Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ژباړې د سمون په اړه غونډه

افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت   

په افغان لیکوال د ژبو او ژباړې مرکز کې د ژباړې په اهمیت او له روانو ستونزو د ژباړې په ځانګړې توګه پښتو ژباړې د خلاصون په تړاو علمي غونډه جوړه شوه.

په دغه غونډه کې د هېواد د علومو اکاډمۍ پر استادانو سربېره د کابل پوهنتون استادانو او یو شمېر ازادو ژباړونکو، لیکوالانو او د ژباړې برخې محصلینو ګډون کړی و.

د غونډې په پیل کې د علومو اکاډمۍ غړي محترم استاد حبیب الله رفېع د ژباړې په تړاو مهمې او هر اړخیزې خبرې وکړې، د نوموړي په وینا، ژبه باید د ژباړې له لارې بډایه شي. په دې برخه کې د نوموړي ټینګار د ترکیبونو په پښتو کولو و، د ده په خبره د لغتونو په کره کولو سره ژبه نه بډایه کېږي، ترهغو چې د ژباړې ترکیبونه او جوړښتونه پښتو نه شي. لکه د ده په وینا، په دري کې ویل کېږي، چې (از پوهنتون کابل بازدید به عمل اورد) پښتانه ژباړونکي د دغه ترکیب په کاپي کولو سره لیکي، چې له کابل پوهنتون څخه یې لیدنه وکړه. استاد رفېع په دې برخه کې په رسنیو په ځانګړې توګه په پيل کې په باختر آژانس نیوکه درلوده، چې د دغه اژانس له جوړېدو وروسته خبرونه په دري کې تولیدېدل او بیا پښتو کېدل، چې دا ستونزه یې لا بنسټیزه کړه. استاد حبیب الله رفېع له نوو فارغو شوو ژباړونکو وغوښتل، چې ژباړه اوسمهال ذوقي او هنري کار نه بلکې مسوولیت ګرځېدلی چې وشي. د ده په وینا د علمي انقلاب په دغه دور کې باید ژباړونکي خپل رسالت په ښه توګه ادا کړي. نوموړي په پای کې د افغان لیکوال د دغه پروګرام ستاینه وکړه.  

د غونډې په دوام د علومو اکاډمۍ بل غړي ښاغلي سید نظیم سیدي هم د حبیب الله رفېع د خبرو پر دوام په سمو او ناسمو ترکیبونو او په ژباړه کې په دغه ستونزه پوره بحث وکړ، همدا راز یې د ژپاړې لپاره د ګرامر په اړه بحث وکړ، چې ژبه څنګه وده وکړي او څنګه له ژباړې د زیان پر ځای ډېره ګټه واخلي. سیدي نوو فارغ شوو ژباړونکو ته وویل، چې دوی ته د ټولنې په کچه لوی مسوولیت ور دې غاړې شوی، چې باید په سمه توګه یې ادا کړي.

دغې غونډې ته د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد محبوب شاه محبوب په خپلو خبرو کې وویل، که ژبه بډایول په کار وي، ژباړه باید علمي او مسلکي وشي، محبوب په ژباړه کې درېيو مهمو پروسو ته اشاره وکړه، چې عبارت دي له (Adaptation)، (Archaism)، (Neologism)، د ده په وینا، که غواړو چې مسلکي ژباړه وکړو باید په دغو درېیو پروسو کاملا بلد وو، څنګه کلمې پور کړای شي، څنګه نوې کلمې ولیکل شي، څنګه پخوانۍ یا ورکې کلمې وکارول شي او بالاخره څنګه له ګړدودنو یا لهجو کار واخیستل شي. استاد محبوب زیاته کړه، له ژباړې سره باید مسوولانه چلند وشي، ځینې داسې کتابونه ژباړل شوي، چې نیم مفهوم یې هم نه دی رسولی. ژباړونکي باید نسبي معیار مراعات کړي، ځکه بشپړ معیار لا نشته دی او په لهجو یا ګړدودنو کې له ژباړې ډډه وکړي.

هغه غوښتنه وکړه، چې د افغان لیکوال فعالیتونه باید لا پراخ او ملاتړ یې وشي، چې موږ مسلکي ژباړونکي ولرو او دا ژباړونکي لا ډېر شي. په نوره نړۍ کې په ژباړه کې لېسانس، ماسټري، دوکتورا او ان پوست پي اېچ ډي کېږي، خو په کابل پوهنتون کې د ادبیاتو پوهنځي په نصاب کې دغه مهمه برخه تر یوه مضمونه محدوده ده.

په دغه غونډه کې اتلسو تنو مسلکي ژباړونکو ته د فراغت سندونه هم ووېشل شول. افغان لیکوال د ژبو او ژباړې او مسلکي روزنې مخکښ مرکز دی،  چې له یوې لسیزې راهیسې په هېواد کې فعالیت کوي. د ژباړې چټک او معیاري خدمات، د ژبو او ژباړې او مسلکي روزنې انستېتیوتونه او د باکیفیته ژباړې له لارې انتشارات، د دغه مرکز برخې دي. د یادولو وړ ده، چې افغان لیکوال د ژبو او ژباړې انستېتیوت چې په دوه زره شپاړسم زیږدیز کال کې د ژباړې د تدریس په برخه کې جوړ شوی لومړنی انستېتیوت دی، تر دې مهاله یې د کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ په ملاتړ لسګونه ژباړونکي فارغ کړي دي او لسګونه نور پکې زده کړې کوي. د پښتو ژبې او ژباړې لپاره معیاري نصاب لري، چې د کابل پوهنتون او علومو اکاډمۍ د استادانو له خوا پر مخ وړل کېږي.

له افغان لیکوال سره د اړیکې لپاره:

0777666966

afghanwriter.afg@gmail.com

www.afghanwriter.af

23 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. بریال Reply

    تر ډېره زمونږ لیکوالان ملامت هم نه دي ، زمونږ د ښوونځیو تعلیمي نصاب خصوصا د پښتو ژبو سیمو نصاب ډېر نواقص لري. په کومو کتابونو کې چې مونږ لوستي دي ، اکثرا د نظر یوالی نه لیدل کيږي.
    دپښتو ژبې ګرامر یواځې د پښتو یا ګانو پورې محدود شویدی .
    د پښتو ژبې د افعالو ګردان ، خصوصا په تېره یا ماضي زمانه کې او همدارنګه د هغو بې قاعده افعالو مصدر او ګردان چې په مختلفو سیمو کې په راز راز ډول سره ګردان کيږي یو مشخص او میعیاري شکل سره لارښوود نشته . مثلا تلل ، په ماضي کې څوک لیکي چې هغه لاړ . نورېې لیکي لاړ دی . او یا تللی دی.
    هیله ده د پښتو ژبې تدریس لپاره په هرښوونځي کې مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکي استادان وروزل شي.
    د کابل پوهنتون او د هېواد نور پوهنتونونه او همدارنګه د علومو اکادمي باید پدې برخه کې زیات کار وکړي ، سیمینارونه او کنفرانسونه دایر کړي او خپل تصامیم د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو له لارې له هېوادوالو سره شریکې کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *