Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ولسمشر او د پاکستان لوی درستیز د ملا فضل الله پر وژل کېدو خبرې وکړې

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي، د افغانستان ولسمشر نن /جمعه/ د پاکستان د پوځ لوی درستیز ته ټېلفون وکړ او د پاکستاني طالبانو د مشر ملا فضل الله د وژل کېدو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

راپورونه وايي چې ملا فضل الله د پنجشنبې په ورځ د کونړ ولایت په مروره ولسوالي کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

پاکستان وايي چې ملا فضل الله له ۲۰۰۹ م کال راهیسې په افغانستان کې پټ اوسېده.

د پاکستان پوځ او استخباراتو ویلي چې د فضل الله وژل کېدا یو مثبت انکشاف دی او د ګڼو پاکستاني کورنیو، چې عزیزان یې طالبانو وژلي دي، پر ټپونو ملهم ږدي.

د افغانستان دفاع وزارت د ملا فضل الله د وژل کېدو راپورونه تایید کړي دي خو د کونړ ځايي اداره وايي چې لا هم داسې کره ثبوت نشته چې د ملا فضل الله وژل کېدل تایید کړي.

د کونړ چارواکي د پنجشنبې په ورځ پر یوه موټر د بې پېلوټه الوتکې حمله او په ترڅ کې یې د ۴ تنو وژل کېدا تاییدوي.

64 total views, 12 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *