Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د پرونۍ حملې د شهیدانو شمېر ۳۶ تنو ته ورسېد

تاند- د ننګرهار د غازي امان الله خان ښارګي د پرونۍ تروریستي حملې د شهیدانو شمېر ۳۶ ته ورسېد.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوږیاڼي نن /یکشنبه/ رسنیو ته وویل، د رودات ولسوالي په غازي امان الله خان ښارګي کې د موټربمي برید په ترڅ کې د ۳۶ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۶۵ نور ژوبل شوي دي.

خوږیاڼي په دې اړه چې ولې یې پرون د تلفاتو شمېر لږ ښودلی و، وویل «یو شمېر شهیدان او ټپیان خپلو – خپلوانو کورونو ته وړي وو.»

ده همداراز وویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې طالبان، افغان امنیتي ځواکونه او عام ولس شامل دي.

پرون مازدیګر دا موټربمي برید، چې مسوولیت یې داعشي ترهګرو په غاړه واخیست، داسې مهال وشو چې له اوربند څخه په استفادې طالبان د غازي امان الله خان ښارګوټي ته راغلي وو او له خلکو سره یې د اختر مبارکي کوله.

راپورونه وايي چې له دې حملې وروسته وسله والو طالبانو د نورو حملو د احتمال په خاطر خپلو غړیو ته ویلي چې له غونډو ځان لېرې وساتي او هڅه دې کوي چې ښارونو ته لاړ نه شي.

16 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *