Categories

اعلان

Loading…

امنیتي ځواکونو په کابل کې دوه ځانمرګي بریدګر هدف ته له رسېدلو څخه مخکې ونیول  

تاند – افغان امنیتي ځواکونو نن /د جوزا ۲۱مه/ د کابل ښار په ده افغانانو سیمه کې دوه کسان چې غوښتل یې ځانمرګی برید ترسره کړي ونیول.

تر دې مخکې، نن ترهګرو په کابل کې د کلیو د پراختیا او بیارغونې په وزارت برید کې ۱۲ کسان شهیدان او له ۳۰ نه ډېر نور ټپیان کړل، او په جلال اباد کې د پوهنې په ریاست برید کې یې ۱۰ کسان ټپیان او یو شهید کړل.

ویل کیږي، چې د کابل په وروستۍ پېښه کې ککړ کسان یو هلک او بله یې ښځه دي او په داسې موټر کې ناست ول چې پر مخ یې د نظار شورا د وژل شوي قوماندان احمدشاه مسعود عکس لګېدلی وو.

په مسعود تور دی چې د ۱۳۷۰مو کالونو په ترڅ کې یې په کابل کې له خپلو حریفانو سره د جګړو په ترڅ‌ کې د پلازمېنې پښتون مېشتې او هزاره مېشتې سیمې په کنډوالو بدلې کړې او په زرګونو خلک یې ووژل.‌

په کابل کې د نننۍ پېښې یوه عیني شاهد رضوان الله شپون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، «د کابل ده افغانانو کې امنیتي ځواکونو په سپین هایلکس موټر کې دوه تنه ځانمرګي ونیول چې یو هلک او بله میرمنه وه، هلک ږیره خریلي وه او د موټر په مخامخ غټه شیشه د احمدشاه مسعود عکس ځړیدلی و، زه د پیښې عیني شاهد یم،»

نوموړي د تاند له خوا په تماس کې هم دا خبر تایید کړ.‌

تر دې مخکې، نن /دوشنبه د جوزا ۲۱مه/ پژواک خبري اژانس داسې یوه ویډیو خپره کړه چې یو بل دری ژبی افغان ځوان په زخمي حالت کې د امنیتي ځواکونو په ولکه کې ښیي او وایي چې غوښتل یې انتحاري برید ترسره کړي، دا په داسې حال کې ده چې د پخوانۍ شمال ټلوالې یو شمېر فعالان او سیاستوال ادعا کوي چې ځانمرګي بریدونه یوازې پښتانه کوي.

172 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
onesignal_send_notification:

2 comments

  1. محمدربی آماج Reply

    په پښتو ژبه کی یو متل کوم چی وایی : مړۍ چي خدای شرموی نو غول یی په تخته بهیږی.اوس نو د شمالي ټلوالي پرتوګ ورو ورو ښوییږی اګرچی تروریسم هیڅ قوم نلری او هیڅوک هم میراثی تروریست او ځانمرګۍ دی نړۍ ته نه راځی مګرد عقل خاوندان پوهیږی چی شمالی ټلواله هیڅرنګه ملی ژمنتیا نلری او تل خپلي ځانی ګټي پالی او په هیڅ اړ او غوړ ندی. دوی تل د ملی پخلاینی مخالف دریځ لری اود خپلو ناوړه او کرغیړنو ملی ضدګټود پاللو پخاطر له تروریزم څخه هم مخ نه اړوی او دا ځکه چی خرمرداری اوس په آزاد مارکیټ کی موندل کیږی.اودا یوه پاکستانۍ پروژه ده .که څوک غواړی پډی هکله زیات مالومات تر لاسه د پرفیسور ریاض حسن کتاب پښتو انډول مانا یی (ژوند د وسلي په بڼه ) د وګوری.(Lifr as a weapon)

  2. بریال Reply

    کله چې ژوندی و ، د نړۍ ترټولو خبیثه جاسوسي سازمانو سره یې لکۍ غوټه وه اوپه هر جنایت کې یې سهم درلود. دکابل ښار ورانی ، د سلګونو زرو مظلومو ښاریانو شهادت ، د کورونو او دفترونو چور او چپاول ، د ملي اردو انحلال او په زرګونو ټانکونو ، توپونو ، توغندیو او الوتکو تحقه خپلو بادارانو ته دوی قهرماني او تلوالي ته ورسول ، د تنظیمونو ترمنځ اختلاف او جنګ د دوي کسب او خصلت وو.
    اوس یې خبیثه اروا په موټرو کې خرمرګي او انتحاریان ګرځوي .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *