Categories

اعلان

Loading…

د جنګ د اوږدولو لپاره پلمې

 شفیق اندړ ||

مختلف راپورونه وایي چې ځینې طالب مشران سوله غواړي خو ځینې نور په جنګ ټینګار کوي. دا یوازې کوټه شورا نه ده چې د سولې په اړه اجماع پکې نشته، حقیقت دا دی چې په کابل کې هم سیاستوال د سولې په اړه واحد نظر نلري.

 سوله مقدسه کلمه ده او په ظاهره یې هیڅوک هیچرته مخالفت نه کوي خو هغوی چې مخالفت یې کوي، خپلې خپلې طریقې لري. طالبانو به یو وخت ویل چې دوی ځکه جنګ کوي چې افغانستان امریکایي عسکرو اشغال کړی دی، خو کله چې د امریکا پخواني ولسمشر اوباما وویل چې له افغانستان څخه ټول عسکر باسي او د عسکرو د ایستلو لړۍ یې په عمل کې پیل کړه، نو طالبانو حد اقل دا زحمت هم ځان ته ورنه کړ چې د عسکرو ایستل ښه خبره وګڼي. دوی ځکه ځان غلی ونیو چې بیا یې د جنګ د دوام پلمه له لاسه ورکوله.

 نن سبا طالبان د سولې د مذاکراتو د پیل له پاره دا پلمه کوي چې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته تیار نه دي، امریکا دې ورسره خبرو ته تیاره شي. د طالبانو استدلال دا دی چې په دې وطن کې اصلي اختیار د امریکایانو په لاس کې دی او په همدې دلیل له امریکانو سره خبرې پکار دي. په وروستیو ورځو کې امریکایانو ویلي دي چې دوی کولای شي چې د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې شامل شي او د مذاکراتو یو فریق واوسي. د امریکایانو د دې خبرې له کولو وروسته طالبانو یو ځل بیا غوږونه کاڼه اچولي دي، ځکه له امریکایانو سره د خبرو لپاره چې یې د کوم ضرورت پلمه کوله، هغې پلمې ته ځواب پیدا شوی دی.

  که طالبان بیا هم سوله ونه غواړي. د جنګ د ادامې لپاره به نورې پلمې پیدا کړي. مثلا که امریکا دا نن ووایي چې د طالبانو په خوښه له دوی سره یوازې خبرې کوي، طالبان به خبرې پیل کړي خو جګړې ته به نور کش هم ورکړي. او یا که فرضا امریکا دا نن نن ووایي چې ټول عسکر باسي او فورا یې باسي، د جنګ لپاره به نورې پلمې پیدا شي. مثلا طالبان به ووایي چې موږ د امریکایي عسکرو د ایستلو او د اسلامي حکومت د جوړولو لپاره جهاد کوو او څرنګه چې حکومت اسلامي نه دی، نو جهاد ته ادامه ورکوو. که ورته وویل شي چې  د افغانستان قوانین د دنیا تر کابو ټولو اسلامي هیوادونو زیات اسلامي دي او دا حکومت باید غیر اسلامي ونه بلل شي، نو بیا به هم د جنګ پلوي طالبان خپل استدلال وکړي او وبه وایي چې درسته ده چې اسلامي دی، خو دوی سوچه اسلامي حکومت غواړي. منظور دا چې که طالب مشران وغو اړي چې جنګ اوږد کړي، پلمې ورته په اسانه پیدا کولای شي.

 البته، کابل کې هم داسې سیاستوال شته چې د جنګ د دوام لپاره پلمې لټوي. دوی د اختر د اوربند په ورځو کې نیوکه کوله چې طالبان ښارونو ته راغلل او جنګ به ښارونو ته ورسره راشي. دوی بله دا پلمه کوي چې د سولې هڅې ولې پټې دي؟ او دوی پکې شریک نه دي؟ دوی دلیل راوړي چې طالب په جنګ باندې عقیده لري او په فکري لحاظ دې ته تیار نه دي چې سوله وکړي. دوی دا هم وایي چې د سولې خبرې او اوربند به طالبان زړه ور کړي او د عسکرو د جنګ انګیزه به کمزورې شي.

 په کابل کې د دیره جنګ طلبو سیاستوالو دلایل هم په کوټه کې د دیره جنګ طلبو طالب سیاستوالو تر دلایلو پیاوړي نه دي او په اسلامي، انساني او اخلاقي لحاظ د دواړو لوریو دلایل غیر قابل قبول دي، ځکه د انسان مرګ او تباهي ته او د افغانستان تباهي ته استدلال کیږي.

  د جنګ طلبو سیاستوالو دلایل که هر څه وي، خو دوی ته پکار ده دوه ټکي له پامه ونه غورځوي: یو دا چې د جنګ د دوام لپاره د دوی هر استدلال د بیګناه او مظلومو انسانانو په قتل کې د برخې اخیستلو مانا لري او بل دا چې دا جنګ به د بل هر جنګ غوندې خامخا د سولې د مذاکراتو او تفاهم له لارې ختمیږي او د بشري تاریخ د بل هر جنګ غوندې به خامخا یوه ورځ ختمیږي. نو ایا بهتره نه ده چې د سولې لپاره اسلامي، انساني او اخلاقي شهامت ولرو او د لا ډیرو انسانانو د قتل ارزو چې یقینا د ځناور خویه او بې همته کسانو ارزو ده، له زړونو وباسو؟

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *