Categories

اعلان

Loading…

ماتم/ صفیه وردک

 واوره ورېده. د ځمکې مخ سپین ځلېده. اسمان خړ تر سترګو کېده,د کابل دودونو د تل په شان پوښلی و.  ستوري نه وو. د سپیو غپا د شپې چوپتیا ماتوله.

 نن ورځ هم خړه تېره شوه. په سختۍ تیاره شوه. زړه مې را تنګ شو. د کوټې تر یو کونج او بل کونجه لاړم. د موبایل په ښیښه مې ګوتې تېرې کړې. کړم یوولس بجې به وې. د کتاب نښه مې یوې خواته کړه، لږ مې ولوست نور نه کېده. ذهن مې نه راټولېده. د ټلیفون مې شرنګ شو. بهر مېشتې ملګرې مې وه. له حاله مې يې پوښتلي وو.

وار له واره مې ورته ولیکل:

 بختوره يې؛ساه خو به په ارامه اخلې…

پیغام مې بېرته ډېلېټ کړ. ور ومې نه لېږه. ريموټ مې را واخیست. د تلوېزیون له ښیښې مې پرته جالۍ یوې خوا ته کړه. د ریموټ سرې بټنې ته ځیر شوم. زړه مې و نه کړی شوای تلوېزیون روښانه کړم. په وطن درې ورځنی ویر(ماتم) و.

80 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *