Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان اوسنی پوځي – سیاسي وضعیت بیا کتنې جدي اړتیا ده

ودان روښان || 

له کوچني اختر او د ۴۰ کلنې غمیزې په اوږدو کې د لومړني رښتیني او بې ساري اوربند له تجربې وروسته د تمې خلاف جګړه غوښتونکو او د وینو تږیو د بهرنیو مغرضو افغان دوښمنه کړیو په لمسون او مخامخ قومانده خونړیو بریدنو ته زور ورکړی چې له بده مرغه د لسګونه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې په کې تویه، کورنۍ او عزیزان یې د ویر اوماتم پر ټغر کینولې. د افغانستان تاریخ په دغه پړاو کې چې ټول ولس د سولې او پخلاینې چیغې وهي او په ژړا او انګولا د سولې غوښتنه کوي خو د افغان وینو ته تږي کله رحم او کرم لري او ترهغو خپلو هڅو ته دوام ورکوي چې خپلو موخو ته نه وي رسېدلي چې انشاالله نه شي رسېدلی او یا یې د سوله غوښتونکي او مېړني ولس په سوک ۳۲ غاښونه، نه وي تویه شوي چې که خدای کول دا شیبه لرې هم نه ده.

رښتیا په دغسې یو حالت کې چې د جنګېدونکو طالبانو په ګډون ټول سوله غواړي او وایي چې نور له جګړې ستړي شوي نو بیا ولې ځینې طالب مشران پر جګړې او وینه تویولو ټینګار کوي او دوی غواړي څه؟ سره له دې چې دې پوښتنې ته مې په یو بله لیکنه کې څه ناڅه ځواب ویلی خو په لنډو کې دومره وایم، چې ځینې جګړه غوښتونکي طالب مشران او د هغوی بهرني ملاتړي د اوربند پر مهال د سوله غوښتنې او له جګړې کرکې سراسري روحیې ویرولي او داسې ګڼي چې په دغسې چاپیریال کې پر جنګېدونکو طالبانو خپل کنترول له لاسه ورکوي نو ځکه خو هڅه کوي د سوله غوښتنې چاپیریال پر جګړه ییز او دوښمنۍ پر چاپیریال بدل کړي.

له بله پلوه اوس چې د سوله غوښتنې او له جګړې کرکې روحیه پیاوړې شوې او طالبان اړ دي چې د سولې خبرو ته کیني نو ځکه خو هڅه کوي د خبرو پر میز یې هغه د چاخبره موټی ډک او دریځ  پیاوړی وي، په دې مانا چې څومره زیات د عمل نوښت په لاس کې ولري او ډېرې سیمې لاندې کړي په همغه اندازه به د خبرو په میز کې ډېر امتیاز تر لاسه کړي نو ځکه خو یې جنګ جګړو ته زور ورکړی خو بې خبره له دې چې څومره اوس هغوی پر جګړه او وینه تویېدنه ټینګار کوي هغومره د ولس له کرکې او نفرت سره مخ کېږي.

په هر صورت اوس چې لاهم مخالف لوری البته ټول نه بلکې د هغوی ځینې جګړه غوښتونکي پر جنګ جګړو ټینګار کوي، افغان وسله وال پوځ هم مسوولیت لري چې د وطنوالو سر، ناموس او مال دفاع وکړي چې دغه کار له لوړ جګړه ییز چمتووالي پرته ناشونی دی.

ځینې لنډ فکره دعوه کوي چې پر دولتي ځواکونو د طالبانو اوسني بریدونو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له یو اړخیز اوربند وروسته زور اخیستی. ددوی په اند دولتي ځواکونو ته د اوربند امر شوی او پر مخالفینو د اور امر نه دی ورته شوی نو ځکه خو د دولتي ځواکونو مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده. په داسې حال کې چې اوربند مانا دا نه ده او نه هم دغه ډول امر شوی. په حقیقت کې پر دولتي ځواکونو د طابانو بریدونو د الخندق په نوم د هغوی پسرلنیو عملیاتو له اعلان سره سم زور اخیستی او کله هم نه دي درول شوي چې په کابل کې د ششدرک او کورنیو چارو وزارت ځانمرګه بریدونه او په فراه، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، غزني او نورو ولایتونو کې د هغوی پراخ بریدونه چې په ځینو کې یې د سردرانه زیانونه هم وګالل ښکاره بېلګې دي او له اوربند سره هیڅ راز، تړاو نه لري. ټول پوهېږي چې ولسمشر د اوربند پرمهال یوازې د یرغلیزو عملیاتو بندېدو امر کړی و. هغه په روښانه ټکو کې ویلي چې پر دولتي ځواکونو بریدونو ته باید غوڅ ځواب ورکړل شي او دولتي ځواکونو ته د دفاع حق خوندي دی، خو ځینې کسان د ناخبري او ځینې نور بیا د خپل غرض له مخې دا ډول څرګندونې کوي. د ناخبره خو ګناه نه شته خو هغوی چې غرض لري په لوی لاس دغه ډول زهرجن تبلیغات او په اصل کې د سولې دوښمني کوي چې دغه خلک اوس ټول پېژني او موخې یې هم مالومې دي.   

رښتیا دادي اوس چې د مخالفینو جګړه ماره برخه د وسله وال پوځ اړوندانو، دولتي کارکونکو او ملکي وګړو خلاف جګړې ته زور ورکړی اړینه ده چې د وسله وال پوځ اعلا سرقومانداني، د ملي امنیت شورا او د وسله وال پوځ لوړ پوړي چارواکي د هېواد اوسنی پوځي سیاسي وضعیت په کره توګه وارزوي او هغه ډول چې جګړه مارو په خپل تکتیک کې بدلون راووستلی دوی هم په خپل تکتیک کې په داسې بڼه بدلون راولي چې د وسله وال پوځ اړوندانو مرګ ژوبلې مخه په کلکه ونیسي.

له ځنډ پرته زیان منونکې سیمو کې د دولتي ځواکونو پاتې کېدو یا ایستلو په اړه سمه پرېکړه وکړي.

د کره لاسوندونو له مخې د جګړه مارو ملاتړي(اس اس ای) ددغه ډول جګړو خورا پراخه او اوږده تجربه لري، له ډېر پخوا ان د شلمې پېړۍ له پنځوسمو کلونو راهیسې یې په افغانستان او نورو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو کې د خپلو هژموني موخو له پاره د دغه ډول جګړو په اړه پراخې څېړنې  کړې دي. په ۱۹۶۰ کلونو کې پاکستاني ستراتېژیستانو په ګاونډیو هېوادو کې د چریکي جګړو په اړه اوږدې مقالې او کتابونه لیکلي دي. دوی د خپل هیواد سیاسي، انساني، پوځي او اقتصادي ځواک ته په کټو د ګاونډیانو پرضد دا ډول جګړې مهمې او حیاتي بللي. پاکستاني ستراتېژیستانو له همغه وخت راهیسې په ګاوندیو هېوادونو کې د خپلو نیابتي جګړو موخه داسې مطرح کړې او عمل پرې کوي:«د دوښمن پوځ روحیه د پر له پسې مرګ ژوبلې وراړولو له لارې کمزورې او پرستړي بدن یې ګوزارونه کوو چې نه رغېدونکي ټپونه وخوري. یاغي ځواکونه د دوښمن ستړي او ستومانه پوځ پر بدن کاري ګوزارونه کوي» (۱)   

پاکستانیانو د چریکي جګړو په اړه د ټولو پخوانیو او اوسنیو ستراتېژیستانو اثار ښه څېړلي او پر بنسټ یې خپله ستراتېژي چمتو کړې.

ای اس ای پرافغانستان د پخواني شوروي سره پوځ یرغل پر وخت د مجاهدینو د خرپ او ترپ جګړو لارښوونې، په کشمیر کې د اورپکو جګړې اوږدې مودې قوماندې او افغانستان کې د طالبانو ادارې له ړنګېدو او د هغوی بیا راپورته کولو او جنګولو اوږده او پراخه تجربه لري او پر دې ښه پوهېږي چې پرکومو ځایونو او پوستو څومره باغي اورپکي ور قومانده کړي؟ ای اس ای په دا ډول جګړو کې د ماوتسي تونګ یرغلیز تکتیک په سمه توګه کاروي هغه چې وایي:« په یرغل کې باید حساب شپږ پر یو وي» په دې مانا چې که په یو پوسته کې لس دولتي سرتېري وي هغوی ۶۰ اورپکي پرې قومانده کوي. د رپوټونو له مخې په دې وروستیو کې د میدان وردګو ولایت په جلریز ولسوالۍ کې اورپکو د د لسو پوستو شاوخوا ۱۰۰ سرتېرو خلاف له میدان وردګو، غزني، زابل، کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو له پنځه سوه زیات اورپکي راټول او پر دولتي پوستو یې بریدونه کړي چې په پایله کې یې دولتي پوستې له نیولو ورسته و سوزولې.

بله دا چې د ماوتسي تونګ د لارښوونې له مخې یاغیان باید خپلې وسلې، مهمات او نور اړتیایي توکي له دولتي حسابه پوره کړي پر همدغه دلیل هغوی پر زیانمنونکو پوستو بریدونه کوي وسلې او مهمات یې له ځانه سره تښتوي.

افغان امنیتي بنسټونو ته بویه چې جګړه ییز تکتیک د یاغیانو له تکتیک سره په داسې بڼه عیار کړي چې هغوی د عمل پر ځای عکس العمل ته اړ کړي. باید هوایي ګزمې زیاتې، د هغوی خوځښتونه تر کلکې څارنې لاندې ونیسي او سترګروپونه یې تر هوایي ګوزارونو لاندې راولي.

د کشفي او استخباراتي کره مالوماتو له مخې باید دطالبانو سترې ډلې تر ګوزارونو لاندې ونیول شي.  شپني عملیات او چاپې باید زیاتې او له جګړه غوښتونکو لار ورکه کړي.

(۱) کریستین فییر کرول- تر وروستۍ سلګۍ جګړه، د پاکستان پوځ د جګړې بڼه. ۲۸۳ مخ     

11 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *