اوبیان شوی.چې په دې توګه يي هغووۍ په یووالی کې خورااهمیت درلودلی اولری يي.

۷ – لنډۍ دولس دزړه هغه پاک اوسپیڅلی اواز دی.چې پکې له لویه سره داسې څه نه شولیدلای چې هغه دې دولس په زیان وې.بلکې لنډۍ هرهغه ناروا اوبد ته په بده کتلې چې دولس له

ګټوسره په تضاد کې واقع شوي وي نوله همدې امله يي اهمیت په ټولنه کې جوت دی.

۸ – لنډۍ دمظلومو اواز اودظالمو دورکیدای له سوزه ډکه سندره ده.لنډۍ دمظلومانو دحقونو مدافع اوخواږي هم ده .

۹ – لنډۍ دحسنه صفاتوستایونکې اومذمومو هغووغندونکي ده.بديي بد اوښه يي ښه بللې ځکه يي په ټولنه اهمیت زیات دی.

 ۱۰ – د لنډۍ اهمیت په دې کې هم ده چې په خپل جوړښت له سوزه ډکه موسیقي لري.اودموسیقي دالاتوله کارولو پرته يي ویونکی دا توان لري چې په خپل اواز سره ورته کمپوز جوړ کړې .په سور اوتال يي برابره اوبیا يي له ځانه سره په هسک اواز ووايي:

۱۱ – د لنډيو په ویلو سره هرڅوک کولاې شي دخپل غمجن زړه بړاس وباسي.اوکله چې له زړه بړاس ووځي انسان داارامي احساس کوي.اوهمدا ډول دخوشالۍ په وخت کې هم کیدای شي په لنډیوکې خپل احساسات بیان کړي.

۱۲- په لنډیو کې دښځینواحساسات له ورایه ښکارې. چې په خورا ظرافت اونازک خیالۍ سره پکې بیان شوي دي له همدې امله هم نارینه تل هڅه کوي مقابل لوری اواز واورې په ژبه يي وپوهیږي اوغوشتني يي درک کړې، همداسي دنارینه ووخیالاتو هم په کې انعکاس موندلی. اوښځی هم د الیوالتیا لري.چې دنارینه وو له غوښتنو،اوهیلوڅخه باخبره وي.او دواړه لورې پدې لټه کې دي چې دیو اوبل له ناویلوڅخه خبر شي.

۱۳- په لنډیو کې تر ډیره ناویلې څه بیان شوي هغه څه چې اصلاهغه په ټولنه کې دومره په جهر سره نه شي بیانیدای

خوشتون يي ولس له کړواونو سره مخ کړي وي. نوددې کړاوونو دلمنځه وړولو له پاره دلنډیوپه قالب کې اچول شوي اوبیان شوي ده چې دا خورا داهمیت وړ ده

۱۴ – په لنډیو کې د دیني اومعنوی ارزشتونو شتون هم لنډۍ له اهمیته برخمني کړې دي.

۱۵-  په لنډیو کې ډیر تاریخي اسناد اوددتاریخي پيښو په اړه کره معلومات هم خوندي شوي

۱۶ – لنډۍ دتیر اونوی نسل ترمنځ داتصال یوه حلقه ګڼله کیدای شي.نوی نسل دهغووۍ له سموکارونوڅخه استفاده کولای شي.اوله ناوړڅخه يي عبرت اخلي.

۱۷- په لنډیو کې هرڅوک خپل ځان موندلای شي.چې پدې سره لنډۍ خپل مینه وال ته دهغه هویت ورکولای شي.چې له دغه امله یی هم ارزښت زیات دی.

اخځ:

۱ پښتولنډۍ /دقومونو اوقبایلو وزارت/میهن خپرندویه ټولنه/دچاپ کال ۱۳۸۶

۲ د خلکوسندرې/ استاد حبیب الله رفیع/پښتوټولنه/چاپ کال ۱۳۵۴

۳پښتني دودونه/ غلام محمد/داطلاعاتواوکلتور وزارت دفلکلور اوشفاهی ادب دیپارتمنت/چاپ کال ۱۳۴۵/

۴ پښتولنډۍ/ استاد عبدالروف بینوا/پښتوټولنه /چاپ کال ۱۳۳۷کابل

۵ پښتولنډۍ/ استاد عبدالروف بینوا/پښتوټولنه /چاپ کال ۱۳۵۸کابل

۶فولکلورګیډۍ/پښتوټولنه/علی محمدمنګل/۱۳۵۴

۷غرنۍ سندرې/پښتوټولنه/محمد عارف غروال/۱۳۵۰

۸ پښتوسندرې اوموسیقي/استادغلام جیلانی جلالی/قومونو اوقبایلو وزرات/چاپ کال۱۳۶۳

۹د شعرهندسي جوړښت/محمداسمعیل یون/دانش خپرندویه ټولنه/۱۳۸۴چاپ کال/کابل

213 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی Reply

    سلامونه،
    ورور جلالزی صیب! د لڼډیو په باب مې تر اوسه داسې همه جانبه لیکنه نه وه لوستې، ډیره ښه وه. اورېدلې،لوستلې مې ډېرې وې.
    زه به هم یوه لڼډۍ چې همدا اوس مې پکر ته راغله در ډالۍ کوم:
    ستا د ښایست ګلونه ډیر دي
    زولۍ مې تنګه ،زه به کوم کوم ټولومه!
    *په ټوله پښتونولي مينه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *