Categories

اعلان

Loading…

طالبانو په کندهار کې د سړک جوړولو تښتولي انجنیران او کارګر بلوچستان ته لېږدولي

تاند- وسله والو طالبانو لا هم په کندهار کې د سړک جوړولو کارګر او انجنیران له خپلې ژمنې سره سره نه دي خوشي کړي.

وسله والو طالبانو ژمنه کړې وه چې د سړکونو اونورو ټولګټو پروژو په وړاندې به نه خنډ کېږي خو د تېرې جمعې په شپه یې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کې د کندهار د ښورابک د سړک د پروژې ۴۳۳ انجنیران او کارګر وتښتول چې لا هم د دې ډلې له لوري برمته دي.

د ښورابک د سړک جوړلو  شرکت (افغان صداقت) مسوول، نن یکشنبه/ له وسله والو طالبانو وغوښتل چي تښتول دا ۴۳ کارګر او انجنیران خوشي کړي .

مخکې ویل شوي وو چې په تښتول شویو کې ۱۰ تنه انجنیران او ۲۰ ساتونکي دي خو وروسته څرګنده شوه چې ټولټال ۴۳ تنه تښتول شوي چې ۱۰ یې انجینران او پاتې عادي کارګر دي.

د دغو انجنیرانو د برمته کولو په مهال وسله والو طالبانو د افغان صدارقت خصوصي  شرکت وسایل ویجاړ کړي او دې کمپنۍ ته یې زیات مالي زیان هم اړولی دی.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې طالبانو برمته د بلوچستان ایالت ته لېږدولي دي. د کندهار د والي ویندوی داوود احمدي ویلي چې طالبانو تښتولي کسان د بلوچستان ګلستان سیمې ته بېولي دي.

ده همداراز وویل چې د سپینږیرو په منځګړتوب هڅه کېږي چې طالبان د دغو کسانو خوشي کولو ته وهڅول شي.

طالبانو تراوسه پورې نه دي ویلي چې ولې یې دا کسان تښتولي او یا یې چیرې بیولي دي.

102 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. dawud Reply

    ګناه یې دا وه چې سرکونه یې پخول او په افغانستان کې یې آبادي کوله
    هی شرمېدلو

  2. تراب خان Reply

    دخپلو پنجاپی بادارانو په امر دا کار شوی
    بی شرمه او بی حیا خلکو

    د ۴۰ کلونونه خپل وطن ورانوی او تاسی کښی
    نه مسلمانی شته نه غیرت

  3. Shinwari Reply

    طالبانو ته به یی ټيکس نه وه ورکړی دا د پښتو متل دی چه میښه ځوروی نو کټی یی ځوروه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *