Categories

اعلان

Loading…

سوله غوښتونکو! له تورونو مه وېرېږﺉ

ودان روښان ||   

د طالبانو جګړه مار اړخ د سوله غوښتنې ولسي غږ ونه شو زغملی او د کونډو او یتیمانو ساندو اورېدو توان یې له لاسه ورکړ. دطالبانو یوې خبرپاڼې تور لګولی چې دغو سوله غوښتونکو د دوی جګړه چې دوی یې جهاد بولي د افغان وژنې په توګه خلکو ته ورپېژندلې. خبر پاڼې د طالبانو له پتې  تور پورې کړی چې په دغو پرلتونو کې د امریکا استخباراتي کارکونکي د قومي مشرانو په نوم ښکیل دي او پرلت کونکي په افغانستان کې د بهرنیانو حضور په اړه هیڅ نه وایي. اوس راځو دې ته چې ولې طالبانو له درې میاشتو وروسته سوله غوښتونکي د امریکا جاسوسان اعلان کړل؟!         

    د سوله غوښتنې دغه غږ خو لومړی له هلمنده د نوي کال میلې ته د ورغلو کسانو ترمنځ چاودنه کې د لسګونه کسانو له وژل کېدو وروسته پورته شو. هغه مهال دغو خلکو ولیدل چې د جګړې په اور کې له توپیر پرته وچ او لامده ټول سوزي نو ځکه خو یې د جګړې ضد او سوله غوښتنې غږ پورته کړ. دغو خلکو په ښکاره په لښکر ګا ښار کې د پرلت خیمه ووهله او طالبانو ته په ډاګه وویل چې یا سوله وکړﺉ یا راشئ موږ هم ووژنئ. د دوی دغه غږ کونډو، بورو او ورارو هلمندۍ میرمنو هم ورغبرګ او په ښکاره یې وغوښتل چې نور د خپلو زامنو، ورونو او عزیزانو وینې توییدو زغم نه لري.

هغه ډول چې ټولو ولیدل او واورېدل دا د چا لمسون او پیسې نه وې چې دغه خلک یې د جګړې پرضد غږ پورته کولو ته هڅولي وو بلکې دا دهلمند په ځانګړې توګه خو په ټوله کې د جګړې پرضد د افغان ستړي ولس کړیکه وه چې نه یوازې په کوردننه بلکې په ټوله نړۍ کې یې انګازې خپرې شوې. همدغه سوله غوښتونکی فریاد ان د جګړو په لومړیو لیکو کې ټوپک په اوږه طالبان هم وزنګول نو ځکه خو یې دغه اواز ته منفي غبرګون ونه ښود. کله چې له جګړې د ستړیو هلمندوالو غږ د هېواد ګوټ ګوټ کې په پراخ ملاتړ بدرګه شو نو دغو کسانو (هلمندي سوله غوښتونکو) وغوښتل خپل سوله غوښتونکي او له جګړې د کرکې اواز لومړی جګړه ځپلو ولسونو او بیا نړیوالو ته ورسوي چې پر همدغه دلیل یې د لارې له ټولو خطرونو سره سره د روژې په مبارکه میاشت کې یو بې ساري تاریخي نوښت ته لاس واچاو او اعلان یې وکړ چې له لښکرګا ترکابله به د سولې له پاره پلي تګ کوي.

دغه سفر سره له دې چې ډېر ستومانونکی او ستونزمن و، لوږه، تنده، تڼاکې یبله پښې، ګرمي، روژه او نورې ټولې ناخوالې یوازې او یوازې د سولې له پاره وو نو ځکه خو سوله غوښتونکي دلارې په اوږدو کې د ولسونو ان طالبانو له تاوده هرکلي سره مخ شول. د سوله غوښتونکو په وینا د پلي مزله ۶۰٪ لار یې د طالبانو تر ولکې او اغیز لاندې سیمو تېرېده خو له هغه ځایه چې سوله غوښتونکو کې کومه درغلي نه وه، نه یې له چاپیسې اخیستې او نه یې هم د اخیستو په تمه وو، نو ځکه خو له طالبانو نه وېرېدل او طالبانو هم د دوی پر رښتینولي او روغ نیت شک نه درلوده نو پر همدغه دلیل د سوله غوښتونکو کاروان ان پرته له کومې وړې امنیتي ستونزې  تر کابل پورې ورسېد. له هغه ځایه چې د سوله غوښتونکو غږ د ولس غږ و او دی او عادي طالبان هم د ولس برخه دي هغه ډول چې ولس له جګړې ستړی شوی په همغه کچه طالبان هم له جګړې ستړي شوي.

د اختر درې ورځني اوربند کې په خپله ډېرو طالبانو په لوړ اواز او وازه خوله وویل چې نور که جګړه وه هم ترې ستړي شوي او که جهاد و هم ترې ستړي شوي دي، نوځکه خو سوله غوښتونکي روغ رمټ کابل ته ورسېدل او طالبانو هم د سوله غوښتونکو غږ خپل غږ او د دوی هیله خپله هیله بلله او بولي یې. ځینو طالب مشرانو د خپلو ملاتړو په سلامشوره داسې ګڼله چې ښایي دغه سوله غوښتونکي ډېر ژر ستړي او خپلو کورونو ته ستانه شي او سوله غوښتونکي یې ځان ته کوم خطر نه ګڼل نو ځکه خو یې په لومړي سر کې کوم منفي غبرګون ورته ونښود خو کله چې یې ولیدل دغه غږ نور نه ایسارېدونکی دی او د ورځې په تېرېدو نه یوازې کمزوری بلکې نورهم اوچتیږي نو ځکه خو یې پر اندامونو لړزه ګډه او د خپل عادت له مخې د سوله غوښتونکو پرضد خپله زړه توره راواخیسته او په ډېره سپین سترګي یې اعلان وکړ « په دغو پرلتونو کې د قومي مشرانو په نوم د امریکا استخباراتي کارکونکي ښکیل دي»

له دې پرته خو دوی بل څه ویلی هم نه شول. جګړه غوښتونکو طالب مشرانو ټیک هغه وخت دغه تور ولګولو چې سوله غوښتونکو وویل به کابل کې د پاکستان، ایران، روسیې، امریکا او ملګرو ملتو سفارتونو مخې ته د سوله غوښتنې پرلت وهي. له تردید پرته طالبان د خپلو ولینعماتو (پاکستان، ایران او رسیې) سفارتونو مخې ته پر پرلت دومره په غصه کړي چې پر بې ګنا سوله غوښتونکو یې د امریکا استخباراتي کارکونکو تور ولګولو. له طالبانو باید پوښتنه وشي چې ولې یې له دومره ناوخته دغه کشف کړی دی؟!

رښتیا خو دادي چې د طالبانو جګړه غوښتونکې څانګه او د هغوی ملاتړي داسې ګڼي چې سوله غوښتونکي که د پاکستان، ایران او روسیې سفارتونو مخې ته پرلت وهي مانا یې داده چې همدغه افغان دوښمنه هېوادونه په افغانستان کې د جګړې پر اور تیل پاشي او ددوی ( طالبانو) او د جګړې اصلي ملاتړو څېرې بربنډېدو او هم د سوله غوښتونکو غږ ته د ولس مثبت او بې ساري غبرګون وارخطا کړې نوځکه خو اوس پر سوله غوښتونکو د امریکا د استخباراتو تور پورې کوي. له دې ښکاري چې د سوله غوښتنې دغه سوله ییز غږ تربلې هرې لارې سولې ته د رسېدو له پاره ګټور دی. اوس څرګنده شوې چې په دې سره ولسونه راوېښېدی شي او همدا ډول جګړه غوښتونکي په ملي او نړیواله کچه ګوښي کېدی شي نو ځکه خو اوس له جګړې ستړی ولس له سوله غوښتونکو تمه لري او په کله ترې غواړي چې له هیڅ ناروا تور او تهمته ونه وېرېږي او کله هم له خپلې دې سپیڅلې او روا غوښتنې تېر نه شي.    

   هغه ډول چې سوله غوښتونکي هوډمن دي چې د جګړه مارو او د هغوی ملاتړو خلاف په نړیواله کچه خپلې هڅې ګړندۍ کوي له ټولو سوله غوښتونکو هم ولس هیله لري چې د نړۍ ګوټ ګوټ کې د سولې له پاره خپل غږونه پورته او په دې توګه د جګړه ځپلي ولس د مظلومیت فریاد نړۍ ته ورسوي.

274 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2