Categories

اعلان

Loading…

د هلمند د سولې کاروان ته په کابل کې خلکو هرکلی ووایه

تاند- له هلمند څخه د سولې روان شوی کاروان له سلګونه کیلو متره پلي مزل وروسته نن /دوشنبه/ کابل ته ورسېد او د ولس له تود هرکلی سره مخامخ شو.

دوی د مارچ په پای (حمل) کې د لشکرګاه پر غازي ایوب خان لوبغالي له تروریستي حملې وروسته د ملکي وګړو د وژل کېدو خلاف او د جګړې د بندېدو لپاره د هلمند په مرکز کې د پرلت خیمه ودروله، هڅه یې وکړه چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته په لاریون لاړ شي او ورڅخه د اوربند غوښتنه وکړي خو طالبانو اجازه ورنه کړه.

له هلمند څخه د کابل په لور راوان شوي ځوانان، چې شمېر یې ۹ تنه و، کابل ته د رسېدو لپاره په څلورو خورا جنګ ځپلیو ولایتونو راتېر شول؛ سره له دې چې روژه او ګرمي وه، په لاره ډېرو خلکو ورته هرکلی ووایه. د دې حرکت غړي وايي چې حتي طالبانو هم ورسره ښه چلند وکړ او عامو خلکو ورته د هرکلي په دود ترانې وویلې.

یوه ازاد خبریال علي لطیف، چې نن د سولې د کاروان هرکلي ته تللی و، بزفیډ نیوز ته ویلي «حیرانوونکې وه، تر ما کشر ځوانان او زما تر پلار مشران او حتي زما د نیکه په عمر سړي د دوی په منځ کې ول. دوی سوله غواړي.»

لطیف همداراز وايي «دوی په کوم سیاسي ګوند یا ګروپ پورې تړاو نه لري او نه چا ته تبلیغ کوي. تر ټولو د نارام ولایت عام وګړي دي چې ټوله روژه یې په مزل تېره کړې ده.»

د سولې کاروان پلازمېنې ته د سهار په ۶ بجې راورسېد. د کاروان ټول برخوال ستړي ښکارېدل. د دوی په منځ کې د جګړې په ترڅ کې سخت ټپیان شوي کسان هم شته.

یو هم زهیر احمد زنداني دی. ۲۷ کلن زنداني څو کاله پخوا د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې له سترګو بې برخې شوی دی.

زهیراحمد زنداني

ده تېره میاشت فرانس پریس خبري اژانس ته وویل«موږ له دې جګړې او وینې بهېدا ستومانه شوي یوو. باید دواړه خواوې خبرو ته کښېني. موږ دایمي او کلکه سوله غواړو.»

په ټولنیزو رسنیو کې د سولې د کاروان د غړیو له خپرو شویو تصویرونو ښکاري چې د دوی اکثره عاجلې طبي مرستې ته اړتیا لري ځکه چې دیهایدرت دي.

دوی په لاره په جوماتونو او کلیو کې شپې تېرې کړي او سم خواړه نه دي وررسېدلي او له بلې خوا خورا اوږد مزل یې کړی دی.

84 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *