Categories

اعلان

Loading…

مولانا سمیع الحق: د افغان حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ګټه نه کوي

تاند – د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر مولانا سمیع الحق وایي چې د ولسمشر غني د حکومت او د طالبانو تر منځ اوربند کومه ګټه نه لري او له اوربند څخه وروسته به بیا جنګ شروع شي.

سمیع الحق وایي، چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد دی او هغسې باید روان وساتل شي څنګه چې د روس په مقابل کې وشو.

په اسلام اباد کې له خیبر نیوز تلوېزیون سره په یوه ټیلیفوني مرکه کې، سمیع الحق غوښتنه وکړه چې پخواني مجاهدین، د افغانستان موجود حکومت او طالبان دې لاسونه سره یو کړي او د امریکا پر ضد دې جهاد وکړي.

د افغانستان حکومت وایي، چې امریکایي پوځي مشاورین په افغانستان کې د لویې جرګې د پرېکړې په اساس د افغانستان او امریکا د حکومتونو تر منځ د تړون له مخې پراته دي او د افغان ملي اردو او ملي پولیسو د سیستمونود بیارغونې په برخه کې مرستې کوي او مشورې ورکوي.

ویل کیږي چې د افغانستان ډېری تاسیاست په ۱۹۹۰مو کالونو کې د پاکستان جوړ جهادي تنظیمونو تر منځ د اخ او ډب په ترڅ‌ کې ویجاړ شول.

پاکستانی مولانا سمیع الحق چې ځان د افغان طالبانو پلار ګڼي د دغه هېواد د پوځ پخواني مشر اشفاق پروېز کیاني سره

سمیع الحق وویل، چې که مونږ جهاد پرېږدو مونږ ټول به غلامان شو، خو نوموړي دا نه ویل چې هغه وخت چې د کراچۍ له بندر څخه امریکایي ټانکونه، وسلې او مهمات د پاکستان په خاوره افغانستان ته راوړل کېدل او حکومت یې د جیکب اباد او شمسي هوایي ډګرونه پر طالبانو د بمبار لپاره امریکا ته په کرایه ورکول، او د پاکستان حکومت له امریکا څخه ۳۳ میلیارده ډالر مرسته ترلاسه کړه دوی ولې مخالفت ونه کړ.‌

د خیبر تلوېزیون د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر غني د فبرورۍ په ۲۸مه طالبانو ته د سولې یو جامع وړاندیز وکړ، په دې هکله ستاسو څه رایه ده، ښاغلي حق وویل، چې د طالبانو غړي دې پام کوي، ځکه چې که هغوی په داسې مذاکراتو کې برخه واخلي، امریکایان به یې ونیسي او بندیان به یې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت وایي چې د سولې وړاندیز یې له نړیوالې ټولنې سره په تفاهم کې کړی چې په اساس به یې طالبان د سیاسي ګوند په توګه په رسمیت پېژندل کېږي، غړي به یې سیاسي پاسپورټونه ترلاسه کوي او په کابل کې به د خپل ګوند لپاره دفتر پرانیزي.

مولانا سمیع الحق په کابل کې د افغانستان د نژدې ۳ زروعلماوو وروستۍ غونډې او فتوا ته په پام سره چې په افغانستان کې یې ځانمرګي بریدونه او د افغانستان د حکومت پر ضد جنګ حرام وبلل، وویل، چې هغه علما دوکه شوي ول.

ویل کیږي چې مولانا سمیع الحق د پاکستان پوځ او نظامي استخباراتو سره نژدې اړیکې لري او د هغوی د لارښوونې په اساس افغان ځوانان د افغانستان د حکومت او خلکو پر ضد جنګ ته هڅوي په داسې حال کې چې په پاکستان کې چې د لارډ میکالي قانون په کې نافذ دی پخپله دی او ډله یې پارلماني سیاست کوي.

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

14 comments

  1. dawud Reply

    بس نو ټالبان دې الله پوه کړي، چې دوی څرنګه استعمالېږي
    سمیع الحق دقیقاً د پاکستان د استخباراتو خبرې پرمخ بیايي
    همدغه پاکستان ؤ چې اول یې امریکې ته ځمکه او هوا په اختیار کې ورکړه
    پاکستان پوهېږي چې د افغانستان آبادي د پاکستان له بربادۍ سره مله ده
    مجاهدینو چې کومه لاره پرمخ بیوله اوس همدغه ټالبان او داعشیان یې پرمخ بیایي او خپل وطن ورانوي،

  2. امین جان ابراهیمی Reply

    دا بی ناموسه دی هیرا مندی ناجایز اولاد ولی په خپل ملک دی جهاد فتواگانی نه ورکوی چه په افغانستان کی دی جهاد فتوا ورکوی ستا په ملک کی دی هیرا مندی په شان فاحشه خانی دی چه ۵۰۰۰ کلن تاریخ له زان سره لری او په روزه مبارکه میاشت می په پنجاب سند لاهور کی په رنا ورز هوتلونه خلاص پی خلک بی غمه روزی خوری ستا بی ناموسه ملک کله له اسرائیل او کله روس سره ترونونه کوی او تا دی ای اس ای سپی خو یو زلی هم فتوا ور نکره بی ناموسه مرگ دی په ولا لکه دی سپی په شان روا ده الله ج دی جهنم برزخ کندی ته ورواچوه که په دی روژه مبارکه میاشت می مو الله ج دعا قبوله کری

  3. Alakozay Reply

    ستا دی خدای خانه خرابه کړی سمع ګیه ته نه مسلمان یی او خلک خو دا هم وایی چی دی سمیع الحق پلار دی انګریزانو یو جنرال وو چی د همدی اوربل ساتلو او د مسلمانانو تر منڅ د جګړی د میدان د ګرمولو له پاره د هغی وخت داستخباراتو په پاکستان کښی پاتی شوو. دغه خر ملا په افغانستان کښی د جنګ دریدل او وینه تویول نه غواړی او د مجاهدینو تر منځ هم همدی خنڅیر ملا ډیر اور بل کړ دده بعضی مقتدیان او شاګردان دا هم ویل چی په هغه ورڅ به په افغانستان کښی ډیر وینی وبهیدلی نو دی به ډیر خوشحاله ښکاریده هغه به که دی طالب وی که د اوردو او که د عامو خلکو خو چی د افغان وینه به وه ما هم لدیلی ډیر چم بازه فوځ ته چاپلوسه بوټ پاګ او شیطان رزیل سړی دی دا خر مولانانا. عموماٌ مولانا خنڅیر ای ایس آی ډیر داسی طالبان معرفی کوی چی هغه د افغانستان په ضد ښه کار وکړی او ددی واسطه هغه اکمالیږی خلص کلام دا چی هر چا چی دا خنځیر مردار کړ والله راساٌ غاضی دی څکه چی ددی بی ناموسه په هیڅ مسلمان زړه نه بدیږی خدا ی په داسی قهر او عذاب د خدای اخته کړی چی مخ دی لکه په دنیا چی د خره دی همداسی مخ توری د خدای حضور ته ورسی. ته د هغو خرو علماوو له جملی څخه یی چی د محشر په ورځ به دی په دی ناولی خوله کښی د سری اوسپنی کړی وی.

  4. Alakozay Reply

    ستا دی خدای خانه خرابه کړی سمیع ګیه ته نه مسلمان یی او خلک خو دا هم وایی چی د دی سمیع الحق پلار دی انګریزانو یو جنرال وو چی د همدی اوربل ساتلو او د مسلمانانو تر منڅ د جګړی د میدان د ګرمولو له پاره د هغی وخت داستخباراتو په پاکستان کښی پاتی شوو. دغه خر ملا په افغانستان کښی د جنګ دریدل او وینه تویول نه غواړی او د مجاهدینو تر منځ هم همدی خنڅیر ملا ډیر اور بل کړ دده بعضی مقتدیان او شاګردانو دا هم ویل چی په هغه ورڅ به په افغانستان کښی ډیر وینی وبهیدلی نو دی به ډیر خوشحاله ښکاریده هغه به که دی طالب وه که د اوردو او که د عامو خلکو خو چی د افغان وینه به وه ما هم لدیلی ډیر چم بازه فوځ ته چاپلوسه بوټ پاګ او شیطان رزیل سړی دی دا خر او خنڅیر مولانا ای ایس آی ته ډیر داسی طالبان معرفی کوی چی هغه د افغانستان په ضد ښه کار وکړی او ددی په واسطه هغه اکمالیږی خلص کلام دا چی هر چا چی دا خنځیر مردار کړ والله راساٌ غازی دی څکه چی ددی بی ناموسه په هیڅ مسلمان زړه نه بدیږی خدا ی دی په داسی قهر او عذاب اخته کړی چی مخ دی لکه په دنیا چی د خره دی همداسی مخ توری د خدای حضور ته ورسی. ته د هغو خرو علماوو له جملی څخه یی چی د محشر په ورځ به دی په دی ناولی خوله کښی د سری اوسپنی کړی وی.

  5. تراب خان Reply

    دا او دی ته ورته مولایان نه چه انسانان هم نه دی
    دوی ته دسپو خطاب هم سپو لپاره بده خبره ده
    دا خنځیر او ده ته ورته که افغانستان کښی دی او که پښتونخوا کښی
    ډیر سپک او کچه خلک دی

    ددوی ورکیدل او ختمیدل ډیر ضروری دی
    دوی دجامعی لپاره ناسور دی
    سمع الحق،سراج الحق، فضلو او نور دی الله ج
    نابود کړی
    امین

  6. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    MY QUESTION FROM AFGHAN INTELLIGENT BRANCH IS THAT?
    HOW AFGHAN GOVERNMENT CAN NOT KILL THIS ONE GERM OF CANCER(samiulhaq).
    THIS MALAOON HAVE HAND IN KILLING OF AFGHANS&DISTROING
    OF AFGHANISTAN,
    ANY ONE WHO KILL THIS BAD DOG/HE WILL BE THE NUMBER ONE

    CHAMPION.THANK YOU

  7. Abbas Jan Reply

    کبیر دغه خنزیر د نن عصر ستر شیطان دی- منافق

  8. متین Reply

    که سوک د مسلمان مرگ روا بولی هغه واجب القتل دی
    هغه د اسلام له دایری والی وی
    نو اوس چه سمعالحق د افغانو مرگ روا بولی دا دده مرگ روا ده
    خو د افغانستان ملی امنیت دی یی ختم کری ولی ورته گوری

  9. mohammad ehsan Reply

    سمیع الحق نه انسان دی او نه مسلمان ،ځکه آیا په افغانستان کی هره ورځ امریکایان وژل کېږې که بېګناه افغانان ؟

  10. Fahim Reply

    مولانا ته خو سم د موسى زوى يي

  11. احمد شاه شیرانی Reply

    سمیع ناحق ابلس خو ښه واي جهاد باید ایدامه ولري، زموږ لنډي دي د ده په حکم او امر د خپلو بي ګناه مسلمانانو افغانانو ورڼو وینې د روژي په مبارکه میاشت کې تويوي. دي ولد زنا دي د لاهر په فاحشه خانو کې د لاډ میکالي تر قانون لاند جهاد کوي. د ده ځواني لوڼه دي د انګلستان په ایډوارډ یا کوم بل کالج کې له انګریزانو سره د « پیار پیار کیاهي» جهاد کوي دا دوه ډول جهاد خو دی تل غواړي او نه غواړي چې ودریږي.
    چې خداي چا ته د افغانانو په څیر لنډي ورکړي بې بیه بې کیرا مزدوران داسې مزدوران چې په سر او مال يې حکم مته ولاړ وي نو سمیع ناحق ولد زنان به ولي داسې ظالمانه، بې حیا او کفري فتوایوي نه کوي ؟!
    په تېرولسیزو کې ځنې لنډي خره افغانان د دوي ټول کفري منافقانه اعمال ګوري والله بالله د دوي زناکاریان، شراب خرۍ ، منافقت، له اسلام او مسلمانانو سره پټه منافقانه دښمنې، اسلام پلورنه دا ټول يې په سترګو لیدلي او ګوريه خو بس دا ټول ورته مشروع ښکاري، او د ده په خوله يې بیا پخپل حکومت او ملت پسې راخستې وي بیا دي له خپله وروره سره جهاد د ده پخوله شروع کړي. نو لعنت دي وي زموږ په غیرت او عقل لعنت دي زموږ پرهغه وژدان شې لعنت زموږ پر هغه افغانیت شي. د الله لپاره تاسو وګورئ په روژه کې د ثواب لپاره یو بل سره وژنو ځمکې مو په وینو لړلي دي تنها وژنه نه کوو کفر ته! بې ګناه وژنه چې کفر دي هغه هم د روژي په میاشت کې موږ يې ثواب بولو ولي؟ خو سمیع ولد زنان یا د ده ملګرو را ته حکم کړي….
    سمیع ناحق ولد زنا خوبه در ته واي ته خو له الله څخه څه حیا وکړه!.

  12. farhad Reply

    سمیع الحقه او فضل الرحمنه تاسو د زرگونو مسلمانان اوفغانانو ، ماشومانو ، َښخو ، نرو ، بی دفاع انسانانو قاتلان یاست په افغانستان کی ، نه به د الله د عذاب نه بچ شی نه به د تاریخ د قضاوت نه او نه هم د مؤمنوافغانانود انتقام نه ، هغه غازی ملت چه خپل د شهیدانو انتقام یی دهر فرعونی طاقت نه په خپل وخت اخیستی دی ، ستاسو وخت به هم راورسییږی.
    ” ومکرو و مکرالله والله خیرالماکرین “

  13. Afghan Reply

    ياره طالبه دومره بې ګناه افغانان دې بي نحقه شهيدان کړل او ستاسې مشران هم ددې د انګرېز پيرانو له خوا دامريکا په ډرون بادباد شول خو چې تاسې هم لږ غيرت کړي وای اوداستاسي دروغجن او منافق شيطان مو هم جوړه دوزخ ته په سپينو کالو کې له يو ټن باروتو سره ليګلی وای عجب خوند به يې کړای وای.

  14. غ.حضرت Reply

    دا ګیله موږ د روشن فکرانو د ستر بُت یعنی انګرېز څخه باید وکو چه داسی اهریمنی څېرې ئې پخپله مستعمره کی روزلی او موږ ته
    .ئې را حواله کړیدی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *