ولسمشر غني له طالبانو سره اوربند ۱۰ ورځې نور اوږد کړ

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ له طالبانو سره اوربند ۱۰ ورځې نور اوږد کړ.
ښاغلي غني پرون /شنبه/ ویلي و چې اوربند تر نامعلومې مودې پورې اوږدوي خو دقیق وخت به یې وروسته اعلان کړي.
د ولسمشر غني له نوي اعلان سره سم، له طالبانو سره د افغانستان د حکومت یو اړخیز اوربند د جون تر شلمې پورې دوام کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد نن وویل، طالبان نه غواړي چې اوربند اوږد کړي.
نن /یکشنبه/ د اختر درېمه د طالبانو د اوربند وروستۍ ورځ اعلان شوې ده.
ولسمشر غني ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د هرې حملې په وړاندې د ځان دفاع کولی شي خو تهاجمي عملیات به نه کوي.
همداراز به امنیتي ځواکونه د طالبانو د تګ راتګ مزاحمت نه کوي.
طالبانو ویلي چې ۳ ورځني اوربند ثابته کړه چې د طالبانو په منځ کې یووالی ټینګ دی او له پراخ ولسي ملاتړه برخمن دي.
د اوربند په تېرو ورځو کې عامو افغانانو، دولتي ځواکونو او چارواکو د طالبانو تود هرکلی وکړ او اکثرو خلکو ورڅخه وغوښتل چې د جنګ لار پرېږدي او سوله وکړي.
طالبانو ته ډېرو خلکو وویل، بهرني ځواکونه یوازې د سولې په وسیله له افغانستانه ایستل کېدای شي.
د افغانستان ولسمشر هم وویل چې د بهرنیو پوځیانو د شتون او برخلیک په ګډون د طالبانو په ټولو غوښتنو خبرو ته تیار دی.
امریکا هم ویلي چې حاضره ده د افغانستان او طالبانو د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.
628 total views, no views today
- onesignal_meta_box_present:
- onesignal_send_notification: