Categories

اعلان

Loading…

د سولې لاره اواره ښکاري

شفیق اندړ ||

طالبان وایي چې د امریکایي عسکرو په شتون کې سوله نه راځي او د حکومت په شمول نور اکثره افغانان وایي چې د دغو عسکرو د وتلو لپاره خبرو او اوربند ته اړتیا ده.

په دغو دواړو خبرو کې حقیقت شته. که طالبان سوله هم وکړي خو چې امریکایي عسکر په هیواد کې دیره وي، نو جنګ به ادامه ومومي او د افغانانو وینې به بهیږي. د اختر په شپو کې خلک اوربند ته خوشحاله و او له طالبانو یې خوښي څرګندوله چې جنګ یې بس کړی دی مګر په ننګرهار کې بیا هم ډیر کورونه تباه ول او ډیرې میندې بورې شوې،ځکه چې داعشي انتحاریانو ته اوربند د منلو نه و. دې کې شک نشته چې د خارجي عسکرو شتون یو شمیر کسانو ته په افغانستان کې د جنګ د اوږدېدو انګیزه ورکوي.

 خو د افغانستان د حکومت او اکثرو خلکو په نظر کې هم حقیقت پروت دی. د امریکایانو د وتلو بهترینه او تر نورو اسانه لاره دا ده چې خبرو اترو او اوربند ته زمینه مساعده شي. دا خو د لمر غوندې روښان حقیقت دی چې که اسامه د جهاد په نوم له افغانستان سره ظلم نه وای کړی نو امریکایان دلته نه راتلل. ما یادیږي چې د مجاهدینو د حکومت له جوړېدو وروسته امریکا په دې فکر کې وه چې په افغانستان کې بیخي سفارت ونلري. د امریکا په دې دریځ باندې په هغه وخت کې اعتراضونه وشول.

 امریکا که په افغانستان کې د خپلې خوښې د حکومت له جوړېدو سره دلچسپي لرلای نو شاید تر اوسه به لا شاهي نظام ړنګ نه و او د شوروي اتحاد په خلاف د جهاد په کلونو کې به چې وسلې او پیسې یې امریکا برابرولې، په افغانستان کې امریکا خپلې ریښې مضبوطې کړې وې. د شوروي له وتلو وروسته امریکا ته ښه فرصت و چې افغانستان کې دوست حکومت ولري. دا ضرور نه ده چې دوست حکومتونه دې خامخا د عسکرو د شتون له لارې حمایه شي. امریکا او هند بهترین دوستان دي خو یو امریکایي عسکر هم په هند کې نشته. دغه راز د ضیاالحق پاکستان او امریکا بهترین ملګري وو خو امریکایي عسکر په پاکستان کې نه وو.

 واقعیت دا دی چې د ملا عمر اخوند ساده ګي او د اسامه بن لادن بې انصافي امریکایي عسکر افغانستان ته راوستل او په دې مظلوم ملت باندې یې د یو بل جنګ تپلو ته لاره پرانیسته.

 اوس هم د امریکا د مقاماتو له مختلفو څرګندونو او د کابو ټولو صاحب نظرانو له رایو دا جوتیږې چې امریکا په افغانستان کې له نظامي حضور سره دلچسپي نلري. امریکا حتی په افغانستان کې له سرمایه ګذاري سره خاصه دلچسپي نه ده ښودلې. د امریکایانو د څه باندې یولک عسکرو د شتون په وخت کې چې حاجي ګګ هندیانو او مس عینک چینیانو ته ورکول کیده، وجه یې دا هم وه چې امریکایي کمپنیو دلته له سرمایه ګذاري سره دلچسپي نه لرله.

 خو که طالبان حملو ته ادامه ورکوي، په حقیقت کې د امریکا د حضور دوام ته زمینه برابروي. طالبانو ته پکار ده چې مذاکراتو ته د تیاري او د جنګ په ځای د معقول سیاست د خپلولو له لارې د امریکایانو وتل چټک کړي او د دغو وتلو بیه افغان ولس ته تر وسه وسه کمه کړي. د افغانستان په پولیسو او عسکرو باندې حملې کول او د افغانستان د هدیرو لویول، د هیڅ افغان او مسلمان لپاره د افتخار خبره نه ده.

 له نیکه مرغه په وروستیو کې د طالبانو په ضمني اشارو کې مثبت ټکي موندلای شو چې د درې ورځني اوربند منل د دغو اشارو یوه تر ټولو وروستۍ او محسوسه بیلګه ده. موږ باید هیر نکړو چې د کلونو جګړې ډیرې زیاتې بدګومانۍ پیدا کړې دي او د دغو بدګومانیو کمول وخت ته اړتیا لري. له بلې خوا د افغانستان د جګړې دواړو غاړو ته داسې کسان شته چې په جنګ کې او د عام ولس په تباهي کې یې ګټې او مزې دي. که ټوله دنیا هم سوله وغواړي، هغوی ته چې په جنګ کې یې ګټه ده، بیا هم د سولې د بهیر تخریب ته ادامه ورکړي. جنګ دواړو غاړو ته ځینې کسان میلیونران او د بې انتها قدرت څښتنان کړل. دغه میلیونران او د نامشروع قدرت خاوندان د خپلو امکاناتو په زور د سولې تکل ته صدمه رسولای شي.

 زما په نظر د سولې په لور حرکت ته زمینه برابره ده او کوم خنډونه چې شته، هغه دومره لوی نه دي چې ددغه اسلامي او انساني حرکت مخه ونیسي.

9 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *