Categories

اعلان

Loading…

عزیزالله کاروان په کابل کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو

تاند – په پکتیکا کې د ځانګړیو ځواکونوقوماندان عزیزالله کاروان د کابل ښار په مکروریان سیمه کې ووژل شو.

پېښه نن /د سرطان ۷مه/ د ماښام خواوشا ۸:۳۰ بجې د درېیمو مکروریانو په سیمه کې وشوه، او طالبانو رسنیو ته ویلي چې په کاروان باندې هغوی ډزې کړي دي.

مکروریان د کابل له ګرین زون یا امن ساحې څخه وروسته د کابل ښار ډېره امن لرونکې سیمه بلل کیږي.

د کابل ښار د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وایي، چې د درېیمو مکروریانو په فردوسي پارک کې وسله والو ډزې کړي چې دوه کسان یې وژلي او د یوې ښځې په شمول درې تنه نور یې  ژوبل کړي دي.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش هم منلې ده چې د پکتیکا د ځانګړیو ځواکونو قوماندان نن په کابل کې وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې په عزیزالله کاروان باندې په تېرو څو کالونو کې د ۱۳ځانمرګو بریدونو په شمول په لسګونو ځلې بریدونه شوي ول خو نوموړی ترې روغ وتلی وو.‌

1,374 total views, no views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. سلیمان Reply

    دداسې یو باتور شهیدول د کابل په زړه او د ټولو نه امن سیمه کې خو مې ددې دولت نه چورلټ زړه موړ کړ او بیخي مې ترې تمه غوڅه شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸