Categories

اعلان

Loading…

په ننګرهار کې د اختر د لمانځونکو په منځ کې غټه چاودنه، ۲۰ شهیدان، په لسګونو ټپیان

تاند – د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان مېنه کې د طالبانو او عام ولس په یوه ګډه غونډه کې، د انتحاري حملې په ترڅ کې لږترلږه ۲۰ تنه شهیدان شوي دي.

د ننګرهار د والي ویندوی عطا الله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې چاودنه د عام ولس او طالبانو ترمنځ په غونډه کې وشوه.

په ننګرهار کې روغتونونو ته ویل شوي چې د طالبانو د ټپیانو درملنه هم هغسې وکړي لکه څنګه چې د امنیتي سرتېرو او ولسي خلکو کوي.

طالبان له اوربند څخه په استفادې د غازي امان الله خان مېنې، ته د جلال اباد ښار ته نژدې په بټي کوټ ولسوالۍ کې دی، راغلي وو او عام ولس یې هرکلی کاوه.

په وژل شویو او ټپیانو کې هم طالبان او هم عام خلک شامل دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو ګومان کېږي چې دا حمله به داعش کړې وي چې د سولې په اوربند کې شامل نه دی.

ویل کیږي، چې د ننګرهار ولایت په یو شمېر ولسوالیو په تېره بیا کوټ، اچین او شینوارو کې په تېرو څو کالونو کې د محلي داعش ډله، چې امنیتي تحلیلګران یې له عربي داعش څخه جلا او د پاکستان د استخباراتي ادارو د کار محصول بولي، فعاله وه چې د  افغان امنیتي ځواکونو او ایتلافي بریدونو په ترڅ کې کمزورې شوې، خو بېخي له منځه تللې نه ده.

د وروستي راپور له مخې، داعش ترهګرې ډلې د غازي امان الله خان ښارګوټي د برید مسوولیت په غاړه واخیست.

11 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *