Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د اوربند د اوږدولو لپاره د هلمندي فعالانو غوښتنې رد کړې

تاند- وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ د اوربند د اوږدولو لپاره د افغان سپینږیرو او فعالانو غوښتنه رد کړه.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د سولې لپاره د فعالانو ناره یو هسې«شعار» بللی او هغه رد کړی دی.

ده د مدني ټولنې له فعالانو او نورو وغوښتل چې له هغه حرکت سره یوځای نه شي چې د ده په وینا «د امریکا او نړیوالو ځواکونو په لاسونو کې لوبېږي.ِ»

د هلمند د ولسي حرکت غړیو په روژه او سخته ګرمۍ کې د ۷۰۰ کیلومتره لارې له پلي مزل وروسته وړمه ورځ له طالبانو وغوښتل چې اوربند اوږد کړي او د سولې خبرو ته لار هوار کړي.

دې حرکت له پرون راهیسې د ملګروملتو د دفتر مخته پرلت پیل کړی او غواړي چې د افغانستان په جګړه کې د نورو رول لرونکو هیوادونو د سفارتونو مخته هم پرلتونه وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د طالبانو ویندوی په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د دوی هدف دا دی چې موږ وسله پر مځکه کښېږدو او د یرغلګرو له لوري تپل شوی رژیم ومنو.»

د اختر په درو ورځو کې د طالبانو له لوري اوربند سولې او پخلاینې ته د افغانانو په زړونو کې ډېرې هیلې غوړولې وې.

د اوربند په ترڅ کې د طالبانو چلند وښودله چې عام طالبان سولې ته زیات لېواله دي.

د هلمند د سولې حرکت پرون وروسته له دې چې طالبانو د سولې او اوربند په اړه د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وایه، وویل چې د هلمند د سولې حرکت یو خپلواک خوځښت دی چې د خلکو له منځه راپورته شوی او برخوالو یې د سولې د ملاتړ لپاره له لشکرګاه تر کابله ۷۰۰ کیلومتره لار پلې کچ کړې ده.

د هلمند ولسي حرکت وروسته له دې پیل شو چې د مارچ د میاشتې په وروستیو کې په یوه انتحاري موټر بمي برید کې د لشکرګاه په غازي ایوب خان لوبغالي کې ۱۶ تنه شهیدان او ۵۳ نور ژوبل شول.

492 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

6 comments

  1. بریال Reply

    ټالبانو ته د خپل هلمندي ولس غوښتني او ګټې مهمې نه دي ، دوي ته د پنجاب ګټې او اوامر ډېر مهم او حتمي دي.
    په اوربند سره د افغانانو ژوند ژغورل کيږي.
    الهي امر او ارشاد « والصلح الخیر » پرځای کيږي.
    د دایمي سولې لار پرانستل کيږي او خارجیانو د شتون باني ختمېږی.
    بیا به پنجاب زمونږ پرخاوره د توغندیو ویشتلو لپاره دلایل ونه لري
    بنا ټالبان او پنجاب به هېڅکله د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ورنکړي.

  2. الکوزی Reply

    طالبان وایی چی افغانستان اشغال سوی دی، ولی دا نه وایی چی ددوی د حکومت په دوران کښی هم افغانستان اشغال وو زما یادیږی کوم قدرت چی د بهرنیو طالبانو لکه پاکستانی، عرب، چیچینی او داسی نورو سره وو ددوی د یوه سره نه وو هر هغه خبره ددوی لپاره سنګ نوشته وه چی آی ایس آی کوله نو ډیر غلامان څوک وو؟ او دیی. تاریخ دا ثابته کړی چی غلامان هیڅ وخت د اولس د خلکو خواستو ته مثبت ځواب نه وایی او نه یی هم ویلی شی لکه طالبان دوی چندان نه قرآن ته نه حدیث ته او نه هم علماوو ته احترام لری . ددوی سره داسی ټاپی دی چی په هر مسلمان وګړی هر ډول تور لګولی سی زه خو په دی باور یم چی دوی خو حلقه په غوږ غلامان د پاکستان دی او ملک د پاکستان په اشغال کښی ورکوی. دطالبانو ستر لار ښوود پاکستان دوی ته ټوله ستراتیږی ورکوی چی نه مشر پریږدی او نه هم کشر او په افغانستان کښی باید د سر او خبری سړی پاتی نشی او وولسی تحرکات په یو نو م او بل نو وڅپی، درسته ده چی د افغانستان په حکومتونو کښی نیمګړ تیاوی شته راسه ورسره کښینه ته چی ځان ملایکه بولی دا غلطی په ګډه اصلاح کړی. زه اروم د افغانستان خلکو په دی شپه او ورځ کښی د صلح نو م تر کلمه ډیر تکرار کړی ولی تاسوچی ځان ددی دنیا څانګړی بشر بولی غوږ نه نیسی ( څه ټول قرآن نه منلی او څه یو آیات ډ ټولو ګناه یو شی دی) .

  3. Mohammed Arif haleemy Reply

    تالب ورته مه وايه دحيرامنډي دلالان ورته وايه ، د پنجاب اجيران ورته وايه ، د هغه پنجاب تورلينگيو غلامان ورته وايه چي کوم خلکو به د افغان د نوم په اوريدو په لاهور او ډيلي کي پرتوگونه ککړول . کوم چي دي بي غيرتو ، بي وجدانانو ، وحشي ځناورو جاهلانو دلاسه دافغان غيرت ، د افغان حوصله او عزت د خاورو سره خاوري کړه .
    داهغه خوارج دي چي داسلام پنامه يي دمسلمانانو قتل عام شروع کړي ! دا هغه بي فرهنگه جاهالان دي چي د پنجاب پنامه يي دخپل ورور وينه تويوي . نن ورځ خو غلاکول ددي وحشيانو لپاره د گناه عمل ښکاري نه ..

  4. Mohammed Arif haleemy Reply

    طلبان نه عواړی چی افعانستان پرحپلوپښووداریږی دوی حپلوبادارنوته وفاداردی دجهلان به کله پوهیږی الله دهدیت ورته وکړی که هدیت دنیکی نوی نوالله ج دافعانستان څحه تحم ورک کړی

  5. Mohammed Arif haleemy Reply

    کرغېړن جنګ دی چې ورونه او د تره زامن یې د یو بل په وړاندې دښمنان او مخالف کړي، په داسې حال کې چې وینه د ټولو سره، درد او غم د ټولو مشترک دی.
    هر لوري ته یو افغان مري او هر طرف د یو افغان کور ورانېږي، بچي یتیمان، میندې بورې او پلاران د غم په سبب په ملا کړوپېږي.
    د یو افغان فرد په صفت خپل مسوولیت بولم چې د جنګ په ښکېلو غاړو غږ وکړم، څو خونړي جنګ ته خاتمه ورکړي او د رښتینې دایمي سولې په پار د مذاکراتو له لارې د افغان ولس هیلو ته رسیدګي وکړي.
    تر کومې به جنګ وي او تر څه وخته به افغانان خپلو وینو کې شټېږي؟

  6. عبدالکریم رحیم Reply

    اور بند د پاکستان د اردو لوی درستیز کړی و او هغه به یې اوږدوی. دا زمونږ خلک ولی نه پوهیږی. جنګ د افغانستان پر ضد د پاکستان دی او دوی وایی طالبان دی دا وکړی او طالبان دی هغه وکړی. ورونو، د بل په کور کې چې پروت یی د بل به مني. هغه مجاهدین څومره په کش کې وو خو باور وکړی چی اوداسه ته هم د پاکستان د پوځ د اجازی پرته نه شو تللی. مجاهدین جینیوا ته نه وو روان؟ چا ور پری نښودل؟ پاکستان او ریګن. دا ولی؟ دا په دی چې د بل کور کی پراته وو.

Leave a Reply to Mohammed Arif haleemy Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2