Categories

اعلان

Loading…

د نیمروز غیرتمنو او قهرمانو سربازانو او منسوبینو ته

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته

درنو سربازانو او زمونږ اتلانو! د خپل وطن او خاورې لپاره ستاسو قربانۍ او هلې ځلې د قدر وړ دي. هر شهید مو د دې وطن شهید او هر غم مو زمونږ غم دی. ستاسو له برکته د افغانستان ښایسته او درې رنګه بیرغ په ډېره هسکه غاړه رپیږي.

تاسو د هرڅو مره ډېرې ستاینې او تقدیر وړ یاست. د نیمروز ولایت ټولو نظامي مسوولینو ته خبر ورکول کیږي، چې د جلالتماب ولسمشر محمد اشرف غني د ځانګړي هدایت پر اساس نهه ورځې اوربند اعلان سوی دی. د اوربند موخه یې هم د دې وطن د ملي ګټو او دوامداره سولې په خاطر وه.

دا چې زمونږ په ګران وطن کې یو شمېر استخباراتي کړۍ افغان وژنې ته زمینه برابروي، نو په همدې سبب یې له وسلوالو افغان طالبانو سره اوربند اعلان کړ. دا اوربند له بهرنیو تروریستانو سره نه دی.

نو دا چې د ولسمشر امر مو پر ځای کړی وي، د اوربند ټول قوانین باید مراعات او د ولسمشر امر عملي کړئ.

په درنښت

سردار محمد همدرد

د نیمروز مرستیال والي

33 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *