Categories

اعلان

Loading…

د سوله غورښتنې غورځنګ نور نه ایسارېدونکی دی

ودان روښان  

د افغان ولسمشر له خوا افغان طالبانو سره  د مبارکې روژې په ورستیو کې د اوربند په اړه د شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو غوښتنې منلو او د کوچني اختر په ورځو کې د اوربند منلو په اړه د طالب مشرانو په ماټکې اعلان سره د خوښیو توپان ټول هېواد پر سر واخیست خو تر ډېره ددې خوښیو څپې په خپله د طالبانو په لیکو کې په مستۍ راغلې. سره له دې چې د افغان ولسمشر د اوربند پیل نیټه د مبارکې روژې ۲۷ او د طالب مشرانو بیا د کوچني نیکمرغه اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې خو موږ ټولو پر ټولنیزو رسنیو داسې انځورونه ولیدل چې د جګړې په لومړۍ لیکه کې په څومره مینه او لیوالتیا جنګېدونکو طالبانو په خپله له افغان ملي ځواکونو سره د پخلاینې غږ پورته او د ملي اردو له افسرانو سره په غیږ ورکولو له هغوی سره د ټانک پرسره کیناستل او د زړه په مینه یې یو بل ته د ورورولۍ لاسونه ورکړل.

دا په خپله له جنګ جګړې د ستړي ولس څه چې خپله جنګېدونکو کسانو سولې ته له سختې تندې بل څه نه شي تعبیرېدی!

دا ساده خبره نه ده، هغوی چې تر پرونه یې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو پر ضد جنګ ته جهاد وایه د هغوی وژنه یې غزا او په همدې جګړه کې ځان وژنې ته شهادت وایه! څه ډول شونې ده چې په یو ځلي راشي او له خوښیو ډک بنډار دې ورسره وکړي؟

پر دې ټول پوهېږي چې ولس په هیڅ ډول د جګړې لیواله نه و، نه دی او نه به وي بلکې له بده مرغه دا جګړه پر افغان ولس تپل شوې، دا جګړه نه پرون زموږ افغانانو وه، نه نن زموږ ده او نه به سبا وي بلکې موږ ددې پردۍ جګړې قربانیان او د سونګ توکي یو چې کونډې، یتیمان، بورې، ورارې، ویر، ماتم، بربادي، اور او ورانی یې زموږ او ګټې یې د نورو دي. ډېر ځله لیدل شوي چې په یوه ورځ او یا هم یوخت یوې هدیرې ته د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو افسر یا سرتېري  او هم د طالب جنازه وروړل شوې او کليوالو د دواړو جنازې خاورو ته سپارلې دي، دواړو ته شهید ویل شوي. دا هم لیدل شوي چې یو ورور په ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو کې دنده مخته وړي او بل بیا د طالبانو په لیکو کې جنګېږي. داسې کورنۍ هم شته چې یو زوی یې د طالبانو په لیکو کې د ملي امنیتي ځواکونو پر ضد جګړه کې وژل شوی او بل بیا د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د طالبانو پر ضد جګړه کې ژوند بایللی. داسې کورنۍ هم ډېرې دي چې ځینې عزیزان یې د دولت وسله والو مخالفینو په چاودنو او ځانمرګه بریدونو کې وژل شوي او ځینې نور یې د دولتي او نړیوالو ځواکونو په بمباریو او درنو وسلو ډزو وژلي، دا ډول کورنیو دواړو لورو یو شان د خپلو عزیزانو د ویر پر ټغر کینولي، پر همدغه حقیقت پوهېدل و چې نوره د ولس د صبر کاسه ډکه او له جګړې د کرکې او سوله غوښتنې چیغه یې ووته.

له تردید پرته چې د جګړې ضد غږ ډېر پخوا پورته شوی چې د هېواد بېلابیلو سیمو کې د طالبانو او د دولت مخالفو وسله والو خلاف ولسي پاڅونونه یې ښکاره بېګله خو د سوله غوښتنې غورځنګ بهیر کې د اووښتون او کیفي بدلون پیل ښکاره نښه په هلمند ولایت کې د نوي کال په پیل کې د سیمه ییزو لوبو نندارې ته د راټولو شویو ملکي وګړو تر منځ خونړۍ چاودنه وه چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله. له دې پېښې وروسته د هلمند مدني فعالانو او عامو وګړو د جګړې ضد او سولې غوښتنې غږ پورته او ددې له پاره یې د چاودنې په ځای ځای کې د پرلت له پاره خیمه ودروله. یوه ورځ وروسته هلمندۍ میندو، مېرمنو او خویندو هم د سوله غوښتنې دغه غږ غبرګ او نور هم پیاوړی کړ. د سوله غوښتونکو هلمندوالو دغه غږ د ټول هېواد څه چې ان د نړۍ په کچه انګازې خپرې کړې.

د سولې غوښتنې دغه غږ مخالفت هیچا ان د دولت وسله والو مخالفینو ځکه ونه شو کړی چې دا په رښتینې مانا د ولس غږ و، دا غږ د چا په غوښتنه، فرمایش، سپارښتنه، پیسو او د هڅونې نورو بڼو په پایله کې نه و راپورته شوی، بلکې دغه غږ په رښتینې مانا له جګړې د ستړي ولس غږ دی. له جګړې ستړیا ځوانان ان معلولین  اړ کړل چې له هلمنده تر کابله په روژه او د ګرمۍ موسم کې له ټولو خطرونو سره سره د سولې غږ رسولو په موخه پلی مزل پیل. د لارې په اوږدو کې سوله غوښتونکو ته د ولس بې ساري هرکلی په خپله ښیي چې ولس څومره له جګړې ستړی او د سولې تږی دی. د سولې دغو سفیرانو ته د دولت وسله والو مخالفینو ځکه د څه ویلو جرات ونه کړ چې پر دې پوهېدل چې د سوله غوښتنې ولسي غږ مخالفت د ټول ولس له هیلو او غوښتنو سره مخالفت دی، دوی پر دې ښه پوهېږي چې نور په هیڅ ډول او بیه د جګړې دوام ته لیوالتیا نه لري نو ځکه خو اړ شول چې د لومړي ځل پاره د کوچني اختر درې ورځني اوربند اعلان وکړي. دوی باید پر دې وپوهېږي چې ولس نه شي کولی د تل له پاره د دوی ځان غوښتنې او نورو ته د چوپړ په موخه خپل بچیان قرباني کړي.

طالبان اړ دي چې د ولس له غوښتنو سره ځانونه همغږي کړي سره له دې چې دا به ځینو طالب مشرانو او د هغوی ملاتړو ته ګرانه وي چې خپلو موخو ته له رسېدو پرته د ولس سوله غوښتنې غږ واوري، ښایي ځینې انې او بانې و تراشي، د تېښتې لارې ولټوي او ځینې یې ښایي ونه مني خو په ټوله کې طالب مشران بله هیڅ لار نه لري، پرته له دې چې د ولس دغه غږ واوري. دوی باید پر دې وپوهېږي چې نور ولسونه راویښ شوي او نه شي کولی چې د پردیو د ګټو له پاره د طالب مشرانو وروسته پاتې او د منځنیو پېړیو تر شعارونو لاندې خپل بچیان او هېواد قرباني کړي.

اوس ټوله نړۍ پر یو کلي بدله شوې، اوس نړۍ د پرمختګ، ساینس او تکنالوژي او انساني ژوند نړۍ ده. اوس خلک په رڼو سترګو ګوري چې نور ولسونه چېرته رسېدلي او څه ډول د پرمختګ، سوکالۍ او هوساینې پولې یوه پر بلې پسې فتح کوي خو طالب مشران غواړي هېواد بېرته منځنیو پېړیو ته ورستون کړي، ښایي په دغه کار کې به د ځینو طالب مشرانو او د هغوی ملاتړو ګټه وي چې افغانستان د پرمختګ له کاروانه لرې او وروسته پاتې وساتي خو ولس بیا بل څه غواړي او هغه دا چې ځان له سیالانو سره سیال او له الاهي نعمتونو او بشري پرمختګونو برخمن کړي نو ځکه خو د ولس او ځینو طالب مشرانو د ګټو، هیلو او غوښتنو ترمنځ ټکر او واټن له ورایه ښکاري، پر همدغه دلیل ده چې نن اولس خپل د سولې غوښتنې غږ په سوله ییزه بڼه پورته کړی خو که دغه غږ په دې اوسنۍ بڼه وانه ورېدل شي سبا به اولس اړ شي چې خپله دا غوښتنه او روا انساني حق په بله بڼه ترلاسه کړي. اوس د ټولو دیني عالمانو، قومي مخورو، پوهانو، روڼ اندو، رسنیو، د ټولنې مشرانو، سیاستوالو، مدني فعالانو، میندو، خویندو او په ټوله کې ټولو وطنپاله ځواکونو دنده ده چې له جنګ جګړې کرکې او سوله غوښتنې په اړه د ولس دغه غږ نور هم اوچت بدرګه او د هېواد ګوټ ګوټ ته ورسوي او ولس سره د خپلو برحق غوښتنو او هیلو ته د رسېدو په لار کې له هیڅ راز هاند او هڅو ډډه ونه کړي.

یو ځل بیا یادونه کوم چې ځینې کسان به د خپلو شخصي او پردیو ګټو په خاطر سوله ونه مني خو دا بیا په ښکاره او ډانګ پېیلې توګه د مافیایي باڼدونو د ګټو او بهرنیو استخباراتي شبکو ته د چوپړ په پار جګړه ده، دوی بیا یوازې د جګړې له پاره اجیر او کرایي قاتلان راټولولی شي او بس.             

22 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *