Categories

اعلان

Loading…

اوربند؛ د اوږدې پروسې لنډه پایله

صديق دقيق

دا چې وایم دا اوربند تصادف نه دی موږ ته دا هیله راکوي چې تر دې وړاندې پر دې لاره ګامونه اخیستل شوی دي، موثریت يې درلود او پرې د نور مزل هیله هم شته. بله دا چې غواړم و وایم حکومت په تېره بیا ولسمشر له شته نیمګړتیاوو سره سره د سولې په مسله کې جدي دی، چې دا کار يې د ستایلو او منلو هم دی.

که په دې لړ کې یو څه وړاندې لاړ شو او د سولې د خبرو مخینې ته وګورو همدې پایلې ته مو رسوي.

د ملی یووالي حکومت په پیل کې ولسمشر له پاکستان سره چې ویل کېږي د افغان سولې نیمایي کیلي يې په لاس کې ده د سولې د راوستلو په تمه اړیکې تودې کړې. د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا څلور اړخیزې غونډې  و شوې او د سولې له‌پاره یو میکانیزم جوړ شو. یو ځل خو په مري کې د حکومت او طالبانو د استازیو تر منځ غونډه هم وشوه چې بیا د طالبانو د بنسټګر مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر په افشا کولو سره له خنډ سره مخ شوه او آن په ټپه ودرېده. حکومت په تېره بیا ولسمشر بیا هم پر دې اغزنه لاره مزل ته دوام ورکړ.ځینې هغه ابتکارات يې وکړل چې مخکې یې څرک نه و لیدل شوی. په دې لړ کې لومړی ګام دا و چې حکومت له انفعالي حالته فعال حالت ته را ووت او د سولې له‌پاره یوه نسبتآ جامع ستراتیژي جوړه شوه. د کابل پروسې په نوم د غونډو د لړۍ پیل يې لومړی مهم او موثر ګام و. مهم او موثر خو ځکه هم و چې د سولې د ښمنانونو په خپل ټول توان د هغه د سبوتاژ هڅه وکړه، په کابل کې انتحاري بریدونه وشول او سلګونو تنو ته يې تلفات واړول، آن تر دې چې راغلي مېلمانه له هوايې ډګره  بهرنیو چارو وزارت ته په الوتکه کې راوستل شول. په دې غونډه کې د افغانستان په مسله کې د ښکېلو نږدې ټولو هیوادونو استازي شامل وو. په دې وختونو کې ځینې نورې پېښې هم وشوې چې حکومت د طالبانو د څڼډې ته کولو له‌پاره ښه ګټه ترې واخیسته. د کندهار په ولایت مقام کې په شوې چاودنه کې افغان چارواکي او د اماراتو د سفیر په ګډون څو ډيپلوماتان و وژل شول. د دې برید پړه که څه هم طالبانو و نه منله خو افغان حکومت د څېړنو په پروسه کې دا ثابته کړه چې برید طالبانو کړی  په پایله کې یې د طالبانو اړیکې د دریو هېوادونو له ډلې له یوه سره چې د دوی حکومت يې يه رسمیت پېژندلی و، تر دې حده خرابې شوې چې د دوی استازې چې د فاتحې او خواخوږي ښوولو له‌پاره هغه هېواد ته تللي و، له هوايي ډکړه بېرته وشړل. او آن دا چې په دې وروستیو ورځو کې يې افغانستان ته د خپلو پوځي روزونکو د لېږلو تیاری وښوو چې افغان حکومت هم ومانه.

د هغو دریو هېوادونو له ډلې چې د طالبانو امارت يې په رسمیت پېژندلی و، بل يې سعودي عربستان و، له دې هېواده هم له طالبانو سره غیر رسمي مالي مرستې کېدې او دوی ترې د سیاسي ملاتړ تمه هم درلوده. له طالبانو سره د ایران د مرستو او په متحدو ایالتونو کې واک ته د ټومپ له رسېدو سره له دې هېواده هم د طالبانو تمه  په شکېدو ده. دې چارو طالبان له سیاسي اړخه تضعیف  کړي دي. په داخل کې دا ډله  له څو اړخونو د دولت تر مستقیم یا نا مستقیم فشار لاندې ده.

د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې ولسمشر غني طالبانو ته د سولې یو غني پکېج وړاندې کړ چې په کورنۍ او نړیواله کچه یې پراخ ملاتړ وشو او پر طالبانو يې په اصطلاح د مرغۍ لاره هم و دروله. سولې ته د ولسمشر تعهد او په دې برخه کې خپلواک تصمیم له دې هم څرګندېږي چې کله د کورنیو چارو وزارت د پخوانۍ ودانۍ په دروازه کې خونړی ځانمرګی برید وشو او په غبرګون کې يې ولسمشر ټرمپ له طالبانو سره هر ډول خبرې رد کړې، پر سبا ولسمشر  غني د سولې عالي شورا ته ورغی او هلته يې د سولې د پروسې د جدي تعقیب سپارښتنه وکړه.

 په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د اسلامي علماوو مشترک دریځ چې یوازې بین الافغاني تفاهم یې د حل‌ لاره وګڼله او د جګړې په بندولو يې ټینګار وکړ او په دې وروستیو کې د افغانستان د درې نیم زره علماوو هغې فتوا چې جګړه يې ناروا او انتحاري بریدونه يې د اسلام له نظره حرام وګڼل د دوی د جګړې دیني بنسټ لړزانده کړ. بل خوا د سولې غوښتنې له‌پاره ولسي خوځښت چې حکومت يې هرکلی کړی، هم دوی د عامه افکارو تر فشار لاندې را وستي دي. دوې نورې  څرګندې خبرې دا دې چې یو خوا پر پاکستان د امریکا له خوا د درې میلیارده ډالره کلنۍ  نظامي مرسته درېدلې ده چې د پاکستان د ټولې نظامي بوديجې نږدې درېیمه برخه جوړوي او له بله اړخه د پاکستان او افغانستان تر منځ د سولې او عمل پر نوم پر یوه ګډ پلان «چې د دې فشارونو یوه پایله ګڼل کېدای شي.» چې لومړۍ برخه يې له بین الافغاني سولې د پاکستان ملاتړ دی هم هغه موارد دې چې پاکستان د طالبانو د ملاتړ په تړاو یوې نوې محاسبې ته اړ کوي. که پاکستان ته په لنډ او اوږد مهال کې د طالبانو د ملاتړ تر ګټه زیان روند ختلی وي، نور بیا هغه د مسیر بدلولو پخوانی بازیګر دی.

 د ې ټولو څرګندو او د پردې تر شا ډېرو نورو احتمالي تعاملاتو او د ولسمشر غني له خوا د اختر په مناسبت یوه اړخیز اوربند ته په کتو د طالبانو له خوا د درې ورځني اوربند اعلان ډېره له انتظاره لرې خبره او تصادف نه دی بلکې د دولت، ولس او علماوو له لوري د مسلسل او مدبرانه تعقیب طبیعي خو وړوکې پایله ده. نور که طالبان له دې ټولو سره سره سولې ته نه حاضرېږي نو دا به له عالمه د وتلو تر څنګ له نرخه وتل هم وي چې دوی ته به يې هم نرخ ډېر لوړ تمام شي.

اوس باید څه وشي؟

۱-افغان حکومت او طالبان دې اوربند پوره رعایت کړي او د نورو مغرضو ډلو له خوا د اوربند سبوتاژ ته په پام دې هڅه وکړي چې څوک د کب نیولو له پاره د اوبو خړولو ته پرې‌نه ږدي.

۲- بهرنیان دې په دې ورځو کې له عملیاتو ډډه وکړي، د پاکستان پر وړاندې دې د فشار تعریف بدل کړي.فشار دا دی چې مرسته ور نه کړي بلکې پر پاکستاني پوځ او استخباراتو دې پوځي او اقتصادي فشار راوړي.

۳- او موږ «افغان ولس» باید په خپل ټول ځواک د اوربند ملاتړ او د دوام غوښتنه وکړو چې په پایله کې د سولې له‌پاره مذکراتو ته زمینه برابره شي او دا وطن د یوې باعزته سولې څښتن شي.

42 total views, 2 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *