Categories

اعلان

Loading…

د معاني پوهنې تاریخچه | عزت الله نورزی

معاني پوهنه په اصل کې د ویندويۍ په فن کې رامنځته شوه، په همدې خاطر چې ویندوی د خپلو مخاطبینو په سویه او غوښتنه پوه شي او تر خپل اغېز لاندې یې راولي یعنې ځانته پته ولګولی شي چې زما مخاطب په کومه درجه کې راځي؛ په کومه موضوع چې زه خبرې کوم، په هغو موضوع کې او په تړاو یې څوموره معلومات لري. تر ما لږ معلومات لري او که ډېر، که ډېر لري، په کومه لاره دا موضوع بیان کړم چې اورېدونکي ته مې په زړه پورې تمامه شي او ورته ارزښت لرونکې تمامه شي. هسې نه چې د موضوع په نیمايي کې مجلس پرېږدي.

اوس به دا سوال پیدا شي چې زموږ هدف د خپلو مخاطبینو او لوستونکي تر اغېز لاندې راوستل دي، نو بیا خو د دې علم په واسطه یو لوری چې مخاطبین دي، تاوان کوي. داسې نه ده، موږ باید دمعاني پوهنې د اصول په مرعات کولو سره خپل مخاطبین او لوستونکي داسې وساتو چې زموږ وینا او لیکنې یې په زړه کې ځای پیداکړي، دستړیا احساس و‌نه کړي او له ارزښته یې ګټونکي شي.

پر دې باندې هم وپوهېږو، چې ناست کسان په دې تړاو څومره معلومات لري، په کومو ټکو کې موضوع بشپړه کړم چې نه مې اورېدونکي ستړي شي او نه یې وخت ضایع شي. یعنې د وخت سپما هم په نظر کې ولرو. نن سبا خو مصروفیتونه ډېر دي، خلک د اوږدو خبرو لپاره ډېر وخت نه لري.

همداسې په لرعونې زمانه کې د دې کوښښ وشو چې د دغه ډول مسایلو د حل‌لارې لپاره یوه لاره ولټوي، نو دغه لاره د بلاغت دعلم لاره وه، چې د مخاطب له سويې، غوښتنې او اړتیا سره سمې خبرې وشي، که مخاطب مو منکر شي، څنګه یې راضي کړو؟ چې زموږ خبرې واوري، یعنې کلام باید په تاکید ورته بیان شي.

ارسطو په خپل مشهور کتاب رتوریک (rhetoric) کې د معاني پوهنې خوږ بیان کړی، د ده فکر زیاتره د ویاندویۍ فن ته و، چې په لرغوني یونان کې د خبرکولو هنر دود لاره. له دې معلوميږي چې ریتوریک په اصل کې د خبرکولو دهنر د کړن‌لارې لپاره و، چې ورسته دلیکلو او د انشا د اصولو له لارې په ارزښت لرونکې توګه علم شو.

د دیموکراسۍ اصل د لرغوني یونان د ډېرو محکمو موجودیت و چې عامو خلکو به هلته خپلې دعوې وړلې او هلته بې حل کولې، نو د خلکو پام دخبرکولو هنر ته را واوښت. سوفسطایانو به دخطابې فن ته ځانګړې پاملرنه کوله، د هغو باریکو نقطو او غلطیو ته بې په ډېر په دقت فکر کاوه. له دغو څرکونو ورسته افلاطون د خطابې په باره کې دقیق بحثونه وکړل او هغه ټکي یې بیان کړل چې د خطابې په هنر پورې یې تړاو لاره، چې څنګه د اورېدونکو او لیدونکو توجو ځانته راوړوو؟ خو دا هغه موضوع وه چې دعباسیانو په دوره کې د مخاطب له حال سره سمه وینا کول وو.

له افلاطون ورسته د خطابې د فن په باره کې ارسطو یو بشپړ کتاب ولیکه، هغه څه یې پکې ولیکل چې د د وینا کولو په وخت کې ګټور او ارزښت لرونکي وو، لکه: ادبي ښکلاوې او صنعتونه… د بلاغت د علم اساس څه په شرق کې او څه په غرب کې د ارسطو همدغه دوه کتابونه (بوطیقا او ریتوریک) دي.

ریتوریک د هڅونې او ترغیب هنر دی، چې وړاندې شوي، روښانه او له ښکلا ډک، اغېز ښیندونکي او زړه را ښونکي اصول، فکرونو په یوه زړه راښکونکي قالب کې اچوي او ورباندې خبرې کوي.

له هغه ځایه چې د ریتوریک اساس د ویاندويۍ په فن پورې اړه لرله او د خطابې له اغېز څخه خبرې کول و، د ارسطو په نظر یې له ادبیاتو (photos) بشپړ توپیر لاره. د ارسطو د نظر پر اساس په ادبیاتو کې شعر، عواطف ، احساسات په کلي ډول د تخیلي مطالب ځای پرځای کونه ده. په داسې حال کې چې د خطابې په فن کې واقعیتونه، حقیقتونه په ارزښت لرونکي ډول بیانيږي. ارسطو په خپل کتاب (بوطیقا) کې د ادبیاتو له کاپي کولو او تقلید څخه خبرې کوي؛ خو په ریتوریک کتاب کې د خطابې له فن څخه چې د ټولو وسایلو د ترغیب او هڅونې غوښتنه ترې کیږي خبرې کوي.

نو د ریتوریک د قواعدو پر اساس ویاندوی، له ټولو هغو صنعتونو څخه کار اخلي، چې اورېدونکی تر اغېزې لاندې را‌ولي، لکه متل، تشبېه، استعاره، اغراق، جناس، چې هغه خپل هدف ته وهڅوي او تشویق یې کړي، پر همدې بحث کوي.

تر اتلسمې پېړۍ پورې ریتوریک په خپل تاریخي مفهوم کې د مخاطب تر اغېز لاندې را وستل هدف وو، تر دې دمه ټولو دا عقید لرله چې ادبیات په ځانګړې توګه: شعر هغه صنعت دی چې له هنري وسایلو څخه ګټه اخلي او په اورېدونکو او لوستونکو اغېز پرېباسي.

د نولسمې پېړۍ په لومړيو کې د (expressive) د ویاندویانو (ویناکوونکو) نظريې دود وموند. په لومړۍ درجه کې به عنوان وسیله وه چې د احساساتو د تخلیق او ذهني ځواک پر اساس لیکوال ته کتل کېدل.

په شلمه پېړۍ کې د ذاتي او عیني objective)) نظريې دود وموند، چې د دې نظر یې پر اساس ویل کېدل، ادبي اثر ته باید د ادبي اثر په سترګه وکتل شي او یوازې د هغه عینیت او ذات ته پاملرنه وشي، نه بل څه ته. مثلا د لیکوال ذهن او د لوستونکي عکس العمل ته باید وکتل شي. دا ډول خبرې د دې سبب شوې چې د ریتوریک اهمیت په ټولنه کې کم شو. هغه لرغونی بحث چې د خلکو په زړونو کې يې ځای لاره، اوس یې له ذهنو څخه ووت.

له (۱۹۵۰.ل) کال څخه ورسته دلوستونکو او لیکونکو د ارتباط په اړه د دویم ځل لپاره د ریتوریک بحث ژوند شو، نو په دې ډول ریتوریک په خپل نوي ژوند پیل وکړ او ورځ په ورځ یې پرمختګ کاوه، چې د مهمو ادبي نقدو په لړ کې راغی، نو ریتوریک یا بلاغي نقد دود وموند.په دې ډول نقد کې د ادبي اثر له ذاتي ښکلا علاوه د ادبي اثر په تجزیه او تحلیل او هغو عناصرو بحث کيږي چې دیوه ادبي اثر د ښکلا سبب ګرځي.(۱۱۴:۵)

15 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *