Categories

اعلان

Loading…

درې ورځې اوربند، چا ګټه وکړه، چا تاوان او چاته څه اندېښنې پیدا شوې؟

تاند – په افغانستان کې وروستی اوربند چې لږ تر لږه په تېرو ۱۷ کالونو کې ساری نه لري د ډېرو لپاره د خوښۍ سبب شو، ډېر یې وخندول، ډېر یې وژړول او یو شمېر نورو ته یې اندېښنې ور واچولې.

ولسمشر غني د جوزا په ۱۷مه اعلان وکړ چې د جوزا له ۲۲مې څخه تر ۲۹مې پورې د وسله والو طالبانو په وړاندې اوربند کوي، او له وسله والو ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې دې هېڅ راز تهاجمي بریدونه ونه کړي.

د اوربند د لمانځلو یوه لویه غونډه

طالبانو هم د جوزا په ۱۹مه وویل، چې د اختر له ۱ څخه تر۳مې پورې د افغان حکومتي ځواکونو پر ضد او د خلکو د هوساینې لپاره اوربند اعلانوي.

[په ننګرهار کې چارواکو، ملکي وګړو او افغان طالبانو د اوربند د دوام او تلپاتې سولې رامنځته کېدو په موخه ګډه زرکسیزه غونډه وکړه.ویډیو]

حکومت خپل اعلان کړی اوربند چې نن /دوشنبه د جوزا ۲۹مه/ پای ته رسېده د ۱۰ نورو ورځو لپاره اوږد کړ، خو طالبانو د میلیوني ولس له غوښتنو سره سره وویل چې نه غواړي خپل اعلان کړی اوربند اوږد کړي.

طالب او عسکر د روغبړ په حال کې

داسې ښکاري،‌ چې د معاملې نژدې ټولو خواوو له دغه اوربند څخه خپلې ګټې ترلاسه کړې او یو شمېر کړۍ د ننګونو یا چلینجونو له نوې لړۍ سره مخامخ شوي دي.‌

د حکومت او طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند په نتیجه کې،‌ ډلې ډلې طالب جنګیالي په ښارونو را ولوېدل. د هغوی په څېرو کې له ورایه ښکارېدل چې نور له جنګ نه ستړي دي او غواړي چې یو ارام ژوند ته مخه کړي.

هغوی ولیدل چې ښاریان یې، هغسې چې هغوی ته تبلیغ کېدله، کفار نه بلکې مسلمانان دي، کلمه وایي، لمونځونه کوي، او د هغوی په راتګ خوښي څرګندوي. ښاریانو د هغوی په غاړو کې ګلان ور واچول او ښه راغلاست یې ورته وویل.

حکومتي چارواکو په تشریفاتي او نیمه تشریفاتي چلند ورته ښه راغلاست وویل، او په حکومتي دوایرو کې یې مېلمانه کړل.

په کابل کې د کورنیو چارو وزیر ویس برمک د ښار په لویدیځه برخه کې له ورغلیو طالبانو سره وکتل، عکسونه یې ورسره واخیستل، او ښه راغلاست یې ورته وویل.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د دغه ولایت د خوګياڼو له سیمې، چې د طالبانو د فعالیت له امله مشهوره ده، د یادې ډلې مشران چې جلال اباد ښار ته ورغلي ول، په ولایت کې مېلمانه کړل، درناوی یې ورته پرځای کړ او دا یې ور وښودل چې د حکومت غېږ د هغوی په وړاندې پرانستې ده.

په هرات ولایت کې د دغه ولایت امنیه قوماندان د طالبانو سیمې ته ورغی، ورسره کېناست،‌ خبرې یې وکړې، خوراک او څښاک یې ورسره وکړ.‌

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک طالبانو ته ښه راغلاست وایي

د فراه والي،‌ بصیر سالنګي، ښار ته ور ښکته شوي طالبان مېلمانه کړل،‌ چای او ډوډۍ یې ورکړل او مېلمه پالنه یې وکړه.

د زابل ولایت مرکز قلات ته سلګونه طالبان ورننوتل او ښاریانو ورته په تودو ولولو سره ښه راغلاست وویل.

د خوست او پکتیا چې د شملو سیمه بلل کیږي، خلکو، طالبانو اوعسکرو په ګډه د اختر او اوربند خوښۍ ولمانځلې (د خوست د لمانځنې یوه ویډیو) خو په پکتیکا کې د دغه ولایت د والي محمد الیاس وحدت په مشرۍ د زرګونو اوسېدونکیو او نظامیانو کاروان هغه وخت له خفګان سره مخامخ شو چې د خیربین دښتې ته د طالبانو د مشرۍ د لیدلو لپاره ورغلل لاکن کشرانو طالبانو د دې مخه ونیوله چې والي او ورسره ورغلي خلک د هغوی له مشرانو سره وویني.

په دې ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې خطایي ډزې اورېدل کیږي چې ورغلي خلک سره ترهوي او ویل کیږي چې هلته موجودو طالبانو د ملي بیرغ سپکاوی هم وکړ. 

په کابل کې د ټلوالې یوه غړي، امرالله صالح، چې د ښاغلي کرزي د واکمنۍ پر وخت د ملي امنیت رییس وو او د بې کفایتۍ له امله د ملي امنیت له ریاست څخه وشړل شو، په خپله فیسبوک باڼه په یوه مفصل پست کې د حکومت او طالبانو تر منځ د نژدې کېدلو مخالفت وکړ.

یو شمېر تحلیلګران په دې اند دي، چې د حکومت او مخالفینو تر منځ د سولې په کېدلو سره به د پخوانۍ شمال ټلوالې او نورو هغو کسانو سره چې په تېرو ۱۷ کالونو کې یې غلاوې، شوکې او شکونې کړي دي حساب کتاب وشي، او همدا علت دی چې د یادې ټلوالې یو شمېر مشران د سولې مخالفت کوي.‌

یو شمېر نه تایید شوي راپورونه وایي، چې امرالله صالح د ملي امنیت په اداره کې د کار پر وخت په زرګونو پښتانه د طالبانو په نامه نیولي، وهلي ټکولي او شکنجه کړي چې له حبس څخه له خوشې کېدلو څخه وروسته مجبور شوي چې د حکومت د مخالفانو لیکو ته ورشي او د حکومت پر ضد سنګر ونیسي.

امرالله صالح پسې چې ځینې وايي د پښتنو ضد احساسات لري، داسې ویل کیږي، چې په دې عقیده دی، چې یوازني ښه طالبان هغه دي چې وژل شوي دي.

یوه افغانه مېرمن ښار ته ورغلي یوه طالب ته د عزت پګړۍ ور په سروي

که څه هم چې د اوربند او ورپسې د متوقع سولې په هکله لا هم اندېښنې پرځای دي، خو د اختر په ورځو کې د اوربند په نفاذ سره ډېرو عادي خلکو فکر وکړ چې نور نو د سولې فضا حاکمه شوه. هغوی له حکومت او طالبانو څخه وغوښتل چې اوربند اوږد کړي او د سولې مذاکرات پیل کړي، او خلکو ته سوله راولي.

د خلکو دا هیله هغه وخت په نهیلۍ بدله شوه چې د یکشنبې په ماسپښین /د غبرګولي ۲۷مه/ د طالبانو د ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې په ترخه لهجه د خلکو له خوا د اوربند د اوږدولو غوښتنه رد کړه.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د طالبانو له مشرانو سره ستړي مه شي کوي

ښاغلي مجاهد په خپله خپره کړې اعلامیه کې لیکلي، چې په اوربند سره یې غوښتل ثابته کړي چې هغوی د چا تر کنترول لاندې نه دي، مستقل دي، په یوه امر کار کوي، په یوه امر یې اوربند وکړ او په یوه امر اوربل کوي.

نوموړي له خپلو پلویانو څخه وغوښتل چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو څخه دې ژر تر ژره وځي او د ماښام له ۸ بجو څخه ایسته دې د حکومت او بهرنیو ځواکونو پر ضد خپل بریدونه بیا پیل کړي.‌

که څه هم چې په یو شمېر سیمو کې وسله والو طالبانو جنګ ته مخه کړه خو داسې ښکاري چې ګڼ شمېر طالبان د ښاریانو او حکومتي چارواکو له چلند څخه دومره متأثر شوي چې نه غواړي بیا جنګ وکړي.

په ننګرهار کې د مدني ټولنې یو شمېر ښځینه فعالانې د شنبې په ورځ /د جوزا ۲۷مه/ د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته ورغلې او د طالبانو د مشرانو په سرونو یې لونګۍ کېښودلې چې د پښتنو په کلتور کې دا غټ ارزښت بلل کیږي، او مقابل لوری په دې مجبوروي چې د درناوي په وړاندې درناوی وښیي.

د ننګرهار والي یوه طالب مشر ته د درناوي پګړۍ ور په سروي

په ورته وخت کې، یو شمېر تحلیلګران وایي، چې طالبانو هغه وخت د اوربند اعلان وکړ چې امریکا، د افغانستان حکومت او ښکېلو نورو لوریو د پاکستان د پوځ او نظامي استخباراتو دا غوښتنې ومنلې چې د پاکستان د طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله ووژني، ډیورنډ د رسمي سرحد په توګه ورسره ومني او افغانستان په قبایلي سیمو کې له لاسوهنې څخه ډډه وکړي.

ویل کیږي، چې په مقابل کې، پاکستاني لوري دا منلې چې طالبان به دې ته مجبوروي چې د افغانستان د حکومت پر ضد له جنګ څخه لاس واخلي او د سولې لاره ونیسي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي ګوند یوه غړي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، تاند ته وویل، چې اصلا د سولې او مذاکراتو دا لړۍ د دغې ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار په منځګړتوب پیل شوې او په را روانو نژدې ورځو کې به په ترکیه یا کوم بل مناسب ځای کې د سولې مذاکرات پیل شي.

د فراه والي بصیر سالنګي د ورغلو طالبانو په منځ‌ کې

که د پاکستان،‌ افغانستان او امریکا تر منځ د پټو خبرو په نتیجه کې ریښتیا هم په دې هوکړه شوې وي او بیا طالبان د اوربند اعلان او ورپسې را روانو متوقع مذاکراتو ته سوق شوي وي دا به دا معنی ولري چې هغه ماموریت چې د افغانستان جهادي تنظیمونو د سیاسي درایت د نشتوالي له امله د ډیورنډ د کرښې په حق کې د پاکستان د نظامي استخباراتو (آی اېس آی)‌ له خوا د دین د نفاذ په نامه د محمد داودخان د پرمختیایي نظام پر ضد شروع کړی وو د طالبانو له خوا په داسې حال کې د بشپړتیا پړاو ته رسېږي چې افغانستان او په ځانګړې توګه د پښتنو سیمې ورانې ویجاړې، په میلیونونو افغانان کډوال، په لکونو وژلي او معیوب او په لسګونو زره افغان ماشومان یتیمان پاتې دي.

26 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. تراب خان Reply

    زبیح الله مجاهد
    دخبری په ځواب کی، چه خودمختاره دی
    نو دغه کافی ده چه باجوه ددوی مشر او بادار نن امر وکړو
    او سبا تاسی ۳ ورځی اوربند اعلان کړو
    خپل وطن ورانوی

    لکه جهادیانو چه به دپاکستان په اشاره دا کار کولو تاسی دهغی نه بدتر یی

  2. سلیمان Reply

    اوربند د ټولو افغانانو یواځنۍ غوښتنه او ارزو ده. داسې ښکاري چې زمونږ متفکرد اوربند غوښتونکی دی خو زما په فکر باجوه یو څه بازي ورکړه، خپل د تحریک طالبانو مشر فضلالله یې پرې په امریکایانو د تیغه تیر کړ او طالبان یې بیرته د اوربند غځولو څخه منع کړل. ددې درې ورځو اوربند نه داسې ښکاریدل چې طالبان هم لکه د نورو افغانانو د اوربند شدید غوښتونکي دي مګربدبختانه چې د هغوی واګې هم د تور ښامار په لاس کې دي او هغوی یو فیصد واک هم نلري.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *