Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د تروریستي برید د شهیدانو شمېر ۲۶ ته ورسېد

تاند- داعش تروریستي ډلې د ننګرهار د نن /شنبې/ د تروریستي برید مسوولیت په غاړه واخیست، ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.

په دې حمله کې ۲۶ تنه شهیدان شوي او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل دي.

داعش تروریستي ډلې په خپل اعماق خبري اژانس کې د دې برید مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې د افغانستان ملي – امنیتي ځواکونه یې په نخښه کړي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په دې تروریستي برید کې چې د افغانستان د حکومت او طالبانو د لومړني تاریخي اوربند په مهال وشو، افغان امنیتي ځواکونه، طالبان او تر ټولو ډېر عام خلک شهیدان شوي دي.

له اوربند څخه په استفادې جلال اباد، کابل او ګڼو نورو ښارونو ته په سلګونو طالبان بې وسلې داخل شوي او له عام ولس او امنیتي ځواکونو سره اختر لمانځي.

جلال اباد ښار ته څېرمه د بټي کوټ ولسوالي په غازي امان الله خان ښارګوټي کې په داسې حال کې چې طالبانو له ولس سره خبرې کولې موټربمي انتحاري چاودنه وشوه.

د غازي امان الله خان ښارګي تروریستي حمله داسې وخت وشوه چې ولسمشر غني په کابل کې د ملي تلویزیون له لارې ملت ته په وینا کې اعلان وکړ چې له طالبانو سره د اوربند موده اوږدوي او له طالبانو هم غواړي چې اوربند اوږد کړي.

افغانانو د اوربند کلک ملاتړ کړی او تقریباً ټول د اوربند د مودې د زیاتېدو غوښتنه کوي.

ولسمشر غني ملت ته په وینا کې د بهرنیو پوځیانو د وتلو په شمول د طالبانو پر ټولو غوښتنو خبرو ته چمتووالی وښود.

د ښاغلي غني دا اعلان چې د بهرنیو پوځیانو د برخلیک او راتلونکې په اړه خبرې کوي، او له بلې خوا له اوربنده د طالبانو او ملي امنیتي ځواکونو او عام ولس پراخ هرکلی د طالبانو مشرانو ته د جګړې د اوږدولو توجیه او دلیل نه پرېږدي.

له همدې کبله ډېره هیله شته چې طالبان به هم اوربند اوږد او د افغانستان له حکومت سره د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش په ګډون پر ټولو اختلافي مسلو خبرې وکړي.

153 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *