Categories

اعلان

Loading…

امنیت شورا له طالبانو وغوښتل چې اوربند رعایت کړي

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا پرون /دوشنبه/ له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د حکومت د اوربند وړاندیز ته متقابل مثبت ځواب ووايي او رعایت یې کړي.

د ملګروملتو د امنیت شورا غړیو په افغانستان کې د سوکالۍ او اوږدمهال ثبات لپاره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د هراړخیز بهیر پر اهمیت ټینګار وکړ او د دې بهیر تر پایه پورې یې د افغانستان د حکومت د هلوځلو بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

طالبانو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ. د طالبانو اعلان ظاهراً د افغانستان د حکومت د اوربند په ځواب کې و.

د افغانستان حکومت د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ طالبانو ته د روژې له ۲۷، یعنې نن ورځې څخه د کوچني اختر تر ۵ پورې اوربند وروسته له دې اعلان کړ چې د افغانستان دیني عالمانو په یوه ستره غونډه کې د جګړې د درېدو او اوربند غوښتنه وکړه.

طالبانو نن سهار د فاریاب ولایت پر کوهستان ولسوالي یرغل وکړ او یو شمېر کلي یې ونیول.

ځینې راپورونه وايي چې د دې ولسوالۍ په مرکز کې سخته جګړه روانه ده.

دې ډلې د غزني په مُقر ولسوالي کې پر څو پوستو بریدونه کړي دي.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري وايي، د طالبانو په برید کې ۵ سرتېري شهیدان شوي او ۲۶ نور ژوبل دي.

36 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

1 comment

  1. بریال Reply

    ټالیبان نه په خدای ج ایمان لري ، نه د هغه په پاک کلام. دوي په خپل عهد او پیمان هم ندي ولاړ. هرڅه هېریږي خو عادت نه هېریږي. د مسلمانانو وژل اوس د دوی عات ګرځېدلی. د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دوي تعرض نه و کړي خو دوی له خپل عادته نه تېریږي. نن یې بیا سلګونه کورنۍ دغم په تغر کېنولې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *