Categories

اعلان

Loading…

پیسې | لیکوال: عصمت الله صالح‎

د کمپیوټر پر صفحه یې وروستی فایل ذخیره کړ، عینکې یې پر بالښت کېښودې، د ګوتو سرونه یې پر پلاستیکي فرش تخته کړل، زور یې وکړ، پاڅېد، پر ګاز د اېښې چایجوش سر یې پورته کړ، ملا یې کږه کړه، شاته یې وکتل، د پلتو په قطي پسې یې یوه خوا- بل خوا سترګې واړولې، د اطاق په کونج کې اېښې بسترې ته ځیر شو؛ پر اورلګیت دوه مچان یو پر بل کښته- پورته کېدل… .

د شنه واسکټ پر ډک جېب یې لاس ننویست، سپین دسمال یې پر ځوړندې آینې تېر کړ، سترګې یې کش کړې، یو قدم شاته شو، غلي یې وویل:

ــــ اوس لږ پاتې دی، که خلاص شو ډېرې پیسې یې کېږي… .

ژېړه چایجوش ولړزېده، سر یې پورته شو، ګرمو اوبو د ګاز لمبه مړه کړه. ځوان سر ته لاس کړ؛ نرۍ جالۍ‌داره خولۍ یې د چایجوش تر لاستي تاو کړه، ټیټ شو، د ډبې کلي یې وتړله، پوزه یې کش کړه؛ د ګاز بوی یې تر دماغه ورسېد… .

شېبه پس یې زړه ولړزېد، جېب ته یې لاس کړ، د ټیلېفون پر ښیښه یې د انجینر کلمې ته وکتل، موسک شو:

ــــ سلام علیکم!

ــــ علیکم سلام، جوړ تازه، هغه کتاب څنګه شو؟

ــــ خلاص شو، نیم سات وروسته یې در استوم.

ــــ مننه، مازدیګر مهال د دهبریو چوک ته راشه، چې پیسې یې درکړم.

ــــ سمه ده، ښه ورځ!

ــــ ښه وخت!

توند باد له کړکۍ راننوت، پر غولي د بورې تشه کڅوړه د اطاق چت ته پورته شوه، ځوان سپین دېوال ته په ډډه شو، پښه یې وغځوله، په موسکا یې وویل:

ــــ ډېرې پیسې دي، که مې ترلاسه کړې، دوه به هغه نوي کتابونه اخلم، یو اسکټ او بل…

ځوان لا خبره نه وه خلاصه کړې، چې یو ځل بیا یې سینه وخوځېده، پر جېب یې ګوتې ننویستې، مبایل یې غوږ ته کړ:

ــــ هلو!

ــــ ښه یې، جوړ یې…

ــــ مننه، کور کراري ده؟

ــــ هو خیرت دی، ګوره د مور ناروغي بیا سخته شوې، نن مې ښار ته راوسته؛ خو ماسره دومره پیسې نه‌شته که…

ــــ کومه خبره نه ده، زه مازدیګر مهال درځم…

ــــ سمه ده، خدای پامان!

ــــ په مخه مو ښه.

ځوان ټیلېفون پر بالښت پړمخې کړ، پښه یې ور ټوله کړه، پورته یې وکتل، د غڼې اوږد تار لاهم د باد څپو خوځاوه.

17 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *