Categories

اعلان

Loading…

مدني فعالان وایي، د فضل هادي مسلمیار د ملېشو له خوا د ګمرک د رییس سپکاوی غندي

تاند – په ختیځ ولایت ننګرهار کې د فضل هادي مسلمیار د ملېشو یوه قوماندان، دلاور،‌ د دغه ولایت د ګمرک په رییس خان زمان امرخېل لاس پورته کړی دی.

ښاریانو او فعالانو د ملېشو د قوماندان د دغه حرکت په وړاندې توند غبرګون ښودلی او له حکومت څخه یې غوښتنه کړې چې د ملېشو قوماندان دې د محاکمې مېز ته کش کړي.‌

ویل کیږي چې ښاغلي دلاورغوښتل چې تجارتي مالونه یې له محصول څخه پرته تېر شي خو د ګمرک رییس یې مخه ونیوله او په نتیجه کې د دواړو خواوو تر منځ خبره ګواښونو ته ورسېدله.‌

مشتاق رحیم په خپل فیسبوک له خلکو څخه غوښتنه کړې چې د ګمرک د رییس امرخېل په ننګه ودرېږي.

ښاغلي رحیم لیکلي، «ملګرو، د خان زمان امرخېل په ننګه ودریږئ! یا به حکومت د امرخېل ننګه کوي او ېا به اعلان کوي چی فساد سره مبارزه بنده ده. دا نو نشي کېدی چی حکومت دی ځوانان د ښامارانو خولې ته ورکوي او بیا يی پوښتنه نه کوي!!!خان زمان امرخېل، د ننګرهار ګمرک ريس باندی يو شمیر مفسدينو په دی ګناه بريد کړی او مرګ ګواښ يی ورته کړی چی ولی د هغوی د فساد مخه نيسي.»

ویل کیږي، چې تر دې مخکې، په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم زورواکو جنګسالارانو حکومتي واکمني ننګولې او چارواکو ته یې په بېلابېلو بڼو توهین کړی دی.‌

د سیاسي چارو پوه او د مدني ټولنې فعال ډاکتر نجیب ننګیال د مسلمیار د ملېشو له خوا دا حرکت د حکومت او واکمنو سپکاوی بلي او لیکي،‌ « د ننګرهار په ګمرک رئیس د مسلمیار د لنډغرو لخوا تشدد نهایت د غندنې وړ او سپک عمل دی. دا مستقیما په قانون او حکومت برید دی. دا مستقیما د ولسمشر او ارګ سپکاوی دی. د ګمرګ رئیس د ولسمشر په لاسلیک مقرر شوی. شیرولي مسلمیار چې ځان د څلوېښتم ریاست معاون هم ښئي او دلاور چې د مسلمیار د کورنۍ غړي دي نن د درې موټرو وسله والو کسانو سره د ننګرهار ګمرګ ته ننوتلي او په رئیس او مامورینو یې تشدد کړی دی.»

په ۲۰۰۱ کې په افغانستان د امریکايي ځواکونو له یرغل څخه وروسته،‌ په ننګرهار کې هم د نورو ولایتونو په څېر یو شمېر زورواکو چې ځانونه جهادي قوماندانان بولي له بېلابېلو خواوو څخه شکونې وکړې، او په بېلابېلو نومونو یې ملېشې جوړې کړې چې اوس د ښاریانو لپاره په سرخوږي بدلې شوي او وخت په وخت د حکومت واکمني هم ګواښي.‌

61 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

3 comments

  1. سلیم Reply

    د سیاف د ټرهګرې ډلې پخوانی تروریست و اوسنی لوی غله نه اصلي پوښتنه دا نه ده چې ولې قوماندان یې قانون ته ښکر اړم کړي، اصلي سوال دا دی چې دغه ځناور ترهګر غله ته ولې وسله و ملیشې لري …. اصلا باید دغه وحشي اشرار پلچرخي زندان کې ابدي وای

  2. Zadran Reply

    مسلمیار چه دا کارونه په لنډغرو باندی ونه کړی نو خوری به څه؟ملامتیا ګوته بیا هم طالیبانو ته نیوله کیږی.هغه ځکه چه که دوی په حکومت کی وای،نو مسلمیار په شان خلک به یی ډیر زر له بد معاشی څخه بیزاره کړی وای.څه موده مخکی دولت د مسلمیار کسان ووژل ،کیدای شی د هغه برخه به مسلمیار غواړی.مسلمیار داسی فکر کوی چه جلال اباد یی شخصی ښار دی.

  3. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    I BELIVE WALLAH NANGARHAR NEED TO TALIBS LIKE MEDICINE. FOR ILLNESS.
    IN NANGARHAR.
    WARLOORDS DO NOT LIKE TO FALLOW LAW.
    ANY GOVERNER CAN NOT WORK IN NANGARHAR,NOT ONLY PAKISTAN RUPEE USED IN JABD/BUT CITY LIKE JUNK YARD.
    RIKSHA/TAXI DRIVER&SHOPKEEPER ARE BELONG TO;
    1-QADEER&JAMALEE GROUP.
    2-BELONG TO MUSLIMGHAAR GROUP.
    3/AZRAT ALI SHAAREEY GROUP& MORE
    4/NOW HEZZBIAN&TABLIGHYAAN ALSO COME OUT.
    GENRAL RAZIQ IS THE MAN ,HE MAKE BETTER KANDAHAR.
    PEOPLES OF NANGARHAR ARE RESPONSIBLE,THIS ANARSHY
    BECOME FROM THE PEOPLES OF NANGARHAR .
    SOLUTION;GOVERNMENT MUST LEAVE NANGARHAR FOR DEFENSE MINISTRY& TAKE WEAPONS FROM ALL WARLORDS,
    PEOPLE SUPPORT THIS WARLORDS,THANKYOU

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *