Categories

اعلان

Loading…

احمد ضیا مسعود: په شمال کې د حکومت پر ضد جنګېدونکي وسله وال کسان د جمعیت ګوند غړي دي  

تاند – د جمعیت ګوند یومهم غړی احمدضیا مسعود وایي چې د افغانستان په شمال کې د حکومتي قواوو پر ضد جنګېدونکې ډلې د اسلامي جمعیت او ملي جنبش د اجیرانو دي.

احمد ضیا مسعود د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود ورور دی، او د پخواني ولسمشر کرزي په واکمنۍ کې، چې د اداري فساد له امله ډېره مشهوره وه، یوه دوره د هغه مرستیال وو.

ښاغلي مسعود دا خبرې نن د مشرانو جرګې د مرستیال د زوی، سالم ایزدیار، د لومړي تلین په مناسبت غونډه کې په کابل کې وکړې.‌ ایزدیار یو کال مخکې د کابل ښار د عامه نظم د ګډوډولو په نیت شوې مظاهره کې د عامه نظم د پولیسو په ډزو کې وژل شوی وو.

احمد ضیا مسعود په ولسمشر اشرف غني انتقادونه وکړل چې په دوره کې یې د افغانستان امنیت اواقتصاد خراب شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې یوې خواته پخپله وایي چې د امنیت په ګډوډولو کې د دوی د ډلې کسان لاس لري او بلې خوا ته دی او د ډلې غړي په داسې پېښو کې لاس لري چې په یو ځل ورسره ۵۲ میلیونه ډالر هم نیول شوي دي (په دې هکله د ګارډین مجلې راپور).

ښاغلی مسعود په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر غني د ټیم غړی او بیا یو مهم چارواکی شو، خو د نه وړتیا له امله نژدې یو کال مخکې له کاره ګوښه کړای شو.

تر دې مخکې، هم ویل شوي وو چې جمعیت ګوند او په ځانګړې توګه د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور په شمال کې د طالبانو په نامه وسله والې ډلې لري،‌ خو جمعیت دا خبره په رسمي توګه نه منله.‌

34 total views, 5 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. بریال Reply

    جمعیتیانو تاسو به یوځل بیا د هېواد او تاریخ په وړاندې مسوول وګرځئ.
    همدا تاسې وي چې په 1992 کې مو د ملګرو ملتونو د سولې پلان شنډ کړ او په مسالمت آمیزه ډول د واک د تسليمېدو سره مو مخالفت وکړ، شمال ته مو سقوط ورکړ ، د کابل ښار مو په ملکو الطوایفي تقسیم او په هره ناحیه کې جدا دولتونه جوړ کړل. ښار مو په کنډوالو بدل کړ او ملي اردو مو منحل ، ټول تجهیزات مو ګاونډیو ته په تحفه کې ورکړ.
    طالبانو ته مو جنبش خودجوش وویلې . به الوتکو کې مو پیسي او تجهیزات ورولیږل . احمدشاه مسعود میدان ښار ته ورغی او خپله تومانچه یې ورته تسلیم کړه چې وروسته خپله ترې وتښتېدئ او ترکولابه ورسېدلئ.
    پام کوئ چې بل ځل داسې غټه سیاسي اشتباه ونکړئ او که داځل مو کوم لجاجت وکړ ، ګران هېواد افغانستان به وران او مسولیت به یې ستاسو په غاړه وي.
    بریال

  2. شاهین افغان Reply

    د احمدضیا مسعود په قول « په شمال کې د دولت په وړاندې جنګېدونکي جمعيتيان او جنبشيان » دي، بنا د هغو ټولو حوادثو ، انساني او مالي تلفاتو اصلي مسوولیت هم د دوي په غاړه دی. د هېواد په تاریخ کې داسې ډلې هم ثبت شوې چې که دوي په قدرت کې وو، دنیا ودانه ده او که له څوکۍ نه وشړل شو او په قدرت کې نه وو ،سمدلاسه قیامت راځي. دې ته سیاسي ډله اوسیاسي زعامت وایي.
    دا جنابان هم په دولت کې 50 سلنه او لا زیات شریک دی اوهم په مسلح اپوزیسیون کې 50 سلنه برخه لري. که سبا له طالبانو سره سوله کیږي ، دوی به بیا هم په راتلونکي دولت کې همدومره سلنه ونډه غواړي.

Leave a Reply to بریال Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *