Categories

اعلان

Loading…

د ملي یووالي حکومت بې ساري لاسته راوړنې

پښتنه کلیواله ||
‎افغانستان له 1919کال د خپلواکۍ د تر لاسه کولو څخه وروسته د یوه خپلواک او د بې طرفۍ. په اصولو ولاړ هېواد دی چې تل یې د تاریخ په اوږدو کې خپله بې طرفي د یوه اصل په توګه ساتلې ده.
‎د ملګرو ملتونو د سازمان د بنسټګرانو او د بشر د حقوقو د اعلامیې درناوي لرونکي هېوادونو په ‌‌‌‌‌‌ډله کې د ځلانده ستوري په څېر ځلېدلی او تل یې د ګاون‌‌‌‌‌‌ډیانو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په ښو اړیکو کې زرین تاریخ لرلی.
‎د هېڅ هېواد په کورنیو چارو کې یې د نه مداخلې په بنسټ او د داخلي او بهرني سیاستونو په رڼاکې یې تل خپل درناوی ساتلی دی.
‎له بده مرغه د تېرو څلورو لسیزو د جګړو په ترڅ کې کله کله له نړۍ څخه په کامل ‌‌‌‌‌‌ډول او یا په یوه کمه فیصدي انزوا شوی دی ، چې د وخت د حکومتونو د غلطو سیاستونو پایله وه.
‎د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغان حکومتونو داسې یو ستر بری تر لاسه کړی دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې زموږ ملي بیرغ د خپلو سیاسي نمایندګیو په سر وځلیدو ، او بیا یې د تل لپاره خپل حیثیت او باور یې پيدا کړ او  په ټوله نړۍ کې د یوه مستقل او خپلواک هېواد په توګه را څرګند شو.
‎له بده مرغه ځينو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو په افغانستان کې یې د خپلو موخو د سرته رسېدو په خاطر د خپلو مزدورانو او جاسوسانو په مرسته افغانان یې په یوه او بل نوم سره وپاشل.
‎چې د یوې سالمې داخلي او خارجي پالیسۍ نه درلودلو ته ددې امکان پيدا شو چې په افغانستان کې وروروژنه  او د وطن ورانولو ته یې زمینه جوړه کړه ، خو له نېکمرغه د ملي وحدت حکومت تر راتلو وروسته د هېواد داخلي او خارجي پالیسي د ښه مدیریت په برکت چې مشري یې ‌‌‌‌‌‌ډېر محترم ولسمشر محمد اشرف غني کوي، داسې مطلوبې پایلې یې تر لاسه کړې چې نړۍ ورته حیرانه او پایله یې بې ساري وه.
‎د مثال په ‌‌‌‌‌‌ډول په کورني سیاست کې هغه ستر بری چې د لومړي ځل لپاره یې هغه دوه طرفونه چې دولت او طالبان دي او تل یې د ټوپک خولې یو بل ته نیولې وې هغه جنګیالي که طالبان وه او یا هم افغان ملي پوځيان وه یو بل په غېږو کې سره ونیول او یو بل ته یې د دښمنۍ پر ځای د محبت کلیمې استعمال کړې ، چې اختر د مبارک شه عبادتونه مو قبول شه، چې دا کلیمې د ‌‌‌‌‌‌ډېر لوړ ارزښت لرونکي دي اګرچې د طالبانو اوربند ‌‌‌‌‌‌ډېر لږ وُ، او بېرته خپلو سنګرونو ته وګرځېدل خو غټ مفهوم په دې کې دی چې هېڅ افغان د داسې ورځې په فکر کې نه وه، نو دا هیلې یې بېرته را ژوندی کړې چې اوس خپله ولسونه د مدني حرکتونو د لارې د سولې او اوربند غوښتنه په خپل ابتکار شروع کړې ده ، دوهم : د افغانستاند جګړې په اوږدو کې دیني عالمانو دومره لویه غون‌‌‌‌‌‌ډه چې دا جګړه یې ناروا وبلله نه وه جوړه شوې، د هلمندي ځوانانو او ننګرهاري ځوانانو د سولې کاروانونه او د هغوی څخه د افغان ولس پراخ ملاتړ بې مثاله دی.
‎په بهرني سیاست کې نړیوال هیڅ کله د افغانستان د جګړې د پای لیواله نه وُ، خو په دې ورستیو کې  د افغان جګړې د ختمېدو‎ لېوالتیا دومره زیاته شوې ده چې بل هېڅ وخت یې ساری نه درلوده.
‎لومړی: د امریکا ولسمشر ټرامپ د جنوبي آسیا او پاکستان د پاره ستراتیژي چې د لومړي ځل د پاره یې زموږ ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد پاکستان ته په واضع توګه ګوټ څن‌‌‌‌‌‌ډنه وکړه او پاکستان یې په ‌‌‌‌‌‌ډاګه د افغانستان د جګړې اساسي عامل وباله.
‎دوهم: په اندونزیا هېواد کې یې د پاکستاني اندونزیایي او افغاني عالمانو غونډه او د هغې مثبتې پایلې.
‎دریم :په ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېواد ازبکستان کې په افغانستان کې  د جګړې د ختمېدو په اړوند نړیوال کانفرانس.
‎څلورم: د سعودي عربستان پاچاه د افغانستاند جګړې د ختمېدو څخه کلک ملاتړ.
‎او په وروستي ځل په ازبکستان کې د سولې مذاکراتو ته چمتووالی .
‎پنځم: د کابل پروسې  کانفرانس کې  وسله والو طالبانو ته د محترم ولسمشر محمد اشرف غني پر ځایوړاندیزونه او د هغو څخه په ملي سیمه ییزه او نړیواله کچه پراخ ملاتړ.
‎او داسې نور زیات مثالونه لرو چې زموږ ولسمشر ددې هېواد بنسټ د پاره یې کړې دي.
‎موږد خپلران ولسمشر ملاتړي یو انشاءالله هېواد مو په جوړېدو دی .

284 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2