Categories

اعلان

Loading…

حامد کرزی څرنګه واک ته ورسېد؟   

استاد شهسوار سنګروال ||

يوه بېړنۍ او اړينه یادونه

حامد کرزی بياراګرزي !؟

درنودوستانو، به په ډله ییزو رسنیو، خپرونو او تا و ما ويلو کې به مو ليدلې او اورېدلي وي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له شپيګل؛ سره په مرکه کې، د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، که چېرې ولس وغواړي او حقوق پوهان ورته د بيا راګرزېدو لاره اواره کړي…نوهغه ده، چې بيا به خپل واک او ځواک راغبرګ کړي !؟

افغان ولس او نړيواله ټولنه په دې پوهېږي، چې حامدکرزي نږدې يوه نيمه لسيزه دواک په ګدئ ډډه وهلې وه … تاسو خواخوږوهېوادوالو ته څرکنده او ډاګيزه ده، چې کرزي صېب به د خپل واک و ځواک په مهال ښه او ګټور کارونه کړي وي، ولې له بلا تېروتنو يې هم سترګې نشي پټېدی .دا د تاريخ دنده ده، چې د هر واکمن ښېګڼې او بدګڼې پخپلو پاڼو کې راونغاړي …

دوستانو ته بايد ووايم هغه مهال، چې ما په پوهنتون کې د ښوونيز نصاب له مخې په بېلابېلو پوهنځېيو کې د افغانستان د معاصر تاريخ ، له احمدشاه شاه ابدالي تر پاچا امان اله پورې درس ورکاوه، يو شمېراستادانو راته سپارښتنه وکړه، چې ياد؛ لکچرنوټ؛ په کتابي بڼه وکاږم.

کله چې مې په دې تړاو پرېکړه وکړه، چې يوڅه لاسوندونه او ماخذونه راغونډ کړم، نو د هند او برېتانیا له کتابتونونو، ارشيپونو، ګالریو،له نندارتونو موزېمونو اوله نوروډله ېيزورسانېيومې ګڼشمېرمواداواخځليکونه ترګوتوکړل…د همدغه لاسرسي پربنسټ ليکنه رانه دومره اوږده شوه،چې له احمدشاه ابدالي ترحامدکرزي مې د سلګونو کتابونو پاڼې واړولې…

هغسې خومې هم پتېيلې وه، چې د څلوېښتو کالوپه شاوخواکې چې کوم يادښتونه، بېلابېل اخځونه، مواد او لاسوندونه اوترډېره بريده دسترګوليدلي،دلومړي لأس مواد،چې ماراټول کړي او کښلي ول په پام کې وو،چې دکتاب په بڼه خپاره کړم…همداسې وشول ،ولې په ټوله کې دغوتوکواوموادوکتاب دومره غوښن اوپنډ کړ،چې د ښوونيز نصا ب له ځغمه ووت .

کيسه رانه هسې اوږده شوه،راځمه کرزي صيب ته . . .غواړودده دواک تاريخي پېښې،ښېګڼې اوبدګڼې،ستاينې اوتېروتنې تاسودرنولوستونکوته،ترخپلې وسې ډالئ کړم…په دې ليکنه کې به هېڅ ډول خپلوي، خيلي او دښمني نه وي پالل شوي او ما،چې د څومره والي اوڅرنګوالي له مخې دڅومره لاسوندوندونواواخځليکونوپاڼې اړولي شمېرې پوره 632 ټوکو کتابونوته رسېږي، چې په دغوکتابونو کې سربېره زما له يادښتونو نه د بېلابېلو ژبوکتابونه لکه د انګليسي، اردو، روسي، پارسي او پښتو کتابونه شامل دي .

زه له درنولوستونکوڅخه دزړه له تله هيله کووم،چې په ماخپل اندونه اووړاندېزونه ولوروي،ترهغې چې داکره شي،ايادحامدکرزي لاسته راوړنې ډېرې دي اوکه تېروتنې ؟؟

غواړم په منظمه توګه دغه لړئ د ده د واک اوځواک له پيل نه ترپايه پورې پيل کړم…په دغه پېراوبهيرکې،چې کوم بدلونونه اوپرمختګونه، تېروتنې اوفسادونه په اقتصا دي،سياسي اوټولنيزوچاروکې مينځه راغلي دي،ټکی په ټکی په پرلپسې توګه وڅېړم….

درنو دوستانو، ما خو پرېمانه او په پرلپسې توګه ځان ستړی کړی په دې هيله، چې لوستونکو ته ګټوروي…په همدې هيله،ستاسوپېرزوېنوته سترګې په لاره .

په ډېردرنښت

سنګروال لندن

18/6/2018

لومړئ برخه :

حامد کرزی څرنګه واک ته ورسېد؟       

سټيو کول پخپلو څرګندونو کې په ډاګه کړېده ده چې د «سپتامبر په لومړيو کې د احمد شاه مسعود څارګرو د C.I.A د ترهګرۍ ضد دفتر ته د دوه عربو تلويزوني خبريالانو په هکله، چې له کابل نه د شمالي ټلوالې ليکو ته ورتېر شوي ول، د تل په څېر يو عادي رپوټ ورکړ. د مسعود او سي آی اې تر مينځ د څارګري اطلاعاتو شريکول، يوازې په افغانستان کې د عربو او نورو بهرنيانو په اړه وو…

د دوو عربو خبريالانو په اړه د ورسېدلي رپوټ په برخه کې د بن لادن د څانګې افسرانو کوم ځانګړی غبرګون ونښود، ځکه چې هغه په ځانګړې توګه د غور وړ نه څرګندېده.»[1]

BBC په ۲٠۰۱ ز کال د سپتامبر د ۹ نېتې چې د ۱۳۸۰ لمريز کال چې د وږې (سنبلې) له ۱۸ نېټې سره برابره وه د تخار په خواجه بهاوالدين کې د يوې چاودنې، د پېښې په تړاو يو خبر خپور کړ چې مسعود د دوه ژورنالستانو لخوا چې چاودېدونکي توکي يې په وېډيويي کامره کې ځای پر ځای کړي ول د سختو ټپونو له امله د تاجکستان په يوه روغتون کې ومړ.

که څه هم د مسعود د مرګ لومړی خبر مسکو خپور کړ، ولې ډېر ژر BBC، امريکا غږ او د فرانسې آژانسونو د دې خبر پخلی وکړ.

ولې برهان الدين رباني او نورو چارواکو به ويل چې مسعود ژوندی دی، تر هغې چې د سپتامبر په (۱۵) نېټه يې د هغه مړينه د يوه فرمان په ترڅ کې اعلان کړه.

دغه خبريالان په يوه بلجيمي پاسپورت تر دغه بريده را رسېدلي ول او داسې ګونګوسې هم وې چې دوی د مراکش وو، خو لږو ډېر په انګلسي او فرانسوي ژبو هم پوهېدل.

يوه پوښته په فرانسوي ژبه دا هم وه چې له احمد شاه مسعود پوښتل شوي ول:

که چېرې تاسو واک ته ورسېږی، نو ستاسو چلن به له اسامه بن لادن سره څه ډول وي؟

دوی لا دمخه عبدالرب رسول سياف ته تر غوږه رسولی وه چې دا ډول پوښتنې عربي نړۍ ته د پام وړ ځکه دي چې د مسعود دريځ څرګند شي. ولې د نوموړي دريځ تل دا و چې C.I.A ته به يې ويل:

القاعده او طالب زموږ او د امريکا ګډ دښمن دی. خو د دې لپاره چې مسعود ځان د عربي نړۍ خواخوږی ښودلی وی د سياف په ټينګار يې يوه الوتکه له تخار نه پنجشېر ته ولېږله چې هغه دوه عرب ژورنالستان خواجه بهاوالدين ته راولي.

د امريکا په متحده ايآلاتو کې د چارواکو اندونه ويشل شوي ول. يو شمېر په دې اند ول په سر کې کلنټن چې سي آی اې بايد القاعده وڅاري، خو ډېر ګروهمن نه وو چې کومه وړتيا ترلاسه کړي.

ځنې نورو غوره ګڼله چې په القاعده باندې ان کروز توغندي ووروي… د سي آی اې قانون پوهانو د بوش د لاسليک لپاره، په افغانستان کې د پټو عملياتو لپاره په مسودې کار کاوه، چې د سپتامبر د ۹ نېټې پېښه ترسره شوه.

د سپتامبر د لسمې نېټې په سهار سي آی اې ولسمشر بوش، د هغه کابينې او نورو پاليسي جوړونکو ته د يو لنډيز د وړاندې کولو په ترڅ کې د مسعود د مرګ په اړه رپوټ ورکړ، چې بيا د القاعدې پر خلاف د امريکا په پټه جګړه خبرې را پورته شوې چې مشري يې د سپينې ماڼۍ سټيفن کوله.

د سپټامبر د ۱۱ نېټې پايلې:

د سپټمبر له ۱۱ يوولسمې ڼېتې د مخه اسامه بن لادن د امريکا تر ګواښ لاندې و. هغه مهال چې امريکا د اګست په ۲۰ نېټه (۱۹۹۸ کال) پدې پلمه چې القاعدې د بن لادن په سپارښتنه په کينيا او تانزانيا، د هغه هېواد په سفارتونو بريد کړی، نو ځکه يې په خوست او جلال اباد کې د اسامه بن لادن په پوځي پلاز کروز توغندي وورول.

طالبانو د دې لپاره چې په بن لادن د بريد غچ او کسات اخستی وي، له بريد نه يوه ورځ وروسته د اګست په ۲۱نېټه (۱۳۷۷/۵/۳۰) د ملګرو ملتو اړوند يو اېټالوی پوځي په کابل کې وواژه، نو ځکه هغې ادارې سخت غبرګون وښود. هغسې لا ملګرو ملتو د مخه د ايراني دېپلوماتانو په وژنه چې په مزار شريف کې وژل شوي (۱۸/۸/۱۹۹۸کال) ول هم طالبانو ته ګواښ کړی وه.

د ايران چارواکو هم د سپټمبر په لومړۍ نېټه (۱۰/۶/۱۳۷۷ کال) د پوځي تمریناتو په پلمه د افغانستان پولې ته څېرمه خپل ځواکونه ځای پر ځای کړل.

د ملګرو ملتو استازی لخدر ابراهيمې ايران ته راغی او هغو ترې وغوښتل چې طالبان بايد د دېپلوماتانو او يوه خبريال قاتلين ايران ته وسپاري.

ملګرو ملتو د کوفي انان په نوښت د سپتامبر په ۲۱ نېټه (۱۹۹۸ کال) چې د ۱۳۷۷ لېږديز کال د سنبلې له ۳۱سره برابره وه د افغانستان د شپږو ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون (ايران، پاکستان، ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، چين) عمومي غونډه جوړه شوه، دغې غونډې ته را بلل شوي ول چې د افغانستان په سياسي کړکېچ وغږېږي.

د ملګرو ملتو د امنيت شوری هم د قوس (ليندۍ) په اتلسمه (۱۸) نېټه (۱۳۷۷ هـ ش کال) غونډه وکړه او طالبانو ته ګواښ  وکړ چې پخپل هېواد کې ترهګرو ته ځای ورنکړي.

له دې سربېره د امنيت شورا يوازې په ۱۹۹۹ کال د جنوري په شلمه (۲۰) شلمه نېټه او د اپرېل په (۱۹) نولسمه نېټه د افغانستان د پېښو په تړاو غونډې وکړې، د پوځي او سياسي کړکېچ په څنګ کې د ښځو او بشري حقوقو په تړاو اندېښنه وښوده او له ۲+۶هېوادونو څخه وغوښتل شول چې په دې تړاو لاس په کار شي.

د ۲+۶ هېوادونو څخه يوازې ترکمنستان خپل ناپيلتوب خوندي کړی وه. نو ځکه خو د ملګرو ملتو په مشرۍ د هغې ناستې کوربه وه چې په ۱۹۹۹ کال د ترکمنستان په پلازمېنې عشق اباد کې جوړه شوې وه.

د ملګرو ملتو سر منشي کوفي انان په ۲۰۰۰ ز کال د جنوري په ۱۳ نېټه (۲۳/۱۰/۱۳۷۸ کال) فرانسيس ويندريل «Frances vendrel» يو اسپانوي د ابراهيمي پر ځای وټاکه، چې د افغانستان کړکېچ کابو کړي.

د ملګرو ملتو د دې ټولو هڅو نچوړ دا و چې د طالبانو د دې ټولو کړو وړو تر شا د پاکستان لاس دی. لا کله چې هغه څلور کسيزه پلاوي چې له پاکستان، ايران او مينځنۍ اسيا هېوادونو نه ليدنه وکړه، په ځغرده يې چې د اپرېل په ۱۸ اتلسمه نېټه (۲۰۰۱ م کال) د افغانستان او پاکستان په پوله له خيبر نه کتنه کړې وه وويل: پاکستان د طالبانو ترشا ولاړ دی. بيا يې د دې ټولو پېښو پړه په پاکستان واچوله. طالب چارواکو هم دا هر څه په خپلو سترګو ليدل، ولې دومره سياسي پوهه يې نه درلوده چې پوه شي پاکستان خپلې سياسي موخې لري، دوی په دې هم نپوهېدل چې د القاعدې د مشر شتون به هرومرو داسې ستونزې را ولاړې کړي چې په پای کې به افغانستان د ترهګرۍ قرباني شي.

طالبانو د نړۍ له ډله ييزو رسانيو او په تېره د سيمې او نړۍ له استخباراتو نه بشپړه خبرتيا نه درلوده چې په نړۍ کې څه تېرېږي؟ که يو شمېر طالبان په دې پوهېدل هم، خو په مذهبي احساساتو کې دومره ښکېل ول چې د خپل هېواد ملي ګټې ترې هېرې وې.

پنټاګون، C.I.A ته دنده سپارلې وه چې بن لادن ونيسي او يا يې له مينځه يوسي. طالبان په دې هم نپوهېدل چې اسامه بن لادن امريکا ته څومره ګواښ دی؟ سپينې ماڼۍ لا ان د ۱۹۹۸ کال په پای او د ۱۹۹۹ کال په سر کې دا پتېيلې وه چې د القاعدې مشر له کندهاره څنګه ولېږدوي او يا کومه بله لاره ولټوي، چې د هغه له ګواښ نه نړۍ وژغوري.

سټيو کول په خپلو څرګندونو کې ډاګيزه کړې ده:

«هغه اونۍ چې د بن لادن اورپکو پر دوو امريکايي سفارتونو (کينيا او تانزانيا) بريد وکړ د ملا عمر پګړيوالو سرتېر و، چې ليکې يې د پاکستان له مدرسو څخه پر ورغلو جهاديانو پړسېدلې وې، او د پاکستان څارګرو افسرانو ورسره مرسته کوله، د افغانستان په شمال کې د مزار ښار ترلاسه کړی و.

په آی اس آی کې د افغانستان د پېښو اوږد مهال څارګر کرنيل امام… به ويل: زه او زما بچيان مزارشريف ته دننه روان يو.»[2]

پر افغانستان د امريکې د کروز توغنديو د توغولو دوه مياشتې وروسته نواز شريف د پوځ مشر له دندې لرې کړ.

نوموړي له يوې خوا پروېز مشرف د پوځ د مشر په توګه و مانه او له بلې خوا يې جنرال ضياألدين د څارګرې ادارې د مشر په توګه وټاکه.

دا داسې مهال دی چې شريف له کلنټن سره ځان ډېر نږدې کړی وه، پاکستاني چاوراکو داسې سپينې ماڼۍ واکمنو ته په غوږ کې څڅولې وه، چې د اسامه بن لادن په نيولو کې ورسره پټه مرسته کولی شي.

کله چې په اسلام اباد کې د امريکې سفير ويليم مايلم او د سي آی آې د مشر ګاري شروين د پاکستان د يو شمېر چارواکو ژمنې واورېدې وېپتېله چې د I.S.I له مشر سره پدې موخه اړيکې خوږې کړي چې ګنې د بن لادن او القاعدې په کابو کولو کې ورسره مرسته وکړي.

دوی په دې نپوهېدل چې پاکستان غله ته وايي غلا کوه او کوروال ته وايي څار. آی اس آی لا د مخه بن لادن ته خبر ورکړی وه چې ستا د تيلفون نمره، د سپوږمکۍ له لارې د امريکا څارګرې ادارې ترلاسه کړې ده.

جنرال ضياأالدین، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال پيکرينګ ته وويل چې له ملا عمر سره به د بن لادن په تړاو خبرې وکړي. د دوی يو شمېر څارګرو او اېجنټانو دا هم د هغه تر غوږه (۲۰۰۰  ز کال) رسولې وه چې اوس دستي لادن د جلال اباد په درونټه کې اوسېږي.

آی اس آی د ۲۰۰۱ ز کال د پسرلي په مياشتو کې «ټينيټ» ته چې په پټه اسلام اباد ته راغلی و د مرستې ټټر وواهه، ولې بيا ټينيټ له محمود نه د عملي مرستې غوښتنه وکړه.

د دې ټولو پټو او ښکاره هڅو سره سره د سپتامبر ۱۱يوولس (۲۰۰۱ ز کال) نېټه ورورو را نږدې کېده ان دا چې د (۲۰۰۱ ز کال) د سپتامبر تر لسمې نيټې پورې اف بي آی ۲۱۶ پټ رپوټونه وړاندې کړي ول چې په دغه لړ کې شپږ رپوټونه د هوايي ډګرونو په تړاو ول چې تر ګواښ لاندې دي.

خو د سه شنبه ورځ يو ناڅاپه د سپتامبر په «۱۱» نېټې (۲۰۰۱ م کال) د امريکا زړه نيو يارک ولړزېده او دا داسې مهال وه چې اسامه بن لادن په ډاګه ويلې چې په دې څو اونيو کې به د امريکا او اسرائيلو په تأسيساتو بريدونه ترسره شي… اسامه بن لادن د سعودي عربستان د يوه سپوږمکيز (سټلايټ) تلوېزيون له يوه خبريال «بکراتياني» سره پاکستان پولې ته نږدې وکتل… اتياني وايي چې بن لادن او مرستيالانو يې په بربنډه توګه وويل چې موږ به په څو اونيو کې امريکا او اسرائيل په نښه کړو…

هغه شېبې په ډېرې چټکۍ را ورسېدې، د القاعدې بنسټپالو په نېويارک کې د نړۍ په سوداګريز پلاز بريد وکړ او د پنتاګون ماڼۍ يې تر اور لاندې ونيوله.

د بن لادن په سپارښتنه چې کومه پېښه د سپتامبر په ۱۱ نېټه تر سره شوه، په ټوله نړۍ کې يو د بل پسې ستر بدلونونه مينځته راغلل.

همدغسې افغانستان د دې ټولو سياسي او پوځي پېښو مرکز وګڼل شو چې امريکا په خپل پوځي بريد د افغانستان خاوره تر اور لاندې ونيوه.

په افغانستان پوځي بريد:

مخکې تر دې چې امريکا په افغانستان وسلوال بريد وکړي په دې تړاو د امريکا، ملګرو ملتو او د سيمې هېوادونو يو شمېر هڅو ته تم کېږو:

۱- ملګرو ملتو غوښتل چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې خواوې دېته اړ کړي چې خپلې ستونزې له سياسي لارې حل کړي. په دې لړ کې په دې ټينګار کوه چې ګاونډي هېوادونه بايد دواړو غاړو ته وسلې او پيسې ور نکړي او له دې سربېره په هغه څه بنديز ولګېږي چې د جګړې د کابو کولو خنډ ګرځي.

۲- ملګرو ملتو او امريکا په ګډه پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې طالبان دېته وهڅوي چې د بشري حقوقو له سرغړونې نه را وګرځي، خو پاکستاني چارواکو وويل: اسلام اباد په طالبانو دومره برلاسی ندی. ولې حقيقت داسې نه و.

۳- د مينځنۍ اسيا هېوادونه پدې لړ کې ازبکستان د پيکن او مسکو په مشرۍ د شانګهای ټولنې ته د خپلې اړيکې له مخې په ډاګه کړه چې پاکستان د آی اس آی په مرسته طالبان او بن لادن دېته هڅوي چې مينځنۍ اسيا هېوادونو ته يو ګواښ پېښ کړي.

پدغه وخت کې داسې برېښېده چې امريکا غواړي په سيمه کې يوه بدلون ته لاره پرانېزي.

۴- د سپتمبر ۱۱ نېټې وښوده چې نور نو ملګري ملتونه او د نړۍ هېوادونه په سر کې امريکا د دې ځغم نه لري چې د طالبانو او اسامه بن لادن پر وړاندې چپ پاتې شي، غوره يې وګڼله چې په يوه وسلوال بريد فکر وکړي.

د پاکستان آی ای آی هم چغې وهلې چې اوس طالبان زموږ په ولکه کې ندي، بلکې د بن لادن په واک کې دي.

۵- د امنيت شورا د سپتامبر په ۱۲ نېټې د ۱۳۶۸ مې ګڼې پر بنسټ پرېکړه وکړه چې نړۍ بايد په ګډه د تروريزم او ترهګرۍ پر وړاندې په ټينګه ودرېږي او د ناټو غړو هېوادونو هم ورته غبرګون وښود.

۶- امريکا پخوا تر دې چې په افغانستان وسلوال بريد وکړي پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې طالبانو ته ګوت څنډنه وکړي چې اسامه بن لادن ور وسپاري.

پاکستان د سپتامبر په ۱۷ نېټې (۲۰۰۱ کال) يو پلاوی (۲۶/۶/۱۳۸۰ کال) د طالبانو د مشر ملا عمر سره د لېدلو لپاره کندهار ته واستوه چې د اسامه بن لادن په برخليک ورسره وغږېږي.

ملا عمر پخپلو څرګندونو کې ښکاره کړه چې په دې برخه کې د افغانستان د علماوو يوه لويه جرګه پرېکړه وکړي چې آيا اسامه بن لادن له افغانستان نه ووځي او کنه؟

له دېنه يوه ورځ وروسته ۲۷/ ۶/۱۳۸۰ ل کال نېټه د ديني علماوو يوه لويه جرګه جوړه شوه…. خو وروستۍ پرېکړه يوې بلې ورځې ته وځنډېده چې بايد له دې نه هم يوه بله لويه جرګه جوړه شي.

د سنبلې په ۲۸ نېټې د علماوو جرګې پرېکړه وکړه چې اسامه بن لادن دې ته وهڅول شي چې پخپله خوښه هېواد پرېږدي.

٧- د امريکې ادارې د بوش په مشرۍ غونډه وکړه او په دې ټينګار وکړ چې پرته له کوم شرطه اسامه بن لادن موږ ته وسپارل شي او که نه طالبان به تر پوځي بريد لاندې ونيول شي.

شمالي ټلوالې د برهان الدين رباني په مشرۍ غونډه وکړه او په دې برخه کې يې په ډاګه وويل، موږ به د امريکا له هر ډول پوځي بريد نه ملاتړ وکړو او بايد هرومرو د طالبانو واک وپرځول شي.

د دغې ټلوالې چارواکو له روسي چارواکو سره هم د طالبانو پر وړاندې چې بايد له دوی سره پوځي او اقتصادي مرسته وشي اړيکې نيولې وې.

عبدالرب رسول سياف له يو شمېر ډله ييزو رسانيو سره په ډاګه کړه چې برهان الدين رباني د يوه قانوني حکومت په توګه حق لري چې له روسانو او يا له بل کوم هېواد سره د طالبانو خلاف خبرې اترې وکړي او له هغوی نه هر اړخيزه مرسته ترلاسه کړي.

٨- د ملګرو ملتو د امنيت شوری د ۱۳۷۳ ګڼې د پرېکړه ليک له مخې د سپتامبر په ۲۸ نېټې (۲۰۰۱ کال) وويل چې په ډله ييزه توګه نړۍ بايد د تروريزم او ترهګرۍ پر وړاندې ودرېږي.

 د همدې پرېکړې پر بنسټ د اکتوبر په (۷) چې د ميزان (تلې) له ۱۵ نېټې (۱۳۸۰کال) سره برابره وه د شپې ۹بجې او ۵۰ دقيقې وې د هند سمندرګي او د يګوسياله جزيرې نه په افغانستان وسلوال بريد وشو.

د انګلوساکسون Anglo – saxon سياست له مخې چې د يوه نړيوال ائتلاف په پلمه بايد په دا ډول کارونو، لاسپورې کړی شي د تامل وړ دی.

ډېر ځله له يو شمېر اصلاحاتو نه يو شمېر هېوادونو داسې ګټې اخيستې لکه څرنګه چې شوروي اتحاد د ملګرو ملتو د منشور له مخې «۵۱» مادې نه ګټه واخسته چې ګنې د تروريزم پر وړاندې له يوه قانوني دولت نه دفاع کوي په افغانستان پوځي بريد وکړ.

شوروي اتحاد له دغې مادې نه ناوړه استفاده وکړه، يو قانوني حکومت يې ړنګ او پر ځای يې يو لاسپوڅی حکومت کېنوه.

امريکا هم په دې پلمه چې دالقاعدې د بريد پر وړاندې ودرېږي نو د خپل غچ اخستلو په پلمه يې په افغانستان وسلوال بريد وکړ او افغانستان يې يو ځل بيا د پاکستان لمنې ور وغورځوه.

د ترهګرۍ د لمينځه وړلو لپاره په تېره د القاعدې او طالبانو د ځپلو لپاره نورې لارې هم وې چې د ملګرو ملتو په ملاتړ يې عملي کړې وی. د بېلګې په توګه که چېرې پاکستان ته ګواښ شوی وی چې د ترورستانو پټنځايونه له مينځه يوسي او که نه د نړيوالو بنديزونو تر ګواښ لاندې به راشي… لکه څرنګه چې وروسسته پېښو وښوده چې د القاعدې مشر اسامه اسلام اباد ته څېرمه د عملياتو په ترڅ کې ووژل شو. خو بيآ هم په دغې بريد سره، ډېر زيان د افغانستان ولس وګاله.

٩- ټلوالې نه يوازې له بريدګرو نه پوځي مرسته ترلاسه کړه بلکې په بکسونو ډالر يې هم تر ګوتو کړل. نه يوازې ټلوالې د طالبانو پر وړاندې امريکايانو ته د مرستې ټټر وواهه بلکې د روم، پېښور او د قبرس ډلګيو هم د مرستې اعلان وکړ.

بهرنيو هېوادونو، په دې لړ کې ګاونډيو، پرته له ايران نه د امريکا د هوايي بريد ملاتړ وکړ. لخضر ابراهيمي هم په اسلام اباد کې له پروېز مشرف او له يو شمېر افغانانو سره وليدل او بيا يې د نوامبر په (۹) نېټه (۲۰۰۱ ز کال) وښوده، دا دی چې د نړيوالو ځواکونو د بريد په پآیله کې مزارشريف د طالبانو له ولکې نه آذاد کړل شو او شمال ټلواله يې هلته ولېږدوله.

څلور ورځې وروسته يې کابل ولکه کړ، د نړيوالې ټلوالې او شمالي ټلوالې د بريدونو له امله د طالبانو په نوم ګڼ شمېر کابل ښاريان په سرو وينو ولمبول شول… په پای کې د طالبانو حکومت را نسکور شو.

ابراهيمي په دې تړاو د ۲+۶ غړو هېوادونو يوه غونډه په ملګرو ملتو کې جوړه کړه او په ټولو غاړو يې غږ وکړ چې د بشري حقوقو درناوی وکړي.

د نوموړي د وړانديزونو له بابته د امنيت شورا يوه پنځه فقريزه پرېکړه د نوامبر په ۱۴ نېټه (۲۰۰۱ کال) خپره کړه چې په افغانستان کې بايد د يوه بين الافغاني کنفرانس له مخې د ملګرو ملتو تر نظر لاندې يو لنډ مهاله حکومت جوړ شي.

۹10د المان هېواد د ملګرو ملتو د امنيت شورا د پرېکړې له مخې چې افغانان بايد په خپل مينځي کنفرانس کې برخه واخلي د کوربه توب اعلان وکړ.

د همدې پرېکړې له مخې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې د هغو څلورو ډلو استازي د جرمني بن ته را وبلل شول.

 په دې کې د شمالي ټلوالې، په روم کې د محمد ظاهر شاه پلويان، په پېښور کې د مېشتو افغانانو استازي او د قبرس په نومونو نامتو ډلې شاملې وې.

د بن غونډه چې په ۲۰۰۱ ز کال د نوامبر په ۲۷ مې نېټې چې د ۱۳۸۰ کال د قوس له شپږمې سره برابره وه جوړه شوه. له اوږدو خبرو او ګروېګنو وروسته ټولې غاړې د ډسامبر په پنځمه (۵) نېټه په يوه پرېکړه ليک سلا شوې، چې لنډيز يې داسې دی:

-په يوه لنډ مهاله حکومت هوکړه وشوه چې د يوه تلپاتې حکومت بنسټ ته لاره پرانېزي.

-د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د ځانګړي استازي ټاکل.

-په افغانستان کې د سولې ټينګښت او د بشر د حقوقو درناوی.

-د افغانستان خپلواکي، د خاورې تماميت او د ملي حاکميت درناوی، د اسلام د دين په رڼا کې سياسي ټاکنې، دموکراسي، د سياسي ډلو او ګوندونو او ټولنيز عدالت شتون.

له هغو مجاهدينو مننه چې د خپل هېواد د خپلواکۍ او د خاورې له تماميته يې ساتنه کړې ده، د وېرې او ظلم پر ضد يې مبارزه کړې ده. د افغانستان د سولې او ثبات په لاره کې هلې ځلې کړې دي.

له برهان الدين رباني نه مننه کوي چې د حکومت واګي لنډ مهاله حکومت ته سپاري.

لنډ مهاله حکومت لومړي سر کې د يوه پراخ بنسټه حکومت په جوړولو کې چې د ټولو قومونو استازيتوب پکې وي اقدام وکړي.

طالبانو هم هڅه کوله په سر کې ملا عمر چې واک يې رسما خپلې کابينې ته وسپاره چې له دغه سياسي بهير سره مل شي نو ځکه يې په ۱۳۸۰ کال د قوس په ۱۵نېټې چې د ۲۰۰۱ ز کال د ډسمبر له شپږمې ڼېټې سره برابره وه طالبانو وړانديز وکړ، دوی حاضر دي چې د کندهار، هلمند او زابل ولايتونه په سوله ييزه توګه حامد کرزي ته تسليم کړي. دوی غوښتنه وکړه چې په شمال کې اسير طالبان خوشي شي.

نوربيا

[1] – سټيو کول ۸۶۲ مخ.

[2] – همدغه اثر ۶۲۱ مخ.

19 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. abdul satar munsif Reply

    مننه
    دبلی لیکنی په تمه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *