Categories

اعلان

Loading…

سوله؛ نبوي سنت او بشري اړتیا | زبیر افغان

جنګ او جګړې غیر نارمل او ناطبیعي حالتونه دي. انسان په فطري لحاظ د جنګ او خشونت غوښتونکی نه دی؛ بلکي د هغه په چاپيریال کي ځيني داسي پيښي کېږي چي انسان له خپل فطرت او طبیعت څخه د مخالف شي خوښولو ته اړ کړي.

هر ماشوم چي کله له موره پيدا سي، نو موږ يې وینو چي له کینې، غوسې او جنګه خلاص وي. زموږ په ټولنه کي ډېری ماشومان د ورځې له خوا مور، پلار یا د کور بل غړی وهي، اما لیږ وروسته د ماشوم په ذهن کي هغه وهل، له ده سره سوی زورزیاتی، کنځل او جنګ هېر وي او په ذهن او دماغ کي يې نه کرکه وي او نه کوم ډول غوسه، بلکي په پاک زړه او ذهن له هغه کس سره ناسته پاسته کوي او په خوشالي ور سره مخېږي.

د کرکې، شخړې، جنګ، خپګان او… ناروغۍ د انسان ذهن ته له ټولنې او چاپيریال څخه د یوه بسته پروګرام په بڼه انسټالېږي. یوه بله تجرِبه مي هم ځو پلا کړې ده. د یوې داسي کورنۍ ماشوم چي مور و پلار يې تر دېره حده له کینې، نفرت، غوسې او جنګونو څخه بېزاره وي، هغه تر پلار او مور هم په لوی والي کي ډېر نارمل حالت ته نژدې وي او له دې یادو شیانو يې بد کېږي. اما بل لور ته هغه کسان چي له کینکښ او جګړه مار پلار و مور څخه پيدا سوي وي، هغوی تر پلار هم ډېر کاږه، کینه کوونکي او پر مازي خبره جنګ ته اماده ولاړ وي.

له دې ښکاري چي انسان په فطري ډول له دې ناروغیو خلاص وي او دا ویرسونه يې د ټولنې ډالۍ ده چي خپل نوي راتلونکي غړي په نازوي. د مینه ناک، سوله پاله او له زور زیاتي د بېزاره انسان پيدا کونکې لپاره اړینه ده چي د خپلو ماشومانو تربیه او روزنه په سم ډول وکړو چي له دې بیماریو يې ټول ژوند خلاص کړو.

د انسانانو په ټولنيز ژوند کي داسي وختونه هم پېښېږي چي طبیعي حالت ختمېږي او په ټولنه کي د مختلفو لاملونو له امله جنګ جګړې رامنځته کېږي. جنګ یوه ټولنيزه پديده ده چي ټولنيزې بدۍ او خرابۍ هم پېښوي. له مالي زیانه رانیولې بیا د انسان تر ژوبلي او مرګه هر څه هر وخت پکي شوني دي. له جنګه فقر پيدا کېږي، له جنګه بې عدالتي رامنځته کېږي، جنګ کاروبار ته زیان رسوي، عامه لارې، کلي او ښارونه ناامنه کوي، تاوان يې نه یوازي هغو دوو طرفونو ته رسېږي چي مخامخ یو د بل په وړاندي جنګېږي، بلکي هغه څوک يې هم زیان ویني چي مستقیما پکي دخیل نه وي خو د جنګ په جغرافیه کي اوسي؛ حتا جنګي سیمې ته نژدې پراته ولسونه او ملتونه يې هم له زیانه خوندي نه پاتېږي.

له دې امله عقل او انساني تاریخ و تجربه ټول وايي چي جنګ غیر نارمل حالت دی او هوښیاره ټولنه او ملت هغه دی چي ژر تر ژره له جنګي حالت څخه خپل طبیعي او فطري حالت ته ستانه سي. د جنګي اسبابو په له منځه وړلو ټولو جنګي ډلو ته د جنګ بانه ور ختمه کړي او له جنګي حالته د سولي، له کرکې د مینې، له ناامنه د امن لورته سوله ییز یون پيل کړي.

همدا عامل دی چي قران کریم په جنګي حالاتو کي هغه مهال د سولي غوښتنې ته د مثبت ځواب ور کولو امر کړی چي یو لور يې هیله وکړي:

وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا (الانفال: ۶۱)

ژباړه: او که دوی سولي ته میلان وکړ؛ نو ته هم ورته میل وښیه.

د قران کریم د دې ايت امر لومړی د الله هغه پيغمبر ته راجع وو چي پر ضد يې مکیانو، یهودو، کوچي عربو او نصرانیانو وسله اخیستې وه او یوازي د دين له امله يې ور سره شخړه در لوده. دلته هم الله تعالی امر کړی دی چي که ستا دوښمن سولي ته میلان وکړ، نو ته به هم حتما سولي ته چمتوالی ښيې او په هيڅ صورت يې د جنګ د تمدید جواز نه دی ور کړی. قران کریم سوله غوره بولي:

وَإِنِ امْرَأَةٌ خَافَتْ مِنْ بَعْلِهَا نُشُوزًا أَوْ إِعْرَاضًا فَلَا جُنَاحَ عَلَيْهِمَا أَنْ يُصْلِحَا بَيْنَهُمَا صُلْحًا وَالصُّلْحُ خَيْرٌ (النساء: ۱۲۸)

ژباړه: او که یوه میرمن له خپل مېړه پر سرکښي او مخ اړولو ډارېده؛ نو پر دوی هيڅ ګونا نه سته چي تر خپل منځ سوله سره وکړي او سوله ډېره غوره ده.

د سورت النساء دغه ایت د مېړه او میرمنې ترمنځ پر ستونزو ږغېږي او هدایت يې کړی چي که یوه میرمن له مېړه ډارېده چي دې ته پاملرنه نه کوي، نو بهتره ده چي پر ځينو ټکو توافق سره وکړي او تر بیلتون يې دا سوله ورته غوره ده. له یوه لوري به يې شخړه پای ومومي او له بله لوري به يوه کورني له ړنګېدا ژغورل سوې وي.

نو چي د یوې کورنۍ په اړه د الله هدایت دا دی چي سوله ورته غوره ده ایا د یوه درست ملت او هیواد په اړه به قران  کریم څنګه د سولي امر نه کوي او ولي به يې غوره نه ګڼي؟! له دې امله موږ په قران کي له نامسلمانو سره هم د سولي په اړه ایاتونه وينو.

الَّذِينَ عَاهَدْتَ مِنْهُمْ ثُمَّ يَنْقُضُونَ عَهْدَهُمْ فِي كُلِّ مَرَّةٍ وَهُمْ لَا يَتَّقُونَ (الانفال: ۵۶)

ژباړه: هغه چي ته ور سره تړون کوې، بیا دوی هر وارخپله ژمنه(تړون) ماتوي او دوی ځان ساتنه نه کوي.

وَإِنْ كَانَ مِنْ قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ فَدِيَةٌ مُسَلَّمَةٌ إِلَى أَهْلِهِ وَتَحْرِيرُ رَقَبَةٍ مُؤْمِنَةٍ فَمَنْ لَمْ يَجِدْ فَصِيَامُ شَهْرَيْنِ مُتَتَابِعَيْنِ تَوْبَةً مِنَ اللَّهِ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَكِيمًا (النساء: ۹۲)

ژباړه: او که (په تېروتنه قتل سوی مومن) له هغه قومه وي چي ستاسو او د دوی ترمنځ تړون وي؛ دیت به يې اهل ته سپارل کېږي او یو مومن(غلام یا مینځه) به ازادېږي، که يې دا پيدا نه کړ، پرلپسې دوې میاشتې به روژه نيسي، د الله له لوري رجوع ده او الله پوه د حکمت خاوند دی.

وَإِنِ اسْتَنْصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ إِلَّا عَلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ (الانفال: ۷۲)

ژباړه: او که له تاسو د دين په اړه مرسته وغوښتل سوه، نو کومک درباندي لازم دی، مګر هغه قوم چي ستاسو او د هغوی ترمنځ تړون وي، الله تعالی ستاسو د اعمالو لیدونکی دی.

په دې ټولو اياتونو کي له نامسلمان قوم سره د مسلمانانو د سولي او تړون یادونه سوې ده چي نه یوازي جواز يې ترې ثابتېږي، بلکي د لومړي ايت د امر له مخې که یې د مسلمانانو څخه غوښتنه وسي فرض ده، همدا مطلب په دې ايت کي هم په صریحو الفاظو یاد سوی:

إِلَّا الَّذِينَ يَصِلُونَ إِلَى قَوْمٍ بَيْنَكُمْ وَبَيْنَهُمْ مِيثَاقٌ أَوْ جَاءُوكُمْ حَصِرَتْ صُدُورُهُمْ أَنْ يُقَاتِلُوكُمْ أَوْ يُقَاتِلُوا قَوْمَهُمْ وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَسَلَّطَهُمْ عَلَيْكُمْ فَلَقَاتَلُوكُمْ فَإِنِ اعْتَزَلُوكُمْ فَلَمْ يُقَاتِلُوكُمْ وَأَلْقَوْا إِلَيْكُمُ السَّلَمَ فَمَا جَعَلَ اللَّهُ لَكُمْ عَلَيْهِمْ سَبِيلًا (النساء: ۹۰)

ژباړه: مګر هغه کسان (مه وژنئ) چي داسي قوم ته پنا یوسي چي ستاسو او د هغوی ترمنځ تړون وي، یا تاسو ته په داسي حال کي راسي چي سینې يې ستاسو سره له جنګه تنګې سوې وي او یا چي له خپل قوم سره په ملتیا جنګ وکړي؛ خو که د الله خوښه وای، پر تاسو به يې مسلط کړي وای بیا به يې جنګ در سره کړی وای، نو که يې له تاسو ځانونه ګوښه کړل، جنګ يې در سره ونه کړ او د سولي وړانديز يې در ته وکړ؛ نو الله تاسو ته پر هغوی (د جنګ) هيڅ لار نه ده در کړې.

دلته ویل سوي چي که جګړه مار هغه قوم ته پنا یووړه چي تاسو ور سره تړون لرئ، نو غرض به نه ور لرئ او پنا يې پيدا کړه. د هغه چا له جنګه بندېدا او سولي ته تمایل خدای د یوه نعمت په توګه مسلمانانو ته یاد کړی چي مخکي يې جنګ ته مخه کړې وه. الله امر کړی چي که د سولي وړانديز درته وکړي؛ نو نور د جنګ لپاره هيڅ شرعي بانه نه لرئ او یوازي سوله د خدای خوښ کار او په همدې حالت کي امر دی.

له دې امله رسول الله په خپل ژوند کي تر خپله وسه له جنګه مخ اړاوه، لکه چي یوه حدیث کي دي:

لَا تَمَنَّوْا  لِقَاءَ الْعَدُوِّ، وَسَلُوا اللهَ عَزَّ وَجَلَّ الْعَافِيَةَ (مسند احمد: ۱۹۱۱۴)

ژباړه: له دوښمن سره د مخامخېدا هیله مه کوئ، الله تعالی (په چارو کي) بریالتوب غواړئ.

په یوه حدیث کي دي چي الله تعالی په نرمي خپل بنده ته هغه څه ور کوي چي په سختي يې نه سي تر لاسه کولای:

أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «يَا عَائِشَةُ» إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَى الرِّفْقِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى الْعُنْفِ، وَمَا لَا يُعْطِي عَلَى مَا سِوَاهُ “ (مسلم: ۲۵۹۳)

ژباړه: رسول الله ویل: ای عائشې! بېشکه الله نرمي کونکی دی او نرمي يې خوښه ده، په نرمي هغه څه ور کوي چي په سختي يې نه ور کوي او هم هغه څه چي له نرمي پرته يې په بل هيڅ شي نه ور کوي.

همدا لامل دی چي رسول الله په مدینه کي له یهودو سره دمیثاق المدینه په نوم د سولي او اتحاد تړون وکړ. د هجرت په شپږم کال يې له مکیانو سره د حدیبیې پر سیمه یو داسي تړون وکړ چي اصحاب يې منلو ته چمتو نه وو، خو رسول الله هغه مادې ور سره ومنلې او لاسلیک يې ور کړ. خدای په قران کریم کي همدې کار ته ښکاره بریا وویله او د رسول الله په مشري (۲۷) غزاګانو ته يې فتح مبین نه دي ویلي. راځئ دلته لېږ د حدیبیې پر سوله نور هم تم سو. هغه شرایط را واخلو چي رسول الله له مکیانو سره سوله ور باندي وکړه:

ابن کثیر په خپل کتاب الفصول في السیرة کي هغه شرطونه یاد کړي چي رسول الله له مکیانو سره سوله پر وکړه. هغه دا دي: ۱ـــ  عمره به دا کال نه کوي، راتلونکی کال به عمرې ته راځي، تورې به يې په پوښو کي وي او په مکه کي به یوازي درې ورځې تېروي. ۲ـــ  د دوی ترمنځ به دا تړون لس کاله وي. ۳ـــ قبایل اجازه لري چي خوښه يې وي هغه لوری دی ونیسي، د هر فریق لوري ته که یوه قبیله ودرېده نو پر هغې برید عینا پر هغه فریق برید دی. ۴ـــ  او څلرم شرط دا وو چي که د مکیانو له لوري څوک مسلمان سو، مسلمانانو ته يې پنا یووړه بیرته به دوی ته ور کول کېږي، خو له مسلمانانو څوک اسلام پرېږدي، مکیانو ته پنا یوسي، هغوی يې مسلمانانو ته نه ور سپاري. (یاد کتاب، غزوه حدیبیه: ۱۸۵)

(یوه یادونه چي غواړم دلته يې زموږ د مسلمانو مورخینو په اړه وکړم هغه داده چي دوی په خپلو کتابونو کي دومره ډېر جنګي فرهنګ ته متمایل دي چي د سولي کاروان يې هم د غزا په نوم یاد کړی. دلته يې باید د ټولو غزاګانو برخلاف د سولي سرلیک ايښی وای، مګر له بده مرغه چي زیاتره مورخینو او محدثینو دا کار نه دی کړی بلکي د غزا سرلیک يې ور کړی چي له سولي سره سمون نه لري.)

رسول الله په همدې شرایطو سوله ور سره وکړه، مګر د عمر فاروق په شمول زیاتره اصحاب حیران وو او تر خپلو منځو يې احتجاج هم وکړ. عمر فاروق ابوبکر صدیق رض ته احتجاج وکړ، هغه ورته وویل، هغه د الله رسول دی، د هغه له لوري مامور دی هغه يې مرسته کوي او ضایع کوي يې نه. بیا رسول الله ته ورغی او هغه خبرې يې ورته وکړې چي ابوبکر رض ته يې کړې وې، رسول الله هماغه ځواب ور کړ چي ابوبکر ور کړی وو. تر دې وروسته په قران کریم کي د سورت الفتح بسته سورت نازل سو او د رسول الله دا سوله يې د ټولو سوو جګړو برخلاف څرګنده بریا وګڼله او تر دې وروسته يې نتایج په یوه کال کي را ښکاره هم سول.

زموږ په هیواد کي چي ۴۰ کاله جګړه روانه ده، ولس يې تر بل هر ملت د سولي لپاره لېواله دي. سوله نه یوازي زموږ غوښتنه ده بلکي د هر انسان بشري اړتیا او فطري غوښتنه هم ده. سوله ژوند دی او ژوند هر ژوي ته د خدای ور کړې ډالۍ ده چي له هغه جل جلاله پرته يې بل څوک ترې د اخیستلو حق نه لري. سوله مینه ده، مینه د انسان لپاره د خدای ځانګړې تحفه ده چي که يې هر څوک ترې د اخیستلو هڅه کوي نو د خدای ور کړې تحفه له انسانه وړي. په سوله کي کاري فرصتونه ډېرېږي، خلګ له فقره خلاصېږي، رغونه زیاتېږي، د هیواد عامه تاسیسات جوړېږي، عدالت او انصاف ته خلګ لاس رسی مومي او په ټوله کي هر انسان له خپلو انساني، قانوني او اسلامي حقوقو څخه برخمنېږي. سوله نن نه یوازي زموږ اړتیا ده، بلکي د شریعت او عقل تقاضا هم ده. د شریعت ښکاره نصوص مي وړاندي ذکر کړو او د هغو هدایاتو د عملي نمونو لپاره مي د رسول الله د سولي یادونه هم وکړه. سوله ټولو نړۍ والو قوانینو، اخلاقي اصولو او شرعي ضوابطو ته په کتو زموږ مسلم حق دی او ترې غاړه غړونکي له ټولو بشري، الهي او اخلاقي قوانینو څخه مخالفت کوي.

په هیواد کي د یوې رښتنې سولي او سلامتیا په هیله!

۲۰۱۸/ ۳/ ۲۸

7 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *