Categories

اعلان

Loading…

لومړیتوبونه، فرصتونه او ژوند | اغاملوک سهار

متاسفانه په ټوله کې د افغانانو لمړیتوبونه او ذهنونه ټیټ دی، همدا ټیټ لومړیتوبونه او ذهنونه یې د ډبرو ستونزو ریښه ده.

موږ ډیری وخت په داسې کارونه وخت ضایع کوو، چې زموږ په ژوند کې هیڅ مثبت بدلونه نه رامنځته کوي، یا د یوې بلې ستونزې منشاً وي، ډیری وخت زموږ د کار او نورو لپاره معیارونه هم سمیز او غیر معیارې وی لکه باور،ډله، قوم، سمت، او ژبه.  نه وړتیا او سپیڅلیتیا.

د ټیټو ذهنونو او لو

مړیتوبونو خلګ ډیر زر د نورو د لوبو او سیاسي لومو ښکار کیږي. او استفاده ترې کوي.

د افغانستان ۶۷٪ نفوس یې ځوانان تشکلوی او په عیین حال کې ۶ میلیونه خلګ بې کاره دي، چې لویه برخه یې همدا ځوانان دي.

المان د نوی نسل له کمښت سره مخ دی،ځکه په ۲۰۱۴ میلادې کال کې یې له هند نه ۴۰۰۰ کسانو دعوت کړو چې به عصرې زده کړو سمبال وو. دوی ته یې په جرمنې کې لوکس کورونه او لوړ امتیازات ورکړو. خو په همدې کال په زرګونه افغانان به ناقانونه لار جرمنې ته لاړو، تر ننه یې هلته یا قبول سوی ندی، که قبول سوی دی نو عادي کارونه کوي لکه ټکسي واني، هوټل او نورو برخو کې بوخت دي، ځکه ددي په مهارتونو هلته څوک فوټبال هم نه کوي.

تیر کال یو کس چې زه یې پیژنم د کابل له ښوونې او روزنې پوهنتون نه فارغ سو، تر اوسه یې نه په دولتي ښوونځی یا شخصي کې دنده ځانته پیدا کړي.  یو بل کس چې د پیښور له یو ښوونځی نه فارغ دی، او پوهنتون یې هم ندی لوستی، دلته کابل کې په دوه شخصي ښوونځیو کې دنده لري او له رسمیاتو وروسته د یو وزارت مشاورینو او رئسانو ته د انګلیسي ځانګړي صنف تدریس کوي، چې میاشتنی عاید یې ۴۵۰۰۰ افغانۍ لوړ دی.

 د هیواد له بیلو بیلو پوهنتونو د جپولوجې او معادن برخه کې په سلګونه کسان فارغیږي، همدا نن چې دوه سوه  کسانو ته د کان کیندنې برخه کې ضرورت وی، له دی زرګونه کسانو نه پوره کیږي، باید له بهر نه راسي، ځکه دوی چې کوم تعریفونه او نور څه مخانیک کړي، چې کله یې د غره سر ته وخیزوي، هغه ورڅخه تویه شي، عملې یې څه ندي زده.

همدا نن د مخابراتې شبکو او ټکنالوجۍ په سکتور کې په سلګونه بهرني کارکوونکې په لوړو معاشونو او امتیازونو کار کوي. خو په عینې اداره کې افغانان هم ورسره کار کوي خو په ډیر ټيټ معاش، یوازنې دلیل داده چې مهارتونه نلري او کلونه یې دلته تیر کړی خو په ځان یې هیڅ کار ونه کړ، څو کاله مخکې چې د کومې څوکې شاته کینستلی وو، نن هم هلته ناست دی.

یو کس چې زه له کلنو پیژنم په یوه ډله پورې تړلی به بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي. دی هر وخت په سل دوه سوه ډالر نیکټایې اخلي خو تر اوسه به یې په خپلو مهارتونو یو زر افغاني نه وی مصرف کړي. د ایمیل لیکل یې ندي زده او مایکروسافټ په اسانه افیس کې هم بلد ندي.

څه وخت مخکې د کندهار پوهنتون یو محصل چې سږ کال فارغیدو. یو بل چاته لس زره افغانۍ ورکړي، تر څو دده منوګراف ورته ولیکي، کله چې فارغ سو نو لسکونه کسانو دده په اړه پوستونه کړی وو، چې زموږ د قوم او سېمې افتخار او ځوان استعداد له پلانکۍ پوهنځي څخه په لوړو نمبرو فارغ سو. ممکن سبا دا کس هم له بې کارې سر وټکوي، خو دي ځوان استعداد؟! په څلورو کلونو کې مایکروسافټ ور‌ډ او ټایپنګ زده نکړ.

همدا نن د سګونه لوستي کسان په کار دي چې په لویو لارو ۳۰۳، ۴۰۴ او یا ۵۸۰ ماډل بس موټرونه وچلوي، خو څوک دی برخه کې زده کړی نه کوي، اوس ددي موټرو ډریوران اکثریت نالوستي دي، په ټرافیکي قوانینو بلد ندی،له ټکنالوجي او جي پی ایس نه استفاده نسي کولاي، چې هره میاشت لسګونه مرګ ژوبله اړوي.

د دولت په لوړو څوکیو چې ډیری کسان دندې درسره کوي، او شخي شخي، زنانه رنګ نیکټایانې یې تړلي او ستر ستر خدمتونه؟! یې ددي ملت لپاره  وړیا کړي. خصوصي سکتور کې یې څوک د چرګې له نرخه نه غږوي، ځکه شخصي سکتور کې کار او مهارت معیار دی، نه خبرې، واسطه او ډلبازې.

دا منم چې بې کارې دلته سته او ستونزې ډیرې دی خو له سته فرصتونه ګټه ندی پورته سوي. زموږ افغانان په دولتې او شخصي ادارو کې په ملازمې، او نورو دندو نه شرمیږي خو په شخصي وړوکې کاروبار بیا شرمیږي، نه یې کوي.

فرصتونه هرڅوک نه ويني، د سړک په سر نه وي يښې، باید لمړی د فرصتونو له عینکو ورته وکتل سي.

ښه داده چې له هرې زاویې ژوند او فرصتونه وګورو، هر څه باندې غورو وکړو،هرې موقع نه لوړه ګټه پورته کړو مثلاً زه دولتې دنده لرم، له رسمیاتو وروسته چې یو څو پیسې لرم څنګه یو وړوکې کاروبار پیل کړم،….

افغانستان یو مخ پر وده هیواد دي، د هرې مفکورې د بریالیتوب احتمال ډیر دی، ځکه دلته لویو بزنسونه نسته چې رقابت ورسره ممکن نه وي،ډیری محصولات وارداتي دی خلګ خپل تولید ته تږې دي. مهم نوښت دی چې تر ټولو ډیر خلګ په اسانه جذبوي.

287 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2