Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني وايي، له طالبانو سره د اوربند موده اوږدوي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني اعلان وکړ چې له طالبانو سره اوربند به اوږد کړي.

ولسمشر غني نن ماښام ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې، چې له ملي تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپره شوه، وویل چې له اوربند څخه د ولس د پراخ هرکلي په خاطر اوربند اوږدوي.

ده ونه ویل چې د څومره وخت لپاره اوربند اوږدوي خو ویې ویل چې په دې اړه جزییات به وروسته اعلان کړي.

ښاغلي غني پر وسله والو طالبانو هم ږغ وکړ چې اوربند اوږد کړي.

ولسمشر غني دا هم وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور، رول او راتلونکي برخلیک په ګډون د طالبانو د ټولو غوښتنو په اړه خبرو ته تیار دی.

د افغانستان د حکومت اوربند، چې د روژې په ۲۷ پیل شوی و، درې ورځې نور یا د اختر تر پنځمې ورځې پورې دوام کوي خو د طالبانو اوربند د اختر د ۳ ورځو لپاره اعلان شوی دی.

85 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *