Categories

اعلان

Loading…

سوی/ اجمل پسرلی

ماشوم مړ مرغه له اوږدې مښوکې راکاږه. د مرغه بڼې یې پرلاس پستې ولګیدې. ده یې پر بڼکو ورو ورو لاس تیر راتیر کړ.

 د « څه کوې؟» له ډډ غږ سره وریږدیده، مرغه یې پریښود، په وارخطایي یې شاته وکتل.

 ږیرور دنګ سړي مرغه په لته وواهه، مرغه لکه توپ په هوا شو او څیرمه ولوید. سړي د هلک پر لاس رااختلي میږي وڅنډل:

« مردار دی»

د سړي له تګ سره ماشوم شاوخوا وڅارله  څوک نه و. د مرغه په لور ورغی. مړ مرغه یې واړاوه راواړاوه، د هغه ټټر یې وګیراوه، بیا یې چیغه کړه، لاس یې وڅانډه، پښه یې ودربوله، میږیان پرې لک شوي وو. منډه یې کړه. د دنګ سړي غږ یې په غوږو کې انګازه وکړه:

« څه کوې؟ …. مردار دی…».

د دیوال سیورې ته غلی ودرید. له لرې یې مرغه ته بد بد وکتل. د مړه مرغه بڼې لمر ته وځلیدې زړه یې وشو چې بیا ورشي، خو لاس او پښې یې سوی کاوه.

پای

86 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *