Categories

اعلان

Loading…

طالبان او عسکر د تکبیر د چیغو، شپېلیو او چکچکو په بدرګه سره غاړه غاړۍ شول

تاند – د افغانستان په بېلابېلو برخو او په ځانګړې توګه د پښتنو په سیمو کې نن جمعه /د جوزا ۲۵مه/ د ملي اردو عسکرو او پولیسو په ښارونو او د ولسوالیو په مرکزونو کې له کلیو څخه ورغلیو طالبانو ته ښه راغلاست وویل.

هغوی یو بل ته غاړې او د اختر مبارکۍ ورکړې، او ښاریانو او ملکي خلکو دغه جوړجاړی په چکچکو، شپېلیو او د تکبیر په چیغو بدرګه کړ.

ولسمشر اشرف غني د جوزا په ۱۷مه د روژې له ۲۷مې څخه د اختر تر ۵مې ورځې پورې د وسله والو طالبانو پر وړاندې اوربند اعلان کړ. د جوزا په ۱۹مه طالبانو د ولسمشر غني اعلان ته مثبت غبرګون وښود او ویې ویل چې د اختر له اولې څخه درېمې پورې هغوی هم اوربند اعلانوي.(کابل ته څېرمه په لوګر ولایت کې د طالبانو راتګ)

په ۱۳۸۰ کې په افغانستان د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له یرغل څخه مخکې په افغانستان کې د حاکم، طالبي نظام، له ۹۰٪ څخه ډېر واک د په خټه پښتنو طالبانو په لاس کې وو، خو د هغه عرب مېلمه په سر یې خپل ټول نظام له لاسه ورکړ چې متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو پړه پرې وراچولې وه.

طالبان او عسکر په لغمان ولایت کې

په افغانستان لا د امریکایي ځواکونو او د هغوی د نړیوالو متحدینو یرغل نه وو پیل شوی چې د پخوانۍ شمال ټلوالې پارېدلو مشرانو، چې لا د خپل وژل شوي مشر احمدشاه مسعود د مرګ په ویر اخته ول، امریکایانو ته وړاندیز وکړ چې چمتو دي چې پر افغانستان د امریکایي توغندویي بریدونو او بمباریو سره قدم په قدم د امریکایانو د پلیو عسکرو په توګه د طالبانو د نظام په نسکورولو کې برخه واخلي. (طالبان د زابل ولایت په کلات ښار کې له خلکو سره)

همداسې وشول.‌ امریکایي استخباراتي مامورین لیکي، چې د شمال ټلوالې تر واک لاندې سیمو ته ورغلل، د قسیم فهیم او عبدالرب رسول سیاف په شمول د ټلوالې مشرانو ته یې د ډالرو څو ګتې ورکړې او هغوی هم په لږ وخت کې خپل کسان جنګ ته تیار کړل.

د هېواد په شمال کې، د پخوانۍ شمال ټلوالې مهمو قوماندانانوعطامحمد نور، محمد محقق، عبدالرشید دوستم او نورو هلته ایسار طالبان، چې ګڼ شمېر په کې د طالبانو په نامه د جنوبي ولایتونو ساده ځوانان ول، په کانټینرونو کې واچول،‌ اور یې پرې ولګاوه، ویې ویشتل، شکنجې یې ورکړې، او په خورا بې رحمۍ سره یې ووژل.

بلې خوا ته د جرمني په بن ښار کې د افغانستان لپاره د حامد کرزي په مشرۍ داسې حکومتي تشکیل جوړ شو، چې مشر یې پښتون کرزی شو خو واک او ځواک نژدې ټول د شمال ټلوالې هغو یاغیانو ته په لاس ورغی چې طالبانو په تېرو څو کالونو کې ښارونو ته ورتګ ورته د مرغۍ پۍ ګرځولې وې.‌ (د ننګرهار په شینوارو کې له عسکرو او ولس سره د طالبانو پیوستون)

دا په داسې حال کې وو،‌ چې د اکثریت پښتنو دوه مهمې ډلې د ملا محمدعمر په مشرۍ طالبان او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند د قدرت له صحنې څخه حذف کړای شول، او دا هغه څه وو چې امریکایي چارواکو وروسته خپله اشتباه وبلله.

د طالبانو یوه پلوي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي،‌ تاند ته وویل چې طالبانو په ۲۰۰۳ کې د وخت ولسمشر حامد کرزي ته خبر ورکړ چې که د هغوی د سر تضمین وشي هغوی حاضر دي چې له فرار څخه قرار ته ترجیح ورکړي او له حکومت سره یوځای شي، خو کرزي یې وړاندیز بابېزه وګاڼه او ویې ویل چې که غواړي کولی شي راشي.

طالبان له یوه سخت باد او باران څخه وروسته د بې موره چرګوړو په څېر په ډاګ میدان او یو ځل بیا د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې رحم ته پاتې شول. هغه ادارې او پوځ چې تر دې مخکې یې د طالبانو د سفیر په شمول یو شمېر چارواکي لاس تړلي په امریکایانو خرڅ کړي ول.

په ورته وخت کې د شمال ټلوالې قوماندانان وزیران او د لویو منصبونو خاوندان شول. هغوی چې زور یې د کرزي په زور بر وو پراخ اداري فساد او د افغانانو په نامه له غرب څخه د راغلیو او مرسته شویو پیسو لوټ او تالان ته مخه کړه، چې له نشت نه میلیونر او له میلیونر څخه میلیاردرو ته ورسېدل.‌ ځمکې یې غصب کړې، د متحده عرب اماراتو په شمول په بهرنیو هېوادونو کې یې په بانکونو کې پیسې واچولې او جایدادونه یې راونیول. (طالبان په پکتیکا ولایت کې له خلکو او عسکرو سره)

په دې سلسله کې په یوه ځل د ټلوالې د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود ورور احمدضیا مسعود سره د دوبۍ په نړیوال هوایي ډګر کې ۵۲ میلیونه ډالر ونیول شول خو له پیسو سره بېرته خوشې کړای شو.

د شمال ټلوالې تر تسلط لاندې سیمو کې چې د ډېرو اوسېدونکي تاجک، هزاره او یو شمېر ازبک ول او اوس پرې د حکومت سیوری هم غوړېدلی وو، ښوونې او روزنې وده وکړه، او روغتیایي چارې په کې پراخې شوې. په څو کالونو کې د ښوونځیو فارغان پوهنتونونو ته داخل شول، د پوهنتونونو فارغان یې د ماسټرۍ او د ماسټرۍ فارغان یې د دکتوراوو ترلاسه کولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ولېږل شول.

بلې خواته، طالبانو چې بیا یې صفونه له سره نوي کړي ول، په هغو سیمو کې چې له پاکستان سره لګېدلې ډیورنډ کرښې سره نښتې او د پښتنو سیمې وې د جګړې اور بل کړ. ویل کیږي چې طالبانو له هغو وسلو او پیسو څخه چې امریکا او غربي نړۍ پاکستان ته د ترهګرو د ځپلو په نامه ورکولې او د پاکستان پوځ بېرته طالبان پرې تمویلول په استفادې سره د پښتنو ولایتونه په داسې خاره واړول چې ښوونځي یې وران، کلینیکونه وران، روغتونونه بند، او شاګردان او استادان ووژل شول.

یوه ریکارډ کچه دا شوه چې په یوه کال کې له هلمند ولایت څخه د هغو زده کوونکیو شمېرچې په کانکور امتحان کې یې برخه اخیستې وه د دایکندي د هزاره مېشتي ولایت له هغو کسانو نه هم کم وو چې یوازې طب پوهنځي ته نیول شوي ول.

دغو حالاتو کالونه کالونه دوام وکړ.‌د سولې هڅې د سولې د عالي شورا تش په نامه اورګان ته پاتې وې، او مشري یې داسې چاته په لاس ورکول شوې وه چې د حکومت د مخالفو طالبانو او د ګلبدین حکمتیار د اسلامي ګوند د خلکو په ژبه، پښتو، یې خبرې هم نشوای کولی.

ویل کیږي چې د طالبانو له خوا هغه مشران چې د پاکستان د استخباراتي ادارو په نیت پوهېدل او له سولې سره یې علاقه مندي ښودله یا ووژل شول یا امریکایانو ته په لاس ورکول شول او یا هم په اوږدمهالي حبس محکوم شول چې د طالبانو د وخت د دفاع وزیر ملا عبیدالله، ملا برادر او ملا معتصم اغاجان هم په دې ډله کې یادېږي.

د ولسمشر غني په قدرت ته رسېدلو سره، په حالاتو کې یو څه تغیر راغی.‌ که څه هم چې ویل کیږي چې د شمال ټلوالې یو شمېر څېرو مخالفت کاوه خو نوموړی په دوه کالونو کې دننه پر دې بریالی شو چې د مخالفینو له کتار څخه د ګلبدین حکمتیار ډله چې د افغانستان د وروستیو څلورو لسیزو یوه مهمه لوبغاړې ده رابېله کړي.

د غني هڅو دوام وکړ،‌ بېلابېلې لارې یې تعقیب کړې، خو هرې خواته یې چې لاس کاوه لاس یې په ډبره لګېده او داسې څه په لاس نه ورتلل چې د افغانستان د هغه ۷۱٪ اکثریت لرونکي پښتون قوم د وجود یوه عظیمه جلا شوې ټوټه بېرته له قوم سره پیوند او د واک محور ته راولي.‌

اخوا ته ویل کیږي،‌ چې د طالبانو په لیکو کې هم په کابل کې د زرګونو دیني عالمانو له وروستۍ فتوا څخه وروسته چې په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه او جنګ ناروا وبلل،‌ نرمي راغله. ورسره په پاکستان د نړیوالې ټولنې فشار زیات شو چې نور دې د افغانستان د حکومت د مخالفینو له سر نه لاس لیرې کړي. (طالبان او خلک د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې)

ولسمشرغني د اوربند اعلان وکړ. که څه هم چې د طالبانو یوه مرشد، مولانا سمیع الحق، چې ویل کیږي د پاکستان له پوځ او نظامي استخباراتو سره نژدې اړیکې لري دا اوربند بې ګټې وباله او ویې ویل چې جهاد (د افغان وژنې جنګ) باید دوام وکړي، خو طالبانو بیا هم اوربند اعلان کړ.

نتیجه دا شوه چې نن د اختر لومړۍ ورځ چې د جوزا له ۲۵مې سره برابره ده ډلې ډلې طالبان ښارونه ته راښکته شول، له خپلو خلکو سره یې ولیدل، عکسونه یې سره واخیستل او خوشحالۍ یې سره شریکې کړې.

هغو طالبانو د عکسونو اخیستلو ته خوشحالۍ کولې چې یو وخت یې عکسونه اخیستل منع کړي ول، هغوی ولیدل چې عسکر د هغوی په څېر مسلمانان دي،‌ کلیمه وایي، لمونځونه کوي، او د هغوی ورتګ د تکبیر په چیغو، غېږو او خوښۍ سره لمانځي.

د افغانستان ولسي خلکو او د ښارونو اوسېدونکیو له حکومت او طالبانو دواړو خواوو څخه وغوښتل چې اعلان شوی اوربند اوږد کړي، تر هغه چې د سولې مذاکرات د حل لاره را وباسي او په افغانستان کې د وینو تویېدل پای ته ورسېږي خو دا به وخت او د دواړو خواوو د مشرانو اراده ثابته کړي چې څوک د مذاکراتو د بریالي کولو په برخه کې څومره ظرفیت لري.

97 total views, 3 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. اسلم Reply

    شه تحلیل دی

    خو په دی وضیعت کی د منظور پشتون او دهعه د تحریک تاثیر هم د انکار ور نه دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *