Categories

اعلان

Loading…

 حامد کرزی د تاريخ په هنداره کې

 استاد شهسوار سنګروال ||

دويمه برخه:

په دې برخه کې:

– د لنډ مهالې ادارې تګلاره،     

– بېړنۍ لويه جرګه،                        

– مافيا، شېرپور چور کړ،  

١- د بن کنفرانس و پتېله چې د لنډ مهاله ادارې مشرتابه بايد د ډسمبر په ۲۲ نيټه (۲۰۰۱ کال) واک ترلاسه کړي.

٢- د لنډ مهالې ادارې رهبري له يوې لنډ مهالې ادارې نه جوړه ده چې د ریيس لخوا اداره کېږي.

٣- يو ځانګړی خپلواک کميسون به هم بېړنۍ لويې جرګې ته لار پرانيزي او همدا ډول ستره محکمه به د لنډ مهاله ادارې لخوا مينځته راخي.

٤- په رسمي توګه د واک له لېږد سره جوخت، لنډ مهاله اداره به ډېر ژر د هېواد چارې په غاړه اخلي، په دې ډول به د ملګرو ملتو چوکۍ اشغالوي، د نورو بهرنيو اړيکو نماينده ګي او په ټوله کې په نړيوال کنفرانسونو کې برخه لري.

٥- د شپږو مياشتو په موده کې به بېړنۍ لويه جرګه جوړېږي د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه لخوا به پرانستل کېږي او بيا به دغه جرګه د يوه انتقالي مقام رهبري ټاکي چې يوه پراخ بنسټه انتقالي اداره را مينځته شي. د تصويب له نېټې وروسته دغه اداره به د دوه کالو په موده کې يوه نماينده حکومت ته چې د اذادو ټاکنو لخوا به مينځته راځي لاره پرانېزي.

٦- د لنډ مهالې ادارې مقام به هغه مهال خپل کار پای ته رسوي چې د لويې جرګې لخوا، انتقالي اداره مينځته راشي.

٧- د انتقالي ادارې لخوا به د اتلسو مياشتو په موده کې لويه جرګه را بلل کېږي چې د اساسي قانون په تسويد کې برخه واخلي، خو د دې بهير لپاره به د دوه لومړنيو مياشتو په موده کې د ملګرو ملتو په مرسته د اساسي قانون د تسويد يو کميسون هم جوړېږي.

له دې سربېره د قضايي سيستم قانوني جوړښت د نوي اساسي قانون تر جوړېدو تر لنډ مهاله پېره له هغو تعملاتو به استفاده کوي چې د انتقالي ادارې له موافقو سره په ټکر کې نه وي… نو په دې بنسټ د افغانستان قضايه قوه خپلواکه ده (۵) ستره محاکمه او د محکمو نورې څانګې چې دانتقالي ادارې لخوا جوړېږي، د قضايي قوې برخه ګڼل کېږي.

په دې تړاو، د ملګرو ملتو په مرسته، انتقالي اداره به يوه قضايي کميسون ته دنده وسپاري چې کورنۍ قضايي سيستم د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کې د ملګرو ملتو د معيارونو مطابق جوړ کړي.

بيا د افغانستان په باره کې د ملګرو ملتو او د غونډې ګډونوالو له عليحضرت محمد ظاهر شاه څخه وغوښتل چې د لنډ مهالې ادارې رياست په غاړه واخلي. ولې هغه و نه منله.

پدې لړ کې دې ټکي ته هم ګوته ونيوله شوه چې د لنډ مهالې ادارې هېڅ غړی نشي کولی چې د لويې جرګې د بېړنۍ غوندې په جوړولو کې د کميسون غړيتوب تر لاسه کړي.

د لنډمهالې ادارې رييس او يا د ده په غيابت کې د ده مرستيالان کولی شي غونډه جوړه کړي او بيا د غوندې اجنډا مجلس ته وړاندې کړي… پرېکړې به د رايو په اکثريت کېږي.

لنډ مهاله اداره واک لري چې د سولې، نظم او د ښې ادارې لپاره فرمانونه صادر کړي.

لنډ مهاله اداره واک لري چې پولي سستم ورغوي او نوې پيسې چاپ او خپرې کړي.

لنډ مهاله او انتقالي اداره به د ملګرو ملتو په مرسته  د مهمو چارواکو لست او نوملړ برابر کړي چې په مهمو دندو لکه واليان، ولسوالان او نورو اداري مقاماتو لپاره وګماري چې د مرکزي بانک په شمول د هېواد ټولې چارې ښې سنبال کړي.

همدا راز د بشر د حقوقو او د هېواد د نظم او ښې ادارې لپاره هم ژمنه وشوه او دا هم ور زياته شوه که څوک سرغړونه وکړي جزا به ور کړ شي.

د افغانستان د سياسي حل لپاره د هغو افغانانو، نوملړ چې د ملګرو ملتو د استازو په ګډون د يو لړ پرېکړو لپاره را ټول شوي ول، دا دی:

ستار سيرت، امين ارسلا، عبدالرحيم وردګ، مېرمن افضلي، سيد حسين انوري، سيد حامد ګيلاني، رحمت الله موسی غازي، عبدالحکيم، همايون جرير، عباس کريمي، مصطفی کاظمي، عزيز الله لودين، احمد ولي مسعود، اصف محسني، محمد اسحق نادري، محمد ناطقي، عارف نوازي، يونس قانوني، زلمی رسول، ميرويس صادق، محمد جليل شمس، همايون تندر، سيما ولي، عزيز الله واصفي، باچا خان ځدران.

له افغانانو سربېره د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمي هم ګډون درلود.

ملګرو ملتو د لنډ مهالې ادارې په بهير کې خپل يو استازی د افغانستان د روان بهير لپاره وټاکه، چې له موافقه ليک نه څارنه وکړي.

ده د بېړنۍ جرګې د جوړېدو کار هم څاره او د بشر د حقوقو چارې هم. دغه استازي ښوونېزې او روزنيزې چارې د ټولنيز شعور د ودې او پرمختګ لپاره غوره ګڼلې او وخت ناوخت به يې لنډ مهالې ادارې ته سلا ورکوله.

د همدې کسانو په شتون کې (۲۰۰۱ ز کال د ډسمبر پنځمه) د کنفرانس غړو د يوه مصلحت له مخې حامد کرزی د مؤقتي حکومت د رييس په توګه وټاکه.

پداسې حال کې چې د المان صدر اعظم، لخدر ابراهيمي او يو شمېر نور بهرنيان حاضر ول، دغه سند لاسليک شو. د دې سند له لاسليک نه وروسته د افغانستان په سياسي تاريخ کې يوه نوي سياسي ژوند ته لاره اواره شوه.

بېړنۍ لويه جرګه،

د افغانستان خلکو د بن کنفرانس نه د ښو هېلو تمه درلوده ولې پېښو وښوده چې ښې پايلې ترلاسه نکړې، داسې کسان يې واک ته ورسول چې د کابل په خپلمينځي جګړو کې ښکېل ول.

که څه هم د بن کنفرانس د ملګرو ملتو د عمومي منشي کوفي عنان په پيغام پرانستل شو، د ملګرو ملتو استازي لخدر ابراهيمي او د المان د بهرنيو چارو وزير هم ويناوې وکړې، له ټولو خوا وو وغوښتل شول چې د افغانستان د سياسي او اقتصادي ودې لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.

لکه څرنګه چې د بن په کنفرانس کې د ملت ريښتينو استازو او د هېواد ناپيلو کسانو برخه نه وه اخستې، دا رنګه د بېړنۍ لويې جرګې د رابللو په کمېسون کې هم تر ډېره بريده د هېواد ملي شخصيتونو او د خلکو خواخوږو ونډه نه درلوده.

بيا هم تخنيکي چارې داسې پيل شوې چې د بېړنۍ لويې جرګې د رابللو خپلواک او ځانګړی کميسون باید د مؤقتي حکومت له جوړېدو يوه مياشت وروسته جوړ شي.

کميسون چې بايد د يو شمېر علمي بنسټونو له مخې جوړ شوی وی جوړ نشو، خو بيا هم يو کميسون چې ۲۱ غړي يې درلودل، د همدې موخې له مخې چې بېړنۍ لويې جرګې ته کوم ډول کسان را وبلل شي په کار پيل وکړ.

ټولو خواوو په خپلې وروستۍ پرېکړې د هېواد د اساسي قانون د تسويد په هکله د بېړنۍ لويې جرګې د رابللو لپاره دغه معيار او ميکانيزم په پام کې ونيو:

– په بېړنۍ لويې جرګې کې د استازو شمېر که هغه ځايي دي يا کوچيان، چې په هېواد کې استوګن دي بايد په ګوته شي.

– جرګې ته د هغه کډوالو د استازو رابلل چې په پاکستان، ايران او يا نورو هېوادونو کې مېشت دی.

– په بېړنۍ لويه جرګه کې د دين د علماوو، روښانفکرو، سوداګرو، د ښځو او د بشري حقوقو د استازو ګډون.

– د بېړنۍ لويې جرګې خپلواک او ځانګړی کميسون د لويې جرګې له را بللو لږ تر لږه لس (۱۰) اونۍ د مخه، د جرګې د نېټې پيل او ځای، د مودې په تړاو په ټاکلو سره خپور او نشر شي.

– بېړنۍ لويه جرګه به د انتقالي دورې د دولت رييس ټاکي.

د دې ټولو هڅو پايله دا شوه چې د هېواد ټول وسلوال به هرومرو د لنډ مهالې ادارې تر کنترول او واک لاندې وي.

د لنډ مهالې ادارې او د بېړنۍ لويې جرګې هڅې به دا وي چې د ملګرو ملتو پرېکړو او د بشر حقوقو ته ژمن وي. دا ځکه چې افغانستان پخپله هم د ملګرو ملتو غړی دی.

لنډ مهاله اداره ژمنه ده چې د نړيوالې ترهګرۍ او مخدره توکو پر وړاندې ودرېږي، له ګاونډيو اونړيوالو هېوادونو سره ښې اړيکې ولري.

لنډ مهاله اداره او د بېړنۍ لويې جرګې خپلواک کميسون بايد د ښځو استازيتوب د بېلابېلو مذهبونو، نژادونو او لږکيو ونډه په بېړنۍ لويه جرګه کې په پآم کې ونيول شي.

لنډ مهاله اداره مکلفيت لري چې خپل ټول کړه وړه د امنيت شوری له پرېکړو (د نوامبر ۱۴ نېټې ۲۰۰۱ کال) سره همغږي کړي.

د بېړنۍ لويې جرګې له سپارښتنو سربېره له ملګرو ملتو نه هم وغوښتل شول چې د افغانستان ملي واکمني، د خاورې تماميت، د افغانستان ملي يووالی او همدا راز د بهرنيو هېوادونو نه لاسوهنه، د افغانستان په کورنيو چارو کې تضمين کړي.

همدا ډول سپارښتنه وشوه چې د افغانستان په بيا رغاونه کې بايد د نړۍ هېوادونه ونډه واخلي.

د عمومي ټاکنو لپاره نومليکنه، د افغانستان سر شمېرنه، د هېواد د مجاهدينو د اتلانو پېژندنه، د ملګرو ملتو په مرسته د شهيدانو او معلولينو د کورنيو لپاره د مرستې صندوق، د ترهګرۍ او مخدره توکو د لمنځه وړلو لپاره هاندې هڅې، له بزګرانو سره مادي او تخنيکي مرستې، دا ټول هغه څه وو چې د بن په کنفرانس کې يادونه شوې وه.

د بن د خبرو مصوبه چې يوه ورځ وروسته لاسليک شوه د ملګرو ملتو د امنيت شورا ته وسپارل شوه. د ډسمبر په «۲۰» نېټې د امنيت شورا پرېکړه وکړه چې پنځه زره سوله ساتي به هم لېږي.

د ډسمبر په ۲۲ نېټې (۲۰۰۱ کال) چې د ۱۳۸۰ کال د جدې له لومړۍ نېټې سره برابره وه د واک د لېږد نېټه هم په ګوته شوه.

د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې، د ګاونډيو هېوادونو استازيو، د ترهګرۍ ضد ائتلاف او يو شمېر ګڼو افغانانو په ګډون د حامد کرزي په مشرۍ لنډ مهاله دولت په ټاکلې نېټې واک ترلاسه کړ، په کار يې پيل وکړ اود نړۍ هېوادونو هم اعلان وکړ چې د حامد کرزي تر مشرتابه لاندې به د افغانستان د بيا رغاونې، د سولې او بشپړ امنيت لپاره به هر اړخيزه مرسته کوي.

د لنډ مهالې ادارې په تشکيل کې دغو وزارتونو ته ځای ورکړ شوى و:

د دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت، د پلان وزارت، د سوداګريزو چارو، معادن او صنايع، د وړو صنايعو وزارت، د اطلاعاتو کلتور، مخابراتو، د کار او ټولنيزو چارو، حج او اوقافو، د شهيدانو او معيوبینو، ښوونې او روزنې، لوړو او مسلکي زده کړو، روغتيا، فوايد عامه، د کلو د پراختيا، ښاري پراختيا، د بيا ودانولو، د برښنا او اوبو، د کډوالو، کرهڼې، اوبو لګولو، قضايي چارو، د ګرځندويه او هوا پېژندې وزارت، د قبايلو چارو او د ښځو چارو وزارتونه.

د لنډ مهالې ادارې ستونزې اوتېروتنې،

لکه چې وويل شول، کله چې لنډ مهالې ادارې ته واک ولېږدېده، ملګرو ملتو، د نړۍ شتمنو هېوادونو، لوېديځوالو، د ناټو غړو هېوادونو، جاپان امريکې او پخپله د امريکې جمهور رييس ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به سياسي، اقتصادي او هر ډول ټولنيزې مرستې نه ځانونه و نه سپموي.

ولې دېر ژر څرګنده شوه چې کورنۍ او بهرنۍ مافيا لاسونه يو کړل، له افغانانو سره يې نړيوالې مرستې داسې لوټ کړې چې ډېر ژر د ميلونونو ډالرو څښتنان شول.

د همدې ناوړه مديريت او د حکومت د ناکارۍ له امله لکه څنګه چې د ژنيو تړون له ماتې سره مخ شو، دا رنګه د بن کنفرانس هم سمې پايلې نه درلودې.

سيمې او نړۍ انګېرله چې په دغو نړيوالو مرستو به په افغانستان کې د بې کورۍ ستونزه حل شي. د شهيدانو او معلولينو کورنيو سره په ځای مرسته وشي، د ښځو د بشر د حقوقو درناوي ته به لاره پرانستل شي، ولې لکه څومره چې فکر کېده هغسې ونشول.

دولتي مافيا په لنډ وخت کې دومره پياوړې شوه چې د مافيا څو سوو کسانو د افغانسان د دېرش (۳۰) ميلوني وګړو په ستوني پښې کېښودې او پخپله د همدې فساد او لوټ له لارې مېلونونه ډالر ترلاسه کړل.

حامد کرزی په دې خوشاله و چې د هېواد جمهور رييس دی، ولې دې ته ژمن نه و چې د فساد مخه ونيسي. له ده نيولې تر مرستيالانو، کابينې غړو، ولسي جرګې، ستره محاکمه، په ټوله کې حکومت، مقننه او قضايه قوه، جهادي رهبران ټوپک سالاران، دا ټول په چور او لوټ کې له دولتي مافيا سره يو لاس ول.

نه يوازې په کور کې د ننه اختلاس، رشوت او هر ډول فساد ته لار پرانستل شوه، دا رنګه کورنۍ مافيا له نړيوالې مافيا سره يو ځای په افغانستان کې په چور لاس پورې کړ، دا چې ولې په افغانستان کې د غميزې پسې غميزې يو د بل پسې مينځ ته راغلې، لاملونه يې د شوروي د سرو لښکرو او د ناټو په سر کې د امريکا د وسلوالو ځواکونو بريدونه ول چې د افغانستان جګړه څو لسيزو ته وغځېده اوتراوسه لادغه خونړئ جګړه روانه …

ما فيا،شېرپورچورکړ!؟

د شلمې پېړۍ په وروستيو لسيزو، او د ٢١ پيړۍ په سر کې په تېره د حامد کرزي د واک په مهال د کابل شاوخوا ډېرې شخصي او دولتي ځمکې د زورواکو، چارواکو، زر واکو او له دولتي مافيا سره په ګډه، يو د بل په مرسته چور کړې.

د دغو ځمکو په چور کې کومه سيمه چې ډېره موهمه وه، هغه د شېرپور تاريخي سيمه وه، چې کرهڼيز ارزښت يې هم درلود او تفرېحي ارزښت هم.

دغه لسګونه جريبه ځمکه تر ډېره بريده دولتي چارواکو لکه د جمهور ريس مرستيالانو، وزيرانو، ملکي او پوځي چارواکو، زورواکو او په ټوله کې د مافيا غړو لاندې کړه، چې د يو شمېرزورواکواو داړه مارانو، نومونه په دې ډول دي:

لومړی بريد چې په دغې سيمې ترسره شو، کرهڼيزې سيمې لاندې کړې او په دغو ځمکو کې چې کومې کلاوې ودانې وې عمرونه يې لږ تر لږه څو پېړيو ته رسېدې…!؟ د شمالي ټلوالې يوه نامتو قومندان «سالنګي» په ټانکونو او بلدوزرونو ړنګې کړې، د شېرپور اصلي اوسېدونکو ته ګواښ وکړ، چې په يوه اونۍ کې ټوله سيمه خالي کړي.

په دغه موده کې چې کوم بې وسه او بې وځله بزګران چې دا ځمکې يې په اجاره اخستې وې او ترکاري به يې پکې کرله لا وتلي نه ول، تر ټاکنو لاندې شول او کورونه يې ورته په ګورستان بدل شول.

په دغه پېښه کې په لسګونه ماشومان، ښځې او سپين ږيري يا خو ووژل شول او يا هم ټپيان شول.

دويمه خبره چې د ښاروالۍ له خوا د يوه دولتي چارواکي په سپارښتنه وشوه دا وه،د شېرپور د سيمې هر اوسېدونکی چې دوه لکه ډالر ولري، په شېرپور کې پاتې کېدلی شي، په دې شرط چې د ښاروالۍ له نخشې سره سم به کور ابادوي. دريمه دا چې، دولتي مافيا له ملکي او پوځي مافيا سره په ګډه شېرپور ووېشه او بيا هر زورواکي او چارواکي د پيسو او وسلو په تناسب شېرپور، چور کړ چې يو شمېر نومونه دا دي:

مارشال قسیم او وروڼه يې هر يو د قلاداد خان زامن، عبدالحسين، حاجي مقيم، عبدالقديم، عبد الامين، او عبدالرحمن.

د محمد طاهر زامن، هر یو محمد فاضل (سفير) او محمد صابر.

د دفاع وزير رحيم ورګ او مرستيالان، جنرال عبدالرازق، ګلزرک ځدراڼ، جنرال محمد ظاهر، د دفاع د خريداري مسول پاينده محمد، جنرال عبدالاحد، د امنيت مرستيال عبدالحکيم نوروزي، قومندان عبدالقيوم، جنرال محمد سعيد

د تخار والي سيد اکرام الدين، د غور والي ابراهيم، د بلخ والي او قومندان عطا محمد نور.

د امنيت ريس عبدالباري، د راديو تلويزيون ريس محمد اسحق، جنرال ګلبدين.

قومندان رجب خان، خواجه نبي، قومندان الماس، قومندان تاج محمد، جنرال محمد هابيل، قومندان بابا جلندر…

د کرزي سلاکار وزير شهزاده مسعود.

د احمدشاه مسعود زوی احمد مسعود.

د کورنيو چارو وزير علي احمد جلالي، د سوداګرۍ وزير سيد مصطفی، د ښوونې او روزنې وزير محمد يونس قانوني، د ده د دفتر ريس محمد ابراهيم، سيد حسين اشراق حسيني د معارف معين.

عبدالحميد مبارز، محمد مهدي ياوري، قومندان شير علم، قومندان عبدالله، د قانوني سکرتر فريدون، د امنيت ريس علي.

د حامد کرزي سلاکار وزير زلمی هېواد مل، قومندان ګل حيدر، ريس اعاشه عظيم الدين.

جنرال دوستم، د ده د دفتر ريس سيد نورالله، د پروان د امنيت ريس واصل، سيد احمد نصري (سفير)، جنرال سميع الله قطره، قومندان مير عالم، قومندان محمد ابراهيم، اتشه نظامي محمد سرور، قومندان باز محمد احمدي.

د افغانستان د بانک ريس انورالحق احدي، د پنجشېر د فرقې قومندان ګدا محمد، قومندان عبدالعليم، قومندان عبدالمبين، قومندان عبدالرحيم، جنرال ميرزا رحيم، په ايران کې سفير احمد مشاهد، سفير محمد ناطقي، قومندان محمد وزير، قومندان عطاوالله.

د قضا ريس مولوي فضل وهاب، قومندان شېرعلي، قومندان محمد شريف، قومندان محمد سعيد.

لوی درستيز بسم الله محمدي، د مخابراتو وزير ستانکزی، قومندان نور حبيب، قومندان نجم خان، قومندان فقير احمد، قومندان قدم شاه، قومنداند عبدالخالق، سلاکار وزير محمد علم راسخ، د تاج محمد وردګ زوی احمد نجيب وردګ، فضل الله د دوستم د دفتر ريس.

جنرال باباجان، حميدصديق د ملت د بابا ريس، آيت الله مير حسين د نظار د شورا ريس، حيات الله دياني، د ملت د بابا د مالي د فتر ريس، احمد شېر د بهرنيو چارو د وزارت د دفتر ريس، قومندان ملا عزت الله.

د پلان وزير حاجي محمد محقق، جنرال نورالله، غلام نبي فراهي، د ماليې وزارت معين، لوی څارنوال عبدالمحمود، قومندان محمد ايوب.

د عدليې وزير عبدالرحيم کريمي، عبدالبصير سالنګي، عبدالودود (قومندان).

محمد اصف دلاو، عنايت الله نظري د مهاجرينو وزير، محمد ابراهيم د امنيت مرستيال، عزيزالله شفق، د قاسم يار زوی احمد کمال، جنرال عاشور، قومندان جان احمد، د دفاع د وزير مرستيال بريالی، قومندان عبدالموبين، د امنيت ريس محمد امين، امان الله بارکزی، د امنیت عمومي ريس محمد عارف.

د بدخشان والي محمد امان، قومندان ګل محمد، قومندان دولت مير، د امنيت مرستيال عبدالله جان، قومندان حاجي قربان، د خليلي د دفتر ريس سیدمحمد حسين، قومندان مولا عبدالرحمن، قومندان نظرالدين، د بهرنيو چارو په وزارت کې عبدالرحيم او صديق الله، قومندان مير امان الله، قومندان محمد کريم، قومندان عبدالولي، جنرال عبدالمعروف.

محمد حنيف اتمر د کليو د پراختيا وزير، د فوايد عامې وزیر عبدالله علي، عبدالواحد علي، جنرال نثارالدين.

محمد کريم خليلي د ولسمشر مرستيال، عتيق الله عاطیف مل، د کابل والي ملا تاج محمد.

د اوبو، برېښنا وزير محمد شاکر سلاکار وزیر محمد يحيی معروفي، قومندان حضرت علي.

د فرهنګ وزير سيد مخدوم رهين، محمد يونس نو انديش، جنرال ګلستان، د هوايي ډګر د امنيت ريس سید اقا حسین هاشمي، قومندان ملا صبور، عزيزالله اريانفر، قومندان افضل امان.

د حج او اوقافو وزير محمد امين ناصريار، ډګر جنرال محمد داود، د سياسي امورو ريس نصير احمد، قومندان محب الله، قومندان سيد احمد او قومندان فضل احمد…

30 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

6 comments

  1. حسن Reply

    حامد کرزي مخکې د دولت په ادارو کې کار نه وکړي. د مسعود او شورای نظار د واکمنۍ په وخت کې باندینیو چارو وزارت سیاسي معین وو خو ده هغه وخت هم له دولتي امورو سره علاقه نه درلوده .
    هغه د دولت له نورو مجربو اداري پرسونل نه هم ګټه وانه خیسته . د خپل واک د ساتلو لپاره یې له هرچا سره سازش وکړ. اساسي او بنیادي اقتصادی پروژو ته یې هېڅ توجه ونکړه . د مثال په ډول د برښنا په برخه کې یې د اردو یو پخواني خوردضابط د اسمعیل خان په نوم مقرر کړ چې هغه هم شاوخوا درې میلیارده دالره د زړو او له له کاره لوېدلو ډیزلي جنراتورانو په واردولو سره خپل جیب ته کړل.
    ملا محمد قسیم فهیم ته چې د کارمل وخت کې د خاد یو غړي او له مسعود سره ارتباط شخص و ، خپل مرستیال وټاکه او وروسته یې د مارشالي اعزازي رتبه هم ورکړه.

  2. ع شريف زاد Reply

    سلام
    د حامد کرزی پہ برخہ کی د احمد رشید کتاب وگوری
    کریستین مانی تور ورخ پانی
    د انگریزی خبریالی لیکلی کتاب د کرزی پہ ڑوند باندی بہ ستا رخیرنی تاریخی معلومات لپارہ دیر گھور وی
    دا تول پہ انگریزی کی دی
    ستا لیکنہ معیاری بنہ لری او دیرہ موثر ہ دہ

  3. ع شريف زاد Reply

    گتور
    زہ پہ مبایل کی پشتو الفبا نہ لرم نو لہ املا یی غلطی معذرت غوارم

  4. daood Reply

    له شاه شجاع نه وروسته دوهم وطنفروش – چې سربیره مفسد هم دی هغه جناب ام الفساد کرزی ده – ددشمال ټلوالې موږکانو نه زمریان اودجهاد له سورلنډیانو نه پړانګان جوړ کړل

  5. الکوزی Reply

    کرزی داسی ګلان اوبه کړل چی پښتنو ته یی یو تور داغ په تاریخ کښی پریښوود. کرزی په یوه خاص میشن راغلی وو چی ځان، د جمعیت، جنبش او وحدت سړی خواره او قانلین ماړه او وطن پری چوری کړی کرزی په خپله دغه تګلاره کښی په سلو کښی سل فیصده کامیابه وو د پښتنو د تعلیم او تحصیل زمینه هم کرزی له خلکو واخیسته کرزی یو بریالی سیاست مدار او ریس جمهور نه وو هغه د ریاست جمهوری نه د کلی د ملک مهمان خانه جوړه کړی وه. خلص مطلب ټول ملک یی په سړی خورو غلو، قاتلینو، فا حشینو او مافیا وخوړو له جوالیانو، موچیانو، پنچر مینانو او چوپانانویی جنرالان جوړ کړل ټول کابل او ولایات یی خر څ کړل چی اوس یی دغه درد ناکه نتیجی غریب اولس ګالی، اهل قلم او خاندانی خلک یی یا مړه او یا هم له وطنه فرار کړل. د کندهار په غیرتی خاوره یی خدای نا بخښلی انشالله احمد ولی غل مسلط وو او د کندهار اکثره باتور مشران او کشران یی ترور کړل ولی زه دا وایم چی له تاریخه هیڅ شی پټ ندی د کرزی مرداری اوس غنی باباه نشی پاکولای. کرزی داسی نمک حرامان ماړه کړل چی همیش ددی هیواد په ورانولو تجزیه کولو او د پښتنو په زلیلولو پسی لوڅی پښی ګرزی.

  6. Samiullah amin Reply

    هم الله ج ته مسول اوپړ هم ملت اوهم تاریخ ته،دایو به یې هم معاف نکړي دا خرزی،دمافیایایي کړیو،مفسدینو،جنګسالارانو،ټوپکسالارانو،مجرکینو،جنګي جنایتکارانو مدافع وکیل

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *