Categories

اعلان

Loading…

په بريتانيا کې د افغانانو يووالی‎

بريتانيا هغه هېواد دی چې له غرب څخه نيولې تر آسيا او افريقا پورې یط پر ډېرو هیوادونو حکومت کړی دی. دلته د نورو هېوادونو د مليونونو وګړو تر څنګ په لکونو افغانان هم ژوند کوي. د افغانانو په اړه دا خبره مشهوره ده چې هيڅ وخت اتفاق نه کوي، همدا خبره يې په بريتانيا کې هم ثابته کړې ده.
لسګونه افغانې ټولنې دي او سلګونه مدني فعالان دي چې شپه ورځ د وطنوالو په خدمت کې دي خو له بده مرغه د دوی د بې اتفاقي او د يو ځای، او په ګډه د کار نه کولو له کبله د دوی هلې ځلې ډېرې ګټورې نه دي ثابتې شوې. اخترونه، د خپلواکۍ ورځ، نوروز او داسې نورې ملي ورځې بېلابېلې ډلې په مختلفو ورځو نمانځي.
د دې ستونزې د حل لپاره لندن مېشت افغان ځوانانو د بريتانيا افغان همغږۍ شورا BACC په نوم يوه کمېټه جوړه کړه چې پر داسې ميکانيزم کار کوي چې ټولې افغانې ټولنې او فرهنګي فعالان په ګډه کار وکړي. د ځوانانو ټولنه پر دې باور لري چې د دوی ميکانيزم به ټولو افغان ټولنو او مدني فعالانو ته د منلو وړ وي او له دې وروسته به په ګډه کار کوي. تر اوسه د اخترونو، نوروز، خپلواکۍ او نورو ملي ورځو پر ګډونمانځلو اتفاق شوی دی.
 د ميکانيزم له مخې پورته ذکر شوي ورځې به په ګډه نمانځل کېږي خو د که کومه ټولنه ځانته برنامه لري نو BACC کې شاملې ټولې ټولنې او مدني فعالان به دهغه ټولنې مرسته کوي. په پروګرام کې به يې برخه اخلي. د يادونې وړ ده چې BACC کومه نوې ټولنه نه ده بلکې دا د شته افغانو ټولنو د مشرانو کمېټه ده چې پر ګډه د کار کولو لپاره جوړه شوې ده.
BACC کې شته ځوانان د افغانانو د يووالي لپاره کار کوي او پر پرتانيا مېشتو افغانانو غږ کوي چې لاس ورسره يوسي. يو کېږو ګڼې ورکېږو.
سيدشاه خروټی

26 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی Reply

    سلامونه، او د تېر اختر مبارکۍ تاند لوستونکو ته
    دا د بې-اتفاقۍ او ځانځانۍ ستونزه دلته په وړکوټي ملک بلجیم کښې هم شته!!.
    ما څو کاله مخکې دا ستونزه د لراوبر وبثایټ ته لیکلې وه خو هغوی خپره نکړله؟.
    حتی دلته بروکسل کې دوه جوماتونه دي چې مشران او ملایان ېې خپلو کې سره جوړ نه دي!!
    خدای دې یوه دخیر دعا قبوله کړي او لکه د بریټیش-افغان-کوآردینیشن-کومیټي (با اک) د بلجیم او ټولې اروپايي اتحاديېې کښې عملي شي. آمیین.

  2. غ.حضرت Reply

    !خروټې شریکه
    د افغانانو یا ووایم پښتنو د نه ورکېدو لوی علت همدا نه یو ځای کېده دی مانا داچه که پښتون اتفاق وکړ نو پوه شه چه د ورکېدو
    .زمینه ئې هم مساعده شوه
    :یو وړوکی مثال
    د ثور اوومه او یا د جدی شپږمه توره ورځ په نظر کی ونیسه
    که افغان اتفاق درلودای نو د جدی شپږمه توره ورځ به همداسی توره پاته وی او نن به د نړۍ تاریخ هم کومه بله بڼه درلودای
    او نن به ته په لندن کی په ښۍ لاس اشترینګ موټر کی نه وای سپور
    که داسی استدلال وشی چه
    که اتفاق موجود وای نو د ثور اوومه یا د جدی شپږمه به هم نه رامنځته کېدای نو جواب ئې دادی چه
    په هغه صورت کی به موږ بیا هم د مقاومت او د لویو قدرتونو د شیطانی چنو او نقشو قربانی شوی وای لکه څنګه چه نن قربانی یو
    لږ تر لږه د نن ورځی زموږ د بې اتفاقیو یو هنر او حُسن دادی چه د موجودیت مقناطیسی قدرت مو یو خاص خارجی هیواد ته د بې امانه مانُوَر فرصت پلاس کی ندی ورکړی
    البته دا ټکی مهم ندی چه پوه شو آیا دا زموږ بې اتفاقی طبیعی او موروثی ده او که اکتسابی او د خاصو شرائطو زېږنده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *