Categories

اعلان

Loading…

په جلال اباد ښار کې زوروره چاودنه، تر ۱۷ ډېر شهیدان، ګڼ ټپیان

تاند – د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي څو شېبې وړاندې تاند ته وویل چې دا یو ځانوژونکی برید و چې له امله يې د لومړنیو معلوماتو په اساس، له ۱۷ ډېر کسان وژل شوي دي.

لومړني راپورونه وايي چې لږترلږه ۵۰ تنه ټپیان شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي.

د ننګرهار په روغتونونو کې ډاکتران وايي چې ۱۷ تنو مړي وروړل شوي او تراوسه پورې یې ۵۰ ټپیان شمېرلي دي.

دوی اندېښنه لري چې ممکن د ټپیانو او وژل شویو کسانو شمېر تر دې زیات وي.

پرون هم لومړی د ۲۰ تنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو خو وروسته تر ۳۵ واوښت.

دا برید په ۳ بجې او ۲۰ دقیقې د اختر او اوربند د خوشالۍ لپاره د طالبانو او عام ولس د غونډې ځای ته څېرمه وشوه.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره چې دغه برید د جلال اباد ښار په پښتونستان واټ کې شوې دی.

لومړني راپورونه وايي چې په وژل شویو کې پولیس او طالبان هم شامل دي خو ډېره مرګ ژوبله ملکیانو ته اوښتې ده.

تر دې وړاندې عیني شاهدانو ویلي وو چې چاودنه نن یکشنبه ماسپښین درې بجې وشوه چې مرګ ژوبله لري، خو کره معلومات نشته.

عیني شاهدانو تاند ته په همغه لومړنیو شېبو کې دا هم ویلي وو چې چاودنه ډېره زوروه وه او ښکاري چې ځانوژونکی برید به وي.

پرون /شنبه/ هم په ننګرهار کې یوې انتحاري موټربمي چاودنې ۳۵ تنه شهیدان کړل.

د افغانستان حکومت د جوزا په ۱۷مه د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر ۵مې پورې د وسله والو طالبانو په وړاندې یو اړخیز اوربند اعلان کړ چې د جوزا په ۱۹مه طالبانو هم ورته ګام واخیست او د اختر له ۱ څخه تر ۳مې پورې یې اوربند اعلان کړ،‌ خو د حکومت په اوربند کې داعش او نورې ترهګرې ډلې شاملې نه وې او ویل کیږي چې دا او په جلال اباد کې د تېرې ورځې چاودنې د هغه محلي داعش کار دی چې تحلیلګران وایي د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا تجهیز او تمویل کیږي.

93 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *