Categories

اعلان

Loading…

سولې ته د افغان حکومت روښانه تګلاره

سمیع عزیزي ||

په افغانستان کې اوسنی را لوی شوی نسل  تر بل هر څه، ډېر سولې ته اړتیا لري. عام ولس د هېواد  په ګوټ ګوټ کې سوله ييز حرکتونه پيل کړي او د سولې لپاره راپورته شوی غږ، ورځ تر بلې غښتلی کیږي. د وسله والو طالبانو په ډله کې داسې کړۍ موجودې دي چې د سولې غوښتنې له دغو حرکتونو وېره لري، آن تر دې چې په لوګر کې يي د ولسي وګړو پر هغه پلي کاروان ځانمرګی برید وکړ چې له لوګر څخه يي کابل ته د سولې پیغام لېږداوه. په هېواد کې د ګاونډیانو ناسالمې سیاسي سیالۍ، د کانونو غیرقانوني کیندنې او د نشه يي توکو کرکېله او تولید  هغه مهم فاکټورونه دي چې ځینې کړۍ ، په لوی لاس د جګړې د اوږدېدو لامل کیږي خو لوی اکثریت يي د سولې خوښوونکي دي.

ښه بېلګه يي په کوچني اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند و چې  په خوښیو او جشنونو ونمانځال شو. طالبانو او امنیتي ځواکونو یوبل ښکل کړل د خوښیو اوښکې يي تويي کړې. دې  اوربند له یوه لوی حقیقت څخه پرده پورته کړه، هغه دا چې په افغانتستان کې روانه جګړه پردۍ ده او افغانان په خپلو منځو کې ستونزه نلري. د سولې ضد عناصر نه یوازې د طالبانو په ډله کې بلکې په تېرو حکومتونو کې هم موجود و چې د سولې مذاکرات به يي سبوتاژ کول.

له دوه زره لومړي کال را وروسته له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې هڅې وکړې خو په عمل کې يي هېڅ داسې ګام پورته نشو کړای چې د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ باور رامنځ ته کړي او په عمل کې ثابت کړي چې سولې ته کلکله اراده موجوده ده. یو لوی دلیل يي ښايي په نظام کې دننه د داسې کړیو موجودیت وو چې په سوله کې يي ګټې نه وې. د ملي یووالي حکومت په رامنځ ته کېدو سره فضا بدله شوه؛ د ملي یووالي حکومت په نظام کې دننه ټول هغه مزاحمتونه او  د سولې ضد کړۍ ختمې او نابودې کړې چې د سولې پرضد يي غږ پورته کاوه. دا په ظاهر کې آسانه، خو په حقیقت کې تر ټولو سخت او ستونزمن کار و. په دې کار سره حکومت وتوانېد چې د سولې لپاره مناسب بستر برابر کړي. په تېر یوه کال کې په جدي توګه د سولې خبرې تعقیب شوې او په دې برخه کې د پآم وړ پرمختګونه محسوس دي. د ملي یووالي حکومت په لومړي ګام کې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې میکانیزم رامنځ ته کړ چې پر اساس يي سولې ته د رسېدو لپاره پړاویز لوری وټاکل شو.

د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان؛ له هغه وروسته چې پاکستان د سولې په برخه کې په پرلپسې توګه د همکارۍ ژمنې ماتې کړې د ملي یووالي حکومت په دې فکر کې شو چې څنګه وکولای شي پاکستان په افغان سوله کې عملي همکارۍ ته اړ کړي. د سولې او پیوستون لپاره د افغان- پاک عمل پلان د دواړو هېوادونو د صلاحیت لرونکو پلاویو د دوه اړخیزو همکاریو پر اساس ولاړ دی او هر لوری مکلف دی چې په مشخص زماني واټن کې د سولې لپاره لازم او له وړاندې تعیین شوي اقدمات ترسره کړی. د افغانانو په مشرۍ او افغانانو په ملکیت د سولې او پخلاینې له پروسې څخه د پاکسان ملاتړ او د ترهګرو پرضد اغېزناک اقدامات د دغه سند مهم موارد بلل شوي. په افغانستان کې په اختر کې لنډمهاله اوربند او د افغانستان پوځیانو لخوا د پاکستان رهبر وژل کېدل د دغه سند د تطبیق یوه برخه ګڼل کیږي.

نړیواله اجماع؛ په افغانستان کې د سولې خبرو مثبتې پایلې او د سولې پایښت لپآره تر ټولو اساسي او حیاتي موضوع د نړۍ او سیمې هېوادونو ملاتړ او په دې برخه کې له بین الافغاني مذاکراتو څخه د هغوی هر اړخیز ملاتړ و. حکومت په دې برخه کې د نړۍ او سیمې هېوادونو ته قناعت ورکړ چې افغان حکومت د مذاکراتو د ښه مدیریت وړتیا لري. حکومت د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې له پروسې څخه د نړۍ د ملاتړ او همکارۍ غږ لا پسې غښتلی کړ. حکومت په دې کنفرانس کې وسله طالبانو ته فرصت ورکړ چې د یوې سیاسي ډلې په توګه فعالیت وکړي.

د اسلامي نړۍ اجماع؛ د اسلامۍ نړۍ له هېوادونو سره اړیکو ته پام ډېر شو، په ترکیه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان په بېړنۍ ناسته کې د بیت المقدس په تړاو د جمهور رییس هر اړخیز موقف د سولې په برخه کې د اسلامي نړۍ هېوادونو پام جلب کړ.

په اندونیزیا کې د افغانستان پاکستان او ناندونیزیايي دیني عالمانو غونډه جوړه شوه، د غونډې په پرېکړه لیک کې په افغانستان کې روانه جګړه نامشروع وبلل شوه. په پرېکړه کې د سولې پر مذاکراتو ټینګار وشو. سربېره پر دې  د سعودي عربستان چې په اسلامۍ نړۍ کې له تر ټولو غښتلي موقعیت څخه برخمن دی، په افغانستان کې د فغانستان روانې جګړې ته د ورور وژنې نوم ورکړ. مسجد الحرام او د نبوي جومات امامانو په یو کمساري غوښتنه کې افغانستان کې د تېراوربند هرکلی کړی او له ښکېلو خواوو یې غوښتي دي چې خپل منځي وینې تویولو ته پای ورکړي. په دا نژدې کالونو کې د ا لومړی ځل دی چې د مسلمانانو د دې دوو مذهبي مقدساتو امامان د جمعې ورځې په خطبو کې په یوه غږ د افغان حکومت او طالبانو د نوم له اخیستو پرته د تېر اوربند هرکلی کوي.

په کوردننه اجماع؛ جمهور رییس په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو لپآره د ټولنې له بېلابېلو پاړکو سره له اوږدو او تفصیلي بحثونو په پایله کې  دایمې سولې ته د رسېدو په برخه کې اجماع رامنځ ته کړه. د دې اجماع په پآیله کې د لومړي ځل لپآه شاوخوا ۳۰۰ دیني عالمانو له یو لړ مطالعاتو وروسته په دیني او شرعي دلایلو د افغان دولت پر وړاندې د طالبانو او نورو جنګي ډلو جګړه ناروا وبلله، او په دې برخه کې يي یوه فتوا هم صادره کړه.

په دې سره په افغانستان کې وسله والو طالبانو ته د جګړې د تداوم لپاره شرعي او بل هر ډول پلمه پاتې نشوه. حکومت وسله والو طالبانو ته ټول هغه شرایط برابر کړل چې په افغانستان کې هم خلک د  نړۍ د د نورو هېوادنو په څېر په سوله کې ژوند وکړي.

180 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2