Categories

اعلان

Loading…

کولمبیا د افغانستان د سولې او پرمختیا په چارو کې همکاریو ته چمتوالی وښود

د روانې جون میاشتې پر ۱۳مه، د کولمبیا جمهوري دولت د رسمي بلنې پر بنسټ د امریکا په متحده ایالتونو کې د افغانستان لوی سفیر ښاغلي ډاکټر حمدالله محب چې د کولمبیا هیواد لپاره د نااستوګن سفیر په توګه دنده پرمخ وړي، پلازمینې بوګاټا ته سفر پیل کړ.

د دغه درې ورځني سفر په اوږدو کې، ښاغلي محب د کولمبیا د بهرنیو چارو، سولې، ملي دفاع، سمون او بیرته ستنېدنې، جګړې ځپلیو، پاملرنې او رغونې چارو، موزیمونو، پوهنې، او ښځو د چارود وزارتونو او عالي کمېسیونونو د لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د افغان سفیر لېوالتیا ته په پام، کولمبیایي چارواکو د افغانستان د سولې د مذاکراتو د بریا او تر هوکړې وروسته چارو د سمون په موخه، د کیڼ اړخې فارک FARC وسله والې ډلې سره د خپل حکومت د څه باندې نیمې پېړۍ تر لانجې وروسته د سولې لپاره د چاپیریال جوړولو، مذاکراتو بریالي کولو، تړون لاسلیکولو، پلي کولو او له مخې یې د پخوانیو اورپکو د عادي ژوند ته راګرځولو، انتقالي عدالت تامینولو او بنسټونو د بیارغولو تجربې د افغان لوري سره شریکې کړې.

د افغانستان او کولمبیا د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د پیاوړتیا په موخه، افغان سفیر او د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو چارو مرستیالې ډاکټرې پاټي لونډونو جارامېلوPatti Londoño Jaramillo د همکاریو د لا زیاتو ګډو ټکو پر موندلو هوکړه وکړه. مېرمن جارامېلو هیله وکړه چې په هندوستان کې کولمبیایي سفیرې ته د افغانستان د نااستوګنې سفیري په توګه د باورلیک وړاندې کولو په برخه کې زمینه برابره شي. نوموړې دغه راز یادونه وکړه چې په نږدې وخت کې به یو کولمبیايي پلاوی د افغانستان سره د ګډو اقتصادي زمینو پلټلو او سوداګرۍ پرانستلو په موخه کابل ته سفر کوي.

د امنیتي اړیکو په برخه کې، د کولمبیا ملي دفاع وزارت د افغانستان سره د امنیتي ځواک د پیاوړتیا، عالي نظامي زده کړو، پلان جوړونې، هوايي ځواکونو؛ په ځانګړي ډول د نویو الوتکو د پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکو د روزنې او ماین پاکۍ په برخه کې ښوونې په موخه، په بوګاټا کې د کوربه توب او افغانستان ته د خپلو روزونکو د لېږلو پر ټکو تمرکز وکړ.

د افغانستان د هر اړخیزې ودې په موخه د وړتیا لوړولو د پروګرامونو په توګه د کولمبیا حکومت په خپلو معتبرو پوهنتونونو کې د سولې، دفاع او امنیت، بشري حقونو، ستراتیژي او جوپالیټیکس په برخو کې د یو کلني ماسټرۍ، په طبیعي او ټولنیزو علومو کې د لسانس او ماسټرۍ او دغه راز د ژورنالیستانو، ګرځندوی د ښوونکو او ژبو د زده کوونکو لپاره د هسپانوي ژبي د څلور میاشتنیو، ګڼو سکالرشيپونو د مساعدولو په هکله خبرې پیل شوې.

د ملتونو ترمنځ د کلتوري اړیکو د ایجادولو په موخه، د کولمبیا په پلازمېنه بوګاټا کې د افغانستان د لرغونو آثارو د ګرځندو موزیمونو د نندارتونونو د دایرولو په هکله د تابیا یادونه وشوه چې په دې برخه کې به د دواړو اړخونو د کلتوري بنسټونو ترمنځ خبرو اترو ته زمینه برابرېږي.

په داسې حال کې چې بوګاټا ته د افغان سفیر له سفر یواځې څو وروځې وروسته (د جون پر ۱۷مه) د کولمبیا ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي؛ دغه سفر د اوسنۍ ادارې سره د هڅو ساتلو او نوې ادارې سره د اړیکو پاللو په موخه مهم ګڼل کېږي.د افغانستان او کولمبیا ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د ټینګولو په موخه دا هڅې د خپل شالید په پرتله، په بې ساري ډول پیاوړي کېدو او ګډو همکاریو ته زمینه برابروي.

په پام کې ده چې د افغان سفیر د دغه سفر په دوام، به په روان کال کې، د افغانستان د بېلابېلو بنسټنو له استازو جوړ لوړ پوړی پلاوی، په بېلابېلو اړخونو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او دغه راز د کولمبیا د سولې د تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه دغه هیواد ته سفر ولري.

ددې ترڅنګ، افغان سفیر، د بوګاټا لپاره د افغانستان او کولمبیا د ګډ ستراتیژیک ملګري هیواد (د امریکا متحده ایالتونو) د سفیر ښاغلي کیوین ویټېکر Kevin Whitakerسره د درو اړخیزو اړیکو او ګډو ټکو موندلو په هکله لیدنه درلوده.

ددغه سفر په لړ کې، ښاغلي محب د کوچني اختر لمونځ، د بوګاټامېشتو افغانانو او اسلامي ټولنې د وګړو سره یوځای ادا کړ.

61 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *