Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو وزیر له طالبانو سره روغبړ وکړ

تاند- د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک نن /شنبه/ د کابل ښار په لوېدیځه لمن کې له یو شمېر طالبانو سره وکتل.

د اوربند له اعلانه وروسته ګڼ شمېر طالبان ښارونو ته راغلي او خلک په دې سخته خوښي کوي چې طالبان له امنیتي ځواکونو سره اختر مبارکي او روغبړ کوي. (په دې اړه نور تفصیل)

ویل کېږي چې برمک د کابل په کمپنۍ سیمه کې له یو شمېر طالبانو سره ولیدل.

د کورنیو چارو د وزیر او طالبانو عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له طالبانو سره د کورنیو چارو د وزیر د کتنې په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

خو ښاغلي برمک بي بي سي ته ویلي چې د کابل- میدان وردک لویه لار یې معاینه کوله چې د طالبانو له یوې ډلې سره مخامخ شو او روغبړ یې ورسره وکړ.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت نن وویل چې نن او پرون د هیواد په هیڅ برخه کې د نښتو راپور نه دی ورکړل شوی او دواړو خواوو اوربند بشپړ رعایت کړی دی.

ټاکل شوې ده چې نن ماښام د افغانستان ولسمشر د اوربند د غځېدو د احتمال او له طالبانو سره د سولې په اړه مهمې څرګندونې وکړي.

د کابل د پولیسو ویندوی حشمت الله ستانکزي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ګڼ شمېر طالبان د پلازمېنې کابل په ګډون بېلابېلو ښارونو ته راغلي، وسلې یې د ښارونو په دروازو کې سپارلي او د خپلو وسلو رسیدونه یې ترلاسه کړي دي.

ستاکزی وايي، طالبانو ته، چې اکثرو تورې عینکونه یې پر سترګو دي او ځینې خپل بیرغونه هم په لاسونو کې لري، له ښاره د وتلو په مهال خپلې وسلې بېرته سپارل کېږي.

هلمند

195 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *