Categories

اعلان

Loading…

محقق وايي، که طالبانو هزاره مېشتو سیمو ته جګړه وغځوله، کورنۍ جګړه به ونښلي

تاند- د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق طالبانو ته خبرداری ورکړ چې که پر هزاره مېشتو سیمو حمله وکړي، ناوړه پایلې به ولري.

محقق دا خبرداری د طالبانو د هغه خبرداري په ځواب کې ورکړ چې ویلي و ممکن په غزني کې پر ځینو هزاره مېشتو سیمو کې عملیات وکړي.

ښاغلي محقق وویل، که طالبان د هزاره ګانو سیمو ته د وړاندې تګ هڅه وکړي، ویجاړوونکې پایلې به ولري او په افغانستان کې به کورنۍ جګړه ونښلي.

له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې طالبان په غزني، اروزګان او وردک ولایتونو کې د هزاره ګانو له سیمو سره کار نه لري؛ هغوی ته یې اجازه ورکړې چې په دولتي ادارو کې کار وکړي، د نړیوالې ټولنې او حکومت له پرمختیايي پروژو برخمن واوسي، په سیمو کې یې کلینیکونه ښوونځي جوړ شي، خو د دغو ولایتونو پښتني سیمې یې ځپلې دي.

محقق د طالبانو د خبرداري په عکس العمل کې وویل«د غزني پر هزاره مېشتو سیمو حمله به په هیواد کې د کورنۍ جګړې اور بل کړي.»

محقق په درو انتخاباتي حوزو د غزني ولایت د وېشلو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې مخالفت هم وکړ، ویې ویل«دا مسله د یوه خاص قوم پر ضد د حکومت د دوه مخې پالیسۍ ښکارندويي کوي. په حوزو د غزني وېشل د انتخاباتي قانون خلاف ده او د افغان قومونو په منځ کې تبعیض رامنځته کوي.»

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وروسته له دې غزني په درو حوزو ووېشه چې د دغه ولایت اوسېدونکو د دې غوښتنې په خاطر اعتراضونه وکړل او د انتخاباتو کمیسیون ته یې اجازه نه ورکوله چې په غزني کې نوملیکنه وکړي.

دا کمیسیون وايي، د قانون له مخې د حوزو د وېش واک د انتخاباتو د خبلواک کمیسیون صلاحیت دی.

819 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. A. Halim Hakimi Reply

    “محقق په درو انتخاباتي حوزو د غزني ولایت د وېشلو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د پرېکړې مخالفت هم وکړ، ویې ویل«دا مسله د یوه خاص قوم پر ضد د حکومت د دوه مخې پالیسۍ ښکارندويي کوي. په حوزو د غزني وېشل د انتخاباتي قانون خلاف ده او د افغان قومونو په منځ کې تبعیض رامنځته کوي.»”

    From dozens and dozens of villages around the city of Ghazni, only one -Qarbaghi – is inhabited by Hazara ethnic group.

    Then how come the parliament representative from that province almost exclusively represented by the great people of Hazara?

  2. سلیمان Reply

    په کورنۍ جګړه لا موړ نه یې. تاسو خو افغانستان کورنۍ جګړو ټوټې ټوټې کړ او ته بیا هم د کورنۍ ، جګړې خبرې کړې، تاسو لیډرانو کله کورنۍ جګړه بنده کړې؟ اوس چې د انتخاباتو وخت بیا رانزدې شوی دا خاین بیا داسې شیانو ته لمن وهي، خو خلک اوس تاسو پيژني او نور ستاسو غوندې خاینانو په خولې نور باور نه کوي.

  3. Shinwari Reply

    وه کافره نجسه اوس انټرنیشنل جګړه ده او د کورنی وخت تیر شوی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2