Categories

اعلان

Loading…

باجوه د افغانستان له ولسمشر سره د عمل پر پلان او نورو مسلو خبرې وکړې

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره د تروریزم پر ضد د جګړې په اړه خبرې وکړې.

له جنرال قمر جاوید باجوه سره د پاکستان د پوځ یو جګپوړی پلاوی هم ملګری دی.

ارګ وايي، دواړو خواوو د سولې لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پر پلان، له ترهګرۍ سره پر مبارزې، د جګړې د کمولو او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې پر بهیر خبرې وکړې.

په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا دواړه خواوې کومې دقیقې نتیجې یا موافقې ته رسېدلي که نه دي.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د شانګهای د همکارۍ په غونډه کې وویل چې کابل او اسلام اباد به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د یوې هراړخیزې ستراتیژۍ د مسودې پر جوړولو ګډ کار وکړي.

د پاکستان لوی درستیز وروسته له دې کابل ته راغی چې دوې اوونۍ وړاندې د افغانستنان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د پاکستان د سفر په لړ کې باجوه ته د افغانستان د ولسمشر له لوري د کابل د سفر بلنه ورکړه.

60 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. فیض Reply

    ښاغلی ولسمشره!
    کاش جنرال ته مو ویلي وای چه اول دي دغه شیطان سمیع الحق درچپ کړه بیا به خبري کوو

  2. farhad Reply

    آمریکا ، انگلیس د افغانستان او پاکستان ددوستی په ادعا کی ترجیح پاکستان ته ورکړی، دا تریخ حقیقت باید ،هیڅکله هم د افغانستان دولت او ملت له یاده و نه باسی. پاته شوه په افغانستان کی د صلحی خبره ، دا به د افغانستان ددولت دصلحی اودفاع په ستراتژیک لیردید ، ابتکار او هلوځلو پوری تړاو لری داسی چه ملت او دملت زړه د ځانه سره ولری ، چه په نتیجه کی د ملت او دولت په همغږی او همکاری سره دغه لوړ هدف ته افغانان ورسیږی افغانان دا حقیقت هم باید له یاده ونه باسی چه افغانسان ته راغلی نظامی قوتونه او دلویو مملکتونولښکری د خپلو مخو د پاره راغلی نه په افغانستان کی د صلحی د پاره ، دوی په یوه نا امنه افغانستان کی خپلو منطقوی اهدافو ته رسیدلای شی . بنآ د امنیتی قرارداد امضا کول د افغانستان ددولت د رهبرانو تاریخی غټه غلطی ده ، دا غلطی هم باید د یاده ونه ایستله شی ، خلاصه دا چه د افغانستان دنجات لاره داده ، ددولت او ملت وحدت او همغږی او په ګده د مشکلاتو دپاره د حل اقدام ، داسی چه دواړه په کښی سهیم وی. .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *