Categories

اعلان

Loading…

سوله، اوربند او راتلونکې

مجیب‌الرحمن لمر || 

له وسله‌والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د پیل تازه څپرکی د کابل پروسې له دویم کنفرانس څخه پیل شو چې په ترڅ کې یې جمهور رییس محمداشرف غني د سولې خبرو لپاره اووه (۷) وړاندیزونه مطرح کړل. ولسمشر وړاندیز وکړ چې له قید او شرط پرته به وسله‌وال طالبان د سیاسي ګوند په توګه پېژندل کېږي، په اساسي قانون کې به تعدیل رامنځته شي، طالب زندانیان به له بند څخه ازاد کړی شي، ازادو ټاکنو ته به لاره هواره شي، پر وسله‌والو طالبانو به نړۍوال بندیزونه لیرې کړی شي، د پخلا کېدونکو طالبانو امنیت به تامین شي او د لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله اهدافو او شرایطو ټاکلو ټاکلو په هدف به میکانیزم رامنځته کړی شي.

د دغو وړاندیزونه په مقابل کې افغان حکومت له طالبانو څلور لاندې غوښتنې مطرح کړې:

  1. د اساسي قانون سره سم د ټولو اتباعو (په ځانګړي ډول ښځو) د حقوقو او مکلفیتونو تامینول؛
  2. د اساسي قانون منل یا د اساسي قانون  له احکامو سره سم د هغه تعدیل؛
  3. له قانون سره سم د ملکي خدمتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو د فعالیتونو پر مخ وړل؛
  4. هیڅ یوې وسله‌والې ډلې ته چې له بهرنیو تروریستي شبکو، بهرنیو تخریبي سازمانونو، دولتي یا غیر دولتي بنسټونو سره چې په افغانستان کې د نفوذ په لټه وي اجازه نه ورکول.

اما د حکومت دغه وړاندیزونه د وسله‌والو طالبانو له‌خوا رد شول.

د جګړې د مشروعیت پای

د کابل پروسې له کنفرانس وروسته، د جګړې د مشروعیت ختمولو لومړنی اقدام په اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي عالمانو ګډ کنفرانس وو چې په ترڅ کې یې روانه جګړه نامشروع وبلل شوه او پر سولې ټنیګار وشو. د دغه کنفرانس په پرېکړه‌لیک کې د پاکستان د ۱۸۰۰ علماو متفقه فتوا چې په ترڅ کې یې ځانمرګي بریدونه حرام بلل شوي وو، د افغان علماو پرېکړه‌لیکونو او اسلامي نړۍ له‌خوا د سولې د هر ډول تر سره شویو نوښتونو او صادرو شویو پرېکړه لیکونو تایید وشو او تاوتریخوالی او تروریزم وغندل وشو. همداراز پر ښکېلو غاړو غږ وشو چې دېته په کتو چې افغانستان کې د سولې لپاره لازم شرایط برابر شوي، نو د سولې مستقیم مذاکرات دې پیل کړي.

په اندونیزیا کې د یادو درېیو هېوادونو د علماو کنفرانس له تر سره کېدو وروسته په کابل کې شاوخوا ۳۵۰۰ تنه علما را ټول او په یوه خوله یې روانه جګړه ناروا وبلله، ځانمرګي بریدونه یې حرام وګڼل او د روانې جګړې پر حرمت یې ټینګار وکړ.  

په کابل کې د علماو له کنفرانس وروسته د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز هم پر وسله‌والو طالبانو غږ وکړ چې له افغان حکومت سره دې د سولې خبرو ته کېني او جګړه دې پای ته ورسوي.

همداراز د مکې معظمې د حرم امام ښاغلي عبدالرحمن سدیس هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده او پر سولې یې ټینګار کړی دی.

واضح ده چې په افغانستان کې روانه جګړه له هماغه پیل څخه ورور وژنه وه؛ خو د پورتنیو مواردو په پام کې نیولو سره اوس‌مهال؛ دغې جګړې ته هېڅ دول دیني مشروعیت نه‌دی پاتې او پر طالبانو فرض ده چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

اوربند او پایلې

سولې ته د رسېدو په هدف؛ د افغان حکومت د هڅو په ترڅ کې د جمهور رییس غني له‌خوا د روژې له اووه ویشتمې (۲۷) د اختر تر پنځمې په یو اړخیزه توګه اوربند اعلان شو چې وروسته د طالبانو له‌خوا هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند اعلان شو. اوربند د اعتماد فضا رامنځته کولو لپاره غوره فرصت و خو د طالبانو له‌خوا دوام ورنه‌کړل شو؛ اما بیا هم په یو اړخیزه توګه د حکومت له‌خوا تمدید کړی شو.

له اوربند څخه وړاندې د سیاسيونو او سیاسي مخالفینو دا باور درلود چې له یوه لوري له وسله‌والو طالبانو سره سوله ناشونې ده او له بل لوري حکومت د سولې اراده نه‌لري؛ خو د اوربند له اعلان او تامین سره جوخت ثابته شوه چې افغان حکومت د سولې او ټیکاو ټینګښت لپاره بشپړه اراده لري. له بلې خوا د سیاسیونو دا فرضیه غلطه ثابته شوه چې ګواکې له وسله‌والو طالبانو سره سوله ناشونې ده. همداراز د سیاسیونو دا فرضیه هم غلطه ثابته شوه چې د طالبانو سیاسي قشر سوله غواړي او جنګي قوماندانان یې نه غواړي. د اوربند په ترڅ کې ولیدل شول چې د وسله‌والو طالبانو جنګیالي او قوماندانان هم ښارونو ته راغلل او له نورو افغانانو سره یې په ګډه اختر ونمانځه. همداراز واضح او ثابته شوه چې اوربند او سوله؛ دواړه عملي میکانیزمونه دي.

پایله

د سولې په تړاو د افغان حکومت هڅو رنګ راوړی دی. وسله‌والو طالبانو خپل مشروعیت له لاسه ورکړی دی. د اوربند په ترڅ کې د سولې په تړاو د سیاسيونو فرضيې غلطې ثابتې شوې. پر دې سربېره چې وسله‌والو طالبانو له اختر څخه وروسته اوربند تمدید نه‌کړ؛ خو ښارونو ته د طالب جنګیالیو او قوماندانانو راتګ پر دې منتج شو جګړې ته زړه ښه نه‌کړي. له‌دې سره تر ډېره بریده طالبانو پر خپلو صفوفو کنټرول له لاسه ورکړی دی. بل لور ته د سولې په اړه ملي، سیمه‌ییزه او نړۍواله اجماع رامنځته شوې ده. دغو مواردو ته په کتو؛ باور دا دی چې وسله‌وال طالبان له سولې پرته بله لار نه‌لري.

69 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *